په اوسني وضعیت کې د متحده عربي اماراتو له خوا پاکستان ته دا ډول ډاډگیرنه ورکول د پاکستان له پاره خورا مهم گڼل کیږي. د پیسو نړیوال صندوق د مالي بستې د څو میاشتني ځنډ په سبب، د شدید مالي بحران سره مخامخ پاکستان له پاره چې اقتصاد یې د ډیوالي کیدو په درشل کې دی دغه مالي بسته حیاتي ارزښت لري.
شریف: مجبور یو د پیسو نړیوال صندوق سخت شرایط ومنو
د پاکستان د اقتصاد وزیر اسحاق ډار د جمعې په ورځ د ټویټر په ټولنیزه شبکه کې د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي دي چې د پاکستان دولتي بانک (سټيټ بینک آف پاکستان) د پيسو له نړیوال صندوق څخه د یو میلیارد ډالري بستې ترلاسه کولو له پاره د اړینو اسنادو پر برابرولو بوخت دی.
زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:
زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:
په همدې منځ کې د پيسو نړیوال صندوق مشرې کرستالینا جارجیوا ویلي چې تیره ورځ هم د پاکستان له دوستو هیوادونو سره د بودیجې په اړه د مالي ډاډ گیرنې ورکولو په ارتباط خبرې اترې وشوې چې هدف یې د مرستې بستې پروگرام بشپړول وو.
سعودي عربستان له خوا د ملاتړ ډاډ
تیره اونۍ سعودي عربستان هم آی ایم ایف ته ویلي چې دغه هیواد تیار دی پاکستان ته ۲ میلیارده ډالره مالي مرسته ورکړي.
د «PPP» یا مساوي قدرت خرید په پام کې نیولو سره د نړیوال وجهي صندوق IMF د شمیرو له مخې په ۲۰۱۸ م کال کې د GDP یا کورنۍ ناخالص توليد په اعتبار د نړۍ د لسو مخکښو شتمنو هیوادونو په اړه تفصيل په دې انځوریز رپوټ کې لوستلای شئ.
انځور: picture-alliance/dpa/K. Otaد روان کال تر اپريل میاشت پورې د شمیرو له مخې د مساوي قوت خرید په اعتبار د کورنۍ ناخالص توليد په پام کې نیولو سره چين په ۲۵، ۲۴ تريلونه ډالرو سره په لومړي مقام کې ځای نیولی دی.
انځور: Getty Images/AFP/F. Dufourد همدې معیار په پام کې نیولو سره امریکا متحدو ایالاتو په ۲۰،۴ تریلونه ډالرو سره دویم ځای نیولی دی. په امریکا کې د تیرکال په پرتله د اقتصادي ودې کچه ۵،۳ سلنه ده.
انځور: Getty Images/J. Swensenد دې معیار په پام کې نیولو سره هندوستان په ۱۰،۴ تریلونه ډالرو سره په دې نوملړ کې په دریم مقام کې ځای نیولی دی. د نړیوال وجهي صندوق په حواله د هند د اقتصادي ودې کچه د تیرکال په پرتله تر ۹،۸ سلنو هم لوړه ده.
انځور: APجاپان له ۵،۶ تریلونه ډالرو او د تیرکال په پرتله د داخلي ناخالص تولید په برخه کې له ۳،۵ سلنه زیاتوالي سره څلورم ځای نیولی دی.
انځور: Getty Images/AFP/T. Yamanakaد نړیوال وجهي صندوق په حواله آلمان د ۲۰۱۸م کال تر اپريل میاشتي پوري (Purchasing Power Parity) یا قوت خرید په اعتبار سره کورنۍ ناخالص تولید یا جي ډي پي یې ۴،۳۷ تریلونه ډالره په داسې حال کې چې د اقتصادي ودې کلنۍ کچه یې ۵ سلنه ته نږدې دی.
انځور: Getty Images/AFP/T. Schwarzروسیه په دې نوملړ کې شپږم ځای لري چیرې چې د مساوي قوت خرید په اعتبار سره جي ډي پي ۴،۱۷ تریلونه ډالره او د تیر کال په پرتله یې د اقتصادي ودې کچه تر ۴ سلنه زیاته وه.
انځور: Getty Images/AFP/A. Smirnovپه اووم نمبر انډونیز هیواد دی چې د تیرکال په پرتله د اقتصادي ودې کچه ۷،۷ سلنه ده، په داسې حال کې چې جي پي ډي یې ۳،۵ تریلونه ډالره وه.
انځور: DW/T. Siregarبرازیل په ۳،۳۹ تریلونه ډالرو او ۴،۶ سلنه کلنۍ اقتصادي ودې سره د نړیوال وجهي صندوق یا آی ایم اف په حواله په نړۍ کې اتم ځای نیولی دی.
انځور: Reuters/R. Moraesبریتانیا په دې نوملړ کې په ۳،۰۳ تریلونه ډالرو سره په نهم ځای نیولی دی. په دې هیواد کې د اقتصادي ودې کچه ۳،۹ سلنه ثبت شوی ده.
انځور: picture-alliance/empics/K. O'Connorله ۲،۹۶ تریلونه ډالرو سره فرانسه دریم اروپایې هیواد دی چې د لسو مخکښو اقتصادي هیوادونو په کتار کې یې ځای نیولی دی او د تیرکال په پرتله یې د اقتصادي ودې کچه ۴،۴ سلنه وو.
انځور: Reuters/A. Bernsteinپاکستان په دې نوملړي کې ۲۵ مقام خپل کړی دی. په دې هیواد کې د کورنۍ ناخالص تولید اندازه ۱،۱۴ تریلونه ډالره اټکل شوې ده، چې د تیرکال په پرتله په کښې ۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Zaklin پاکستان د بهرنیو اسعارو ډېره کمه زیرمه لري او د پیسو له نړیوال صندوق څخه د ۱،۱ میلیارده ډالره پور ترلاسه کولو په تمه دی. د دغو پيسو ورکړه د تیر کال له نومبر میاشتې راهیسې د مالیاتي تگلارو د سمون په سبب ځنډول شوی و.
په پاکستان کې مالیې وضع کولو ته اړتیا
په فیبرورۍ میاشت کې د پاکستان د مالېې وزير اسحاق ډالر ویلي وو چې د پیسو نړیوال صندوق په لارښوونه به په پاکستان کې د ۱۷۰میلیارده پاکستاني کلدارو په ارزښت نوي مالیې وضع کړای شي. په ورته وخت کې هغه له آي ایم اف څخه د ۱،۲ میلیارده ډالره پور ترلاسه کولو هیله څرگنده کړې وه.
د پيسو نړیوال صندوق اوکراین سره د ۱.۳ ميليارډ ډالرو بېړنۍ مرستې اعلان وکړ
اسحاق ډالر په هغه وخت کې دا هم ویلي ول چې د پیسو نړیوال صندوق پر پترولي مصنوعاتو یا نفتي تولیدواتو د توکو او خدماتو مالیې نه وضع کولو غوښتنه هم منلې ده، خو د اضافي مالیې وضع کولو پر اړتیا یې ټینگار کړی دی چې له مخې یي په مارچ او اپریل میاشتو کې د ډیزل او پترول په قیمتونو کې د پنځه پنځه پاکستاني روپیو مالیې لوړول شامل وو.
آژانسونه: ش.ن/ن.ز