1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسعودي عربستان

د یمن د سویلي سیمو پر سر د امارات او عربستان ترمنځ اختلاف

۱۴۰۴ دی ۵, جمعه

د یمن د سویلي سیمو د کنترول او نفوذ پر سر د سعودي او متحده اماراتو ترمنځ اختلاف زیات شوی دی. امارات د سویلي انتقالي شورا ملاتړ کوي، خو سعودي بیا غواړي چې دغه سیمې دې د مرکزي حکومت تر نفوذ او کنترول لاندې باقي پاتې شي.

په یمن کې وسله وال ځواکونه په خپلو موټرو کې لیدل کیږي
سعودي او امارات په یمن کې د خپلو ګټو پر سر اختلاف لريانځور: AP Photo/picture alliance

د یمن په کورنۍ جګړه کې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د ګټو تضاد په څرګند ډول لیدل کیږي.

متحده عربي اماراتو د جمعې (د ۲۰۲۵م کال د دسمبر ۲۶) په ورځ د یمن په ختیځ کې له حضرموت او مهرا له ولایتونو څخه د انتقالي شورا ډلې د وتلو په هکله د سعودي عربستان غوښتنې ته ځواب ور نه کړ.

اړوند مطالب: امریکا له ایرانه غوښتي دي چې حوثیانو ته دې د وسلو لیږد بند کړي

په هغه اعلامیه کې چې د یمن د بهرنیو چارو وزارت خپره کړې ده، دغه هیواد یوازې پر خپلو هغو ژمنو ټینګار کړې دی چې په یمن کې به د ثبات او پرمختګ د ټولو کوښښونو ملاتړ کوي.

د سویلي انتقالي شورا ډله(STC)  د متحده عربي اماراتو ملاتړ له ځان سره لري.

په لومړیو کې د سویلي انتقالي شورا ځواکونه د سعودي عربستان په رهبرۍ د سني پوځي ائتلاف یوه برخه وه، چې په ۲۰۱۵م کال کې یې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو حوثي شعیه یاغیانو پر وړاندې بریدونه پيل کړل.

د سویلي انتقالي شورا ډلې وروسته له ائتلاف څخه واټن ونیوه او د خودمختارۍ غوښتنه یې وکړه.

په دې ځای کې د عدن مهم بندر هم موجود دی چې د سعودي عربستان له ملاتړ څخه برخمن د یمن حکومت په کښې مستقر دی.

د سویلي انتقالي شورا ډلې ځواکونو د روان دسمبر میاشتې په لومړیو کې د حضرموت او مهرا ولایتونه تر خپل کنترول لاندې راوستل.

سعودي عربستان د پنج شنبې په ورځ اعلان وکړ چې هیله لري د سویلي انتقالي شورا ډله د تشنج زیاتیدو ته د پای ټکې کیږدي او خپل ځواکونه له حضرموت او مهرا ولایتونو څخه وباسي.

په یمن کې د امارات او سعودي اختلاف

متحده عربي امارات او سعودي عربستان په رسمي ډول د حوثي یاغیانو پر ضد فعالیت کوي، خو د دوی اصلي اختلاف د یمن د سویلي سیمو د نفوذ او کنترول پر سر دی.

امارات د سویلي انتقالي شورا (STC) ملاتړ کوي، هغه ډله چې د یمن د سویل د خپلواکۍ غوښتونکې ده او د مهمو بندرونو او ولایتونو کنترول په خپل لاس کې لري.

د دې برعکس بیا سعودي عربستان غواړي چې د یمن د مرکزي حکومت قدرت او نفوذ وساتل شي او دغه سیمې د رسمي حکومت تر کنترول لاندې وساتي.

دغه اختلافات د دې سبب کیږي چې د یمن په یو شمیر سویلي سیمو کې د امارات او سعودي عربستان پوځي او نظامي ملاتړ یو بل سره په ټکر کې واقع شي او د دواړو پخوانیو متحدینو ترمنځ تشنج لا زیات پراخ شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب