د اروپايي ټولني د غذا د ډاډمنتوب ادارې له چینجیو څخه د غذايي موادو په ډول د استفادې اجازه ورکړه. دغي ادارې له لارو یا حشره يي چینجي هم وچ او هم پوډر سوی شکل د انسانانو له پاره بې خطر وباله.
د دغي ادارې مشر کارپوه، ارمولائوس ورویس وايي: «د یوې نوي غذايي مادې په توګه د یوې حشرې ارزونه، کیدای سي په ټوله اروپايي ټولنه کي د لومړنۍ اجازه نامې له پاره زمینه برابره کړي.» پس له هغه اروپايي ټولنه او د هغې غړي هیوادونه کولای سي ددغي ارزوني پر اساس پریکړه وکړي چي ژیړ خوراکي چینجان به د یوې ډیر پروتین لرونکي غذايي مادې په توګه ومني او که نه.
اروپايي ټولني په ۲۰۱۵م کال کي د نوښتګرو غذاوو د آسانه تایید او ارزوني له پاره ددغي ټولني په سطحه یوه مقرره تصویب کړه. په ۲۰۱۸ کال کی ددغي مقررې له عملي کیدو راهیسي د اروپايي ټولني د غذا د خوندیتوب ادارې، د نوو غذايي موادو د اجازه ورکولو په بهیر کي د پاملرني وړ نقش لوبولی دی.
د دغي ادارې په حواله د حشراتو نور ۱۴ غذايي محصولات په اوس وخت کي تر ارزوني لاندي دي. حشرات پر چاپیریال باندي د لږي اغیزې او لوړ غذايي ارزښت له امله د دوامداره پروټین درلودونکي دي.
د نړې په ډیرو سیمو کي خزدکي، ملخان او خوراکي چینجان د ورځني خوراک یوه برخه ده. په اروپا کي د حشراتو درلودونکي خوراکونه په بشپړ ډول منع نه دي. خو تر اوسه ېې ښه بازار نه درلود.
په خوراکي مینو کې حشرات
د خوراکي موادو سکتور پر چاپیریال ډیر فشار اچولی دی. دا چې د انسانانو نفوس مخ پر ډیریدو دی، نو د خوراک په برخه کې د دوامداره حل لارې پیدا کولو اړتیا هم پراخیږي. ايا د حشراتو خوړل يو حل کيدلای شي؟
انځور: Getty Images/S. Gallup
د خوراک له پاره ملخان
دا چې نفوس مخ پر ډیریدو او زراعتي ځمکې له تهدید سره مخ دي. د تیرو ۴۰ کلونو په ترڅ کې د نړۍ نږدې دریمه برخه کرهڼیزې ځمکې له منځه تللي او له دې امله په نړیواله کچه د خوراکي موادو پر تقاضا فشار ډیریدونکی دی. په دې ترڅ کې د غوښې د تولید له امله هم پر چاپیریال فشار ډیر شوی. خو ځینې کسان فکر کوي چې په ټوکیو کې له هګۍ سره د ملخانو خوړل، د حل یوه ښه لار ده.