1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

المان: د پناه غوښتونکو مرکز کې اور لګېدنې ۱۶ تنه ټپیان کړي

شمس الرحمن ناصر │ اي پي ډي
۱۴۰۳ آذر ۴, یکشنبه

د شنبې په ورځ د المان د آیفل سیمې په فوګلزنګ ښار کې د پناه غوښتونکو په یوه استوګنځای کې د اور لګیدنې په پایله کې ۱۶ تنه ټپیان شوي دي. پولیسو یو کس د اور اچونې په شک نیولی دی.

انځور د دویچه ویله له ارشیف څخه په یوه هوټل کې د اور لګېدنې دی چې اوکرایني مهاجر په کې اوسیدل
په دې پيښه کې ۱۰ تنه ټپیان روغتون ته انتقال شوي او ۶ تنه نور بیا په سطحي ډول ټپیان شوي ول.انځور: Jens Büttner/dpa/picture alliance

د شنبې (د نومبر میاشتې ۲۳ نیټه) په ورځ د المان په فوګلزنګ ښار کې د پناه غوښتونکو په یوه مرکز کې اور لګېدنه رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې ۱۶ تنه ټپيان شوي دي.

د سیمې یو ۳۵ کلن اوسیدونکی چې شک کیږي د پناه غوښتونکو مرکز ته به یې اور اچولی وي، د پولیسو له خوا په موقت ډول نیول شوی دی. د اور لګېدنې اصلي علت تر اوسه پورې روښانه نه دی. د المان پولیسو یو ځانګړی کمیسیون رامنځته کړی، څو په دې هکله پلټنې وکړي.

په دې پيښه کې ۱۰ تنه ټپیان روغتون ته انتقال شوي او ۶ تنه نور بیا په سطحي ډول ټپیان شوي ول.

اوسمهال د المان د نورد-راین- وستفالن ایالت د فوګلزنګ د پناه غوښتونکو په مرکز کې شاو خوا ۳۸۰ تنه پناه غوښتونکي اوسیږي. د دې ساختمان په هغه پوړ کې چې اور لګېدنه رامنځته شوې ده ۱۸ تنه اوسېدل. د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې په ودانۍ کې ټول موجود کسان په سم وخت امن ځای ته انتقال شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح

آلمان کې وروستیو پیښو د افغانانو پر ژوند څه اغیز کړی؟

06:25

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب