1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د بيان آزاديآسیا

ایران: له ۶۰ ساعتونو ډیر وخت راهیسې انټرنټ بند دی

احمد حکيمي | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۴ دی ۲۱, یکشنبه

په ایران کې د لاریونونو پرمهال د انترنیت شبکې بندیز له دوه ورځو اوښتی دی. د نیټ بلاکس سازمان چې نړۍ کې انترنت ته لاس رسی څاري، د یکشنبې په سهار ویلي چې د ۶۰ ساعتونو راهیسې ایران کې انترنیت بند دی.

د ایران په مشهد ښار کې مظاهره کوونکي
ایران کې د حکومت ضد مظاهرو لړۍ دوام سره هم مهاله انټرنټي خدمات بند ديانځور: SOCIAL MEDIA/REUTERS

په ایران کې د پراخو اعتراضونو په ترڅ کې لګول شوی انټرنېټي بندیز له دوه نيمو ورځو وروسته هم په دغه هیواد کې دوام لري. د «نېټ ‌بلاکس» سازمان د یکشنبې (د جنورۍ میاشتې ۱۱ نیټه)سهار پر ایکس ټولنیزه شبکه کې ویلي، چې په ایران کې د انټرنېټ لاسرسی اوس له ۶۰ ساعتونو زیات وخت راهیسې بند دی.

 دغه سازمان زیاته کړې: «دا [انترنتي] سانسوري اقدام د هېواد د راتلونکې له پاره په یوه ټاکونکې شېبه کې د ایرانیانو د امنیت او هوساینې پر وړاندې مستقیم ګواښ دی.»

د شنبې په ماښام، په ایران کې یو ځل بیا ګڼ شمېر ایرانیان د هېواد د مشرتابه پر ضد سړکونو ته راووتل. د پلازمېنې تهران په شمال کې مظاهره‌ کوونکو په ۱۹۷۹ کال کې د نسکور شوي شاه د کورنۍ د ملاتړ شعارونه ورکړل.

په ایران کې اعتراضونه د ډسمبر په پای کې د خراب اقتصادي وضعیت پر وړاندې د خلکو له قهره پیل شول. د جمعې شپې مودې پورې په ایران کې د اعتراضونو له پیل راهیسې تر ټولو سترې مظاهرې شوي. په څو ښارونو کې مظاهره‌ چیانو د مذهبي او سیاسي مشرتابه پر ضد توند شعارونه ورکړل.

تر دې وروسته ایراني چارواکو په ټول هېواد کې پر انترنت باندې بندیز وضع کړ. سره له دې،زیاته شوې چې په راتلونکي کې به هم اعتراضونه دوام وکړي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب