خپرندويان: طالبانو د تهران د کتابونو نندارتون ته پرې نه ښودو
۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۲, جمعهد کتاب دغه نړېوال نندارتون درې ورځې وړاندې پیل شوی او ټاکل شوې لس ورځې دوام ومومي. د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې د کتابونو افغان خپرندویانو هر کال په دغه نندارتون کې ګډون کاوه او خپل چاپ کړي کتابونه به یې نړېوالو مینه والو ته نندارې ته اېښودل.
په افغانستان کې یو شمېر خپروندویان وايي، سره له دې چې په دغه نندارتون کې یې د ګډون لپاره ټول چمتووالی نېولی ؤ، خو طالبانو د «خنډونو» په جوړولو سره په نندارتون کې د هغوی د ګډون مخه ونېوله.
د کتابونو یو خپرندوی چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، دویچه ویله ته وویل: «له دوو میاشتو راهېسې مو هڅه وکړه چې د ایران د کتابونو په نندارتون کې ګډون وکړم، خو هلو ځلو مو پایله ورنه کړه. ما په خپله ۱۵۰۰ عنوانه کتابونه چمتو کړي ول چې په دغه نندارتون کې یې نندارې ته وړاندې کړم، خو طالبانو ستونزې جوړې کړې او زمونږ ممناعت یې وکړ.»
هغه دغه راز وویل چې دا یواځینی نړېوال نندارتون دی چې افغانان کولای هلته خپلو چاپ شويو کتابونو ته له هېواده بهر بازار موندنه وکړي.
یو بل افغان خپرندوی چې هغه هم د امنیتي لاملونو له مخې، خپل نوم نه اخېسته وویل، چې د نندارتون جوړوونکو په رسمي توګه وربللي ول، خو طالبانو اجازه ور نه کړه چې هلته ګډون وکړي.
هغه وویل: «موږ کولای شول چې خپل ډېر شمېر کتابونه هلته یوسو او وېې پلورو او هغه کتابونه چې اړتیا مو ورته درلوده له هغه ځایه راوارد کړو. آن چمتو وو چې په خپل شخصي لګښت په دې نندارتون کې ګډون وکړو، خو ددې ټولو هلوځلو سربیره یې په نندارتون کې زموږ د ګډون مخنیوی وشو.»
په همدې حال کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت چارواکي وايي، د ویزو د صدور لپاره د وخت کموالی لامل شو چې د کتابونو خپرندویان په نندارتون کې ګډون ونه کړي.
ددغه وزارت، د نشراتو رییس مولوي عبدالحق حماد دویچه ویله ته وویل: «د خپرندویانو سفر له یوې خوا تخنیکي ستونزې درلودې او له بل لوري د ایران ویزو د صدور لپاره هم وخت ډېر کم ؤ. د کوچني اختر رخصتی لامل شوې چې ونه توانیږو د رخصتیو په ورځو کې د سفر ادارې چارې ترسره کړو او د ایران سفارت هم ډیر کم وخت راکړی ؤ چې ویزې صادرې کړي، همدا لامل شو چې افغان خپرندویان په دغه نندارتون کې ګډون ونه کړي.»
اړوند مطالب:له ښوونځیو محرومو نجونو ته په دایکندي کي کتابتون جوړ سو
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د کتابونو خپرندویان وايي له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې د سفر ټولې اداري چارې بشپړې شوې وې او د ویزو ستونزه هم نه وه.
د افغان خپرندویانو په خبره، د طالبانو تر واکمنی وروسته افغانستان کې له ۴۰ تر ۵۰ سلنه کتاب پلورنځي تړل شوي دي.
پر کتاب واردونکو او پلورونکو د درنو مالیو وضع کول او د طالبانو د فکر خلاف کتابونو چاپولو ته اجازه نه ورکول د افغان کتاب خپرندویانو پروړاندې بنسټیزې ستونزې ګڼل کیږي.