1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشري حقونو کميسون: د داخلي کډوالو شمېر ۷۴،۸ سلنه لوړ شوی

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۰ مرداد ۱۳, چهارشنبه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یو تازه راپور ښيي چې وروستیو جګړو تر ۶۲ زرو ډېرې کورنۍ بې ځایه کړي. له همدې کبله د بشري حقونو کمېسیون د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړې چې د ولسي وګړو ژوند ته پام وکړي.

Afghanistan | Binnenflüchtlinge in Laghman
انځور: Omid Deedar/DW

صفی الله عزیزي چې تازه د هلمند له جګړې کابل ته راکډه شوی، د بې ځایه شویو کورنیو وضعیت خورا اندېښمنونکی بولي. نوموړي دویچه ویله ته وویل:

«زه د هلمند د لښکرګاه اوسېدونکی یم او د جګړې له امله اوس کابل ته راغلی  یم، د هلمند له جګړې زرهاوو کسان بې ځایه شوي، د هلمند امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی او هلته یو بشري ناورین روان دی.»

دغه بې ځایه شوی زیاتوي چې په لښکرګاه کې ډېر خلک د جګړو له امله له خپلو کورونو راوتلي او تر شنه آسمان لاندې شپې او ورځې تیروي.

د ۱۴۰۰ کال کې د بې ځایه شويو کسانو د بشري حقونو وضعيت په اړه د بشر حقونو خپلواک کمېسيون څېړنیز رپوټ ښيي چې د جګړو او ناامنيو له امله د همدغه کال په لومړيو دريو مياشتو کې د هېواد په ۲۶ ولايتونو کې ۱۵۸ زره ۳۹۲ کورنۍ بېځایه شوې دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، یوازې تېره میاشت ۳۲ زره ۲۸۴ کورنۍ خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوي.

ددغه کمېسیون په رپوټ کې راغلي: «دغه کډوال د روان کال د غبرګولي له ۱۷ مې د چنګاښ تر ۱۷ مې د هېواد په ۲۵ ولايتونو کې د جګړې او تاوتريخوالي د زياتېدو له امله بېځایه شوې دي.»

بشري حقونو کمېسیون د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کوي چې د ولسي وګړو ژوند ته پام وکړي.

د کمېسیون رپوټ د نورو اړوندو بنسټونو د مالوماتو پربنسټ لیکلي چې، په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د نورو کلونو په پرتله د کورنیو بې ځایه شویو کډوالو شمېر ۷۴،۸ سلنه لوړ شوی دی.

د بې ځایه کېدو لاملونه

د بشري حقونو کمېسیون په څېړنیز رپوټ کې په ۱۹ ولایتونو کې د ۲۹۰۳ بې ځایه شویو کسانو څخه د هغوی وضعیت پوښتل شوی.

د دې څېړنې موندنې ښيي چې د ۲۹۰۳ پوښتل شويو له ډلې ۱۹۷۷ تنو (۶۸.۱٪) جګړې او وسلوال تاوتريخوالي، ۳۴۷ تنو (۱۲٪)  له ځايي خلکو سره د دولت د وسله والو مخالفینو ناوړه چلند، ۲۱۲ تنو (۷.۳٪) د کار او عايد نشتوالی،۱۵۲ تنو (۵.۲٪) بې وزلي، ۶۹ تنو (۲.۴٪) د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د ښوونخي او روغتون نشتوالی، ۵۸ تنو(٪۲) له طبعي پېښو رامنځته شوې ستونزې،۴۴ تنو (۱.۵٪) شخصي دښمنۍ او ۳۲ تنو (۱.۱٪) په خپله سيمه کې د ښوونيزو امکاناتو کمښت د بېځایه کېدو لاملونه بللي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یوې کمېشنرې بنفشې یعقوبي نن چهارشنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست ۴مه) د رپوټ خپرولو پرمهال خبریالانو ته وویل، چې مرستندویه بنسټونه باید له دغو بې ځایه شویو سره مرستې وکړي. هغې زياته کړه: «پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت او کډوالو چارو وزارت څخه غواړو چې دغو کورنیو ته د روغتیايي اسانتیاوو ترڅنګ د ژوندانه لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره اغیزمنې هلې ځلې وکړي.»

نوموړې پر نورو مرستنویه بنسټونو هم غږ وکړ، هغو سیمو ته د مرستو رسولو کې چټک ګامونه واخلي چې د افغان دولت له پوښښ څخه بهر دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د کورنی بې ځایه کېدو ترټولو لامل جګړه ده، نو ځکه ښکېلو لورو ته ښايي چې اوربند وکړي.

محمداسماعیل شاکر