1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښوونکي نړېواله ورځ، افغان ښوونکي څه وايي؟

۱۳۹۹ مهر ۱۳, یکشنبه

د اکتوبر ۴مه د ښوونکي نړېوالې ورځې سره برابره ده، پلازمینه کابل او ولایتونو کې هم دا ورځ ولمانځل شوه. خو ایا افغان ښوونکي له خپلو دندو خوښ دي؟

Afghanistan - Schule - Mädchen
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Anwar Danishyar

د کابل د یوه ښوونځي ښوونکی شفیق الله الکوزی سهار د لمر څرک سره سم، پر بایسکل ښوونځي ته ځي.

نوموړي دویچه ویله ته وویل، په خپله دنده ویاړي ځکه د نوي نسل د روزنې دروند مسئولیت کې ځان بریالی ګڼي.

«زه له همدغه احساس سره سهار وختي له خوبه پاڅیږم چې د ورځې په اوږدو کې به هغه څه تر زده کونکو رسوم چې په خپل تحصیلي ژوند کې مې زده کړي. مادي امکانات نشته خو ما خپله دنده د همدغه احساس پر بنسټ پيل کړې او دوام ورکوم.»

دغه ښوونکی زیاتوي چې په هر درسي ساعت کې یې زده کونکي په تمه وي، چې استاد به یې بیا له کومو نویو روزنیزو موادو سره ټولګي ته ورځي، چې د زده کونکو دغه لیوالتیا هغه ته ځواک ورکوي.

د ښوونکي ورځ

نن یکشنې د اکتوبر ۴مه چې د تلې یا میزان ۱۳مه کیږي، د ښوونکي له نړېوالې ورځې سره برابره ده.

افغان پلازمینه کابل او ولایتونو کې زده کونکو د ښوونکو نړېواله ورځ ولمانځله او ډیرو یې خپل ښوونکي په ډالیو ونازول. د کابل د یوه ښوونځي ښوونکې رحیمه تقدسي دویچه ویله ته وویل:

«نن زده کونکو د ښوونکي ورځ ولمانځله، له خپلو ښوونکو د مننې په پار او دغه راز خپلو ښوونکو ته د درناوي په موخه یې دا ورځ ولمانځله.»

د ښوونځي دې ښوونکې په افغانستان کې د ښوونکې دنده له سختیو او کړاونو ډکه وبلله.

کم معاش، سخت ژوند او سخته دنده

سره له دې چې ښوونکو ته د يوه نسل د روزنې دروند مسئولیت ورپه غاړه شوی او تر سختو شرایطو لاندې خپلې دندې کوي، خو ویل کیږي چې له مادي اړخه تر ټولو کم امتیاز لري.

انځور: picture alliance/Photoshot/M. Arghand

ښوونکې رحیمي په دې اړه وویل: «د پارلمان وکیل، رییس، وزیر یا هرڅوک چې هر کاره دی، له بده مرغه چې معاش یا تنخوا یې تر معلم یا ښوونکي ډیره لوړه ده.»

د دې ښوونکې پروینا د نړۍ په ډيری هېوادونو کې د ښوونکي یا معلم معاش د ډېرو نورو برخو له کارمنانو لوړ دی، خو افغانستان کې بیا دا هر څه سرچپه دي. افغان حکومت د هر ښوونیز کال په پيل او یا هم د ښوونکي پر ورځ له ښوونکو سره نوې نوې ژمنې کوي، خو ښوونکي بیا د چارواکو پر دغو تکراري ژمنو بې باوره شوي. ښوونکي شفیق الله الکوزي په دې اړه وویل:

«د بیلګې په توګه مونږ سره ژمنه شوې وه چې معاشونه به مو لوړ شي، د سرپناه لپاره به ځمکې درکړل شي، خو دا ټولې ژمنې یواځې د کاغذ پرمخ پاتې دي.»

د ښاغلي الکوزي پروینا د ښوونکي د ژوند، معاش او دندې له کړاؤ ډک وضعیت په افغانستان کې د ښوونیز او روزنیز نظام کیفیت هم خورا راټیټ کړی، چې ددغه وضعیت دوام به د افغانستان د پوهنیز نظام په خورا سخت زیان تمام شي.

چارواکي څه وايي؟

هاخوا د افغانستان د پوهنې ځای ناستې وزیرې رنګینه حمیدي د ښوونکي نړېوالې ورځې په ویاړ د هېواد ټولو ښوونکو ته مبارکي ویلې. دې په خپل پيغام کې ښوونکو ته ویلي:

«ستاسو هڅي به یو داسي نسل وروزي چې د علم، مهارت او مثبت ذهنیت په لرلو به د خپل ځان، کورنۍ، خلکو، هیواد او بشریت ته خدمت وکړي او جاري صدقه به یي تل تاسو ته رسیږي.»

اغلې حمیدې نه دي ویلي چې د ښوونکو د ژوند ښه کېدا لپاره به نوي ګامونه څه وي، خو د کرونا بحران څخه وروسته یې له ښوونکو غوښتي چې د نوي نسل روزنې ته پاملرنه ډیره کړي.

اسماعیل شاکر – کابل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل