1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کړکېچ نړيوالې ډلې افغانانو ته له مرستو کمولو خبرداری ورکړ

۱۴۰۱ اسفند ۵, جمعه

د کړکېچ نړيوالې ډلې له افغانستان سره د مرستو له کمولو اخطار ورکړی دی. په خبره يې دغه کار پر عوامو په تېره پر ښځو باندې ناوړه تاثيرات لري. دغه خبره يادې څېړنيزې ډلې په کابل او بروکسل کې کړې ده.

Aghanistan - Humanitäre Hungerkrise
له افغانانو سره بشري مرستېانځور: Ali Khara/REUTERS

د کړکېچ نړیوالې ډلې د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د فبرورۍ ۲۳) ويلي دي چې له افغانستان سره مرستې بايد راکمې نه شي. په خبره يې د درک وړ ده چې بسپنه ورکوونکي هيوادونه او مرستندويه ټولنې د طالبانو له خوا د فشارونو زياتېدو ته د بنديزونو او غوسې په بڼه غرګون ښکاره کوي، خو بيا هم ۲۸ ميليونه کسان لا په افغانستان کې مرستو ته اړتيا لري.

په خبره يې بايد مرستې رسوونکې ښځې او نارينه د دې امکان ولري چې له اړمنو سره په هر ډول شرايطو کې مرسته وکړي. دا يې هم ويلي دي چې د لوېديځ سياست لا مخالف جهت ته روان دی. د کړکېچ نړيوالې ډلې پر دې حالت انتقاد وکړ: »نورو کړکېچونو ته د پام اړولو له کبله او له داسې تورونو څخه په وېرې چې ګويا د مرستو له لارې د طالبانو ملاتړ کوي، بسپنه ورکوونکي بې ميله برېښي چې د ملګرو ملتونو غږ ته سخاوتمندانه ځواب ووايي، او لا زړه نا زړه برېښي چې خپله هم پرمختيايي مرستې وکړي.««د نړيوالو مرستو بندیز، د افغانستان کړکېچ نور ژوروي»

دغه ډله زياتوي، سره له دې چې طالبان د اوسني وضعيت پړه پر غاړه لري، خو لويديځ هيوادونه هم مسئوليت لري، مثلا د جګړې له لارې چې پکې ښکېل ول، د زېربناوو په تخريب کې.

د کړکېچ ډله همداراز وايي چې د اقمليمي بدلون له کبله د حاصلاتو په کمښت او د افغاني دولتي شتمنۍ د کنګلېدو په پايله کې په مالي ستونزو کې هم لوېديځ هيوادونه داخل دي.تر ۳ میليونه ډېرافغان کوچنیان له سختي خوارځواکۍ کړیږي

دغه سازمان چې د بحراني سيمو په هکله تحقيق کوي، وايي چې بسپنه ورکوونکي هيوادونه بايد د ملګرو ملتونو غږ واوري او د ۴،۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په مقدار بېړنۍ مرستې چمتو کړي چې افغانستان ورته اړتيا لري. سربېره پر دې بايد مرستندويه سازمانونه د دې وړتيا ولري چې د اړتيا په صورت کې په هر ځای کې مرستې وکړي.

د کړکېچ د نړيوالې ډلې په رپوټ کې دا هم راغلي دي چې د اوږدې مودې پروژې بايد پلې شي چې ټولنيز بدلون ته لاره هواره او د اوسني ټولنيز اقتصادي کړکېچ د عواملو پر ضد لازمه مبارزه وشي.له افغانستان سره بشري مرستې د طالبانو حکومت تمویلوي؟

د رپوټ ليکونکي ټينګار کوي چې يوازې له دې لارې افغانستان ثبات موندلی او اوسېدونکي يې پياوړي کېدای شي. په خبره يې د طالبانو د مشرتابه افراطي برخې په خپلو ليکو کې سرغړونې او د عامو خلکو احتجاجونه هم لاندې کړي او د آوازو له مخې د لا زياتو فشارونو د راوستلو پلانونه لري چې دغه سياست په تېره د هيبت الله اخوندزاده له لوري اجرا کيږي.

د کړکېچ نړيواله ډله زياتوي: »کله چې  يو مذهبي مشر وغواړي چې خپل هيواد په فقر او ناپوهۍ کې وساتي، متاسفانه ډېر داسې څه نه شته چې نړۍ يې کولی شي څو هغه ودروي، البته بې له دې چې د تاوتريخوالي يوه نوې حلقه پيل شي.«

آ./ن.ص./ن.ز.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل