1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کې د يورانيمو ۲۰ سلنې غني کولو ته نړيوال غبرګونونه

۱۳۹۹ دی ۱۶, سه‌شنبه

چين او جاپان، د ايران له خوا د يورانيمو د ۲۰ سلنې غني کولو اقدام، د انديښنې وړ بللی دی. چين، له دواړو خواو څخه د زغم غوښتونکی شوی دی. امریکا بیا دغه اقدام د تهران له لورې «اتومې باج اخيستل» ګڼلی دی.

Iran Uran-Anreicherung IR6 Zentrifugen
انځور: SalamPix/abaca/picture alliance

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت، د ايران له خوا د يورانيمو د ۲۰ سلنې غني کولو اقدام، غندلی او دا يې «اټومي باج اخیستل» ښودلی دی. د فرانسې خبري آژانس د يوه رپوټ او د ياد وزارت د يوه وياند له قوله چې نوم يې نه دی افشا شوی، د ايران دغه اقدام، د «اټومي باج اخیستلو د مخته وړلو له پاره ښکاره هڅې» ښودلي چې په وينا يې «هيڅ کله به کوم ځای ونه نيسي.»

د چين د بهرنيو چارو وزارت هم د سه شنبې په ورځ (د جنوري ۵مه) وويل چې د ايران د اټومي پروګرام مسئله، يوې حساسې مرحلې ته رسيدلې ده او «په شديده توګه پيچلې ده.»

د رويترز خبري آژانس د رپوټ په حواله، د چین د بهرنيو چارو وزارت وياندې، هوا چون يينګ وويل چې دغه هيواد له ټولو ښکيلو خواو څخه غواړي چې له زغم څخه کار واخلي او خپله آرامتيا حفظ کړي. چين دغه راز له هغوی څخه غوښتي تر څو اټومي توافقاتو ته ژمن پاتې او له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې د وضعيت د لا خرابيدو سبب گرځي.

د چين دغې چارواکې د دغې مسئلې د حل له پاره پر ډيپلوماټيکو هلوځلو ټينګار کړې دی. هغې په پيکينگ کې په يوه خبري غونډه کې وويل: «د ټولو ښکيلو خواو له پاره فوري اقدام دا دی چې دوی امريکا پرته د کوم قید او شرطه څخه د ايران د اټومي پروګرام د بيرته راګرځولو او ټولو اړوندو تحريمونو لرې کولو ته چمتو کړي.»

د فردو له سايت څخه د سټلايت په ذریعه اخیستل شوی انځور (د آرشيف انځور) انځور: picture-alliance/dpa

د جاپان حکومت تر ټولو لوړ رتبه ویاند هم اعلان وکړ چې دغه هيواد د ايران د يورانيمو د شل سلنې غني کولو پروګرام په اړه ژوره انديښنه لري. کاتسونوبو کاتو خبريالانو ته وويل: «د جاپان حکومت د ايران دغه اقدام ته سخت انديښمن دی او دا د اټومي توافق نقض ګڼل کيږي.»

د اټومي انرژۍ نړيوال آژانس، د دوشنبې په ورځ وروسته له هغې چې ايران په فردو اډه کې د یورانيمو د ۲۰ سلنې غني کولو له پيل څخه خبر ورکړ، وويل. «ايران نن د U-235 يورانيم تزريق چې تر دې مخکې تر ۴.۱ سلنې پورې غني شوي ول، د فردو سايت په شپږو آبشارونو کې د ۲۰ سلنې غني کولو له پاره پيل کړ.»

په دغه آژانس کې د روسيې استازي، د ياد خبر تر خپريدو وروسته وويل چې مسکو د ايران د دغه اقدام په تړاو دومره «ليواله» نه دی، خو په عين حال کې يې ټينګار وکړ چې «د موضوع د لويې ښودنې له پاره کوم دلیل نشته.» ميخائيل اولیانوف پر خپل ټويټر ليکلي: «د ايران اټومي پروګرام په خپل حال په بشپړه توګه شفاف او د ښه سنجش وړ دی. موږ بايد د اټومي توافق د بيرته راګرځولو پر لارو چارو تمرکز وکړو.»

هاخوا د اسرائيل لومړي وزير، بنيامين نتنياهو، هم د ایران دغه اقدام په کلکه غندلی او ويلي يې دي چې دغه اقدام دا ثابتوي چې ايران د اټومي بم جوړولو په لټه کې دی. خو ايران په پر له پسې توګه دغه تور رد کړی دی.

اروپايي اتحاديې هم د ايران له خوا د يورانیمو د ۲۰ سلنې غني کولو اقدام، «د ایران د اټومي پروګرام د ژمنو نقض» بولي.

دويچه وله ف/م.ک.ص./ن.ز.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل