1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
رسنۍآسیا

افغانستان کې خواله رسنیو ته لاسرسی څومره محدود شوی؟

پروانه علی زاده | بريښنا صابر
۱۴۰۴ مهر ۱۶, چهارشنبه

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو يو شمېر اوسېدونکیو ويلي دي چې ټولنیزو رسنيو ته مستقیم لاسرسی بند شوی او يا محدود شوی دی. د «نټ بلاکس» ټولنې هم تائيد کړې ده چې په افغانستان کې ټولنیزو رسنيو ته لاس رسی محدود شوی دی.

يو ځېرک موبايل چې د ټولنیزو شبکې بېلا بېل اپلېکشنونه لکه فيسبوک، واتساپ او نور پکې ليدل کيږي.
يو شمیر رسنيو د مخابراتو د وزارت د يو شمیر سرچينو له خولې رپوټ ورکړی دی چې په افغانستان کې د ټولنیزو رسنيو ځینې منځپانګې فلټر شوي دي.انځور: Mana Vatsyayana/AFP/Getty Images

په افغانستان کې د طالبانو له لوري د دوو ورځو له پاره د انترنيت تر پرې کېدو څو ورځې وروسته د دغه هېواد يو شمیر وګړو شکايت کړی دی چې ټولنیزو رسنيو ته یې لاس رسی محدود او يا هم له منځه وړل شوی دی.

د «نټ بلاکس» سازمان هم چې په ټوله نړۍ کې د انترنتي خدماتو ته لاس رسی څاري، د چهارشبنې په ورځ تائيد کړې ده چې په افغانستان کې ټولنیزو رسنیو ته لاس رسی محدود شوی دی.

اړونده موضوع: په افغانستان کې د انټرنټي او مخابراتي خدماتو قطع کیدل

د دې سازمان معلومات ښيي چې «په افغانستان کې د مخابراتي خدماتو د څو ارايه کوونکو له لارې د ټولنیزو رسنیو يو شمیر پليټفارمونو لکه انستاګرام، فیسبوک او سنپ چيت ته لاس رسی محدود شوی دی.»

يو شمیر رسنيو د مخابراتو د وزارت د يو شمیر سرچينو له خولې رپوټ ورکړی دی چې په افغانستان کې د ټولنیزو رسنيو ځینې منځپانګې فلټر شوي دي.

خلک څه وايي؟

د افغانستان پلازمېنې کابل او ځینو ولایتونو کې يو شمیر وګړو سره د دويچه ويله اړیکو وښووله چې بېلابېلو ولایتونو کې ټولنیزو رسنیو ته د لاس رسي وضعيت يو ډول نه دی.

په داسې حال کې چې يو شمیر وګړو ويلي، چې رسنيو ته لاس رسی لري؛ ځینو بيا دا هم ويلي دي چې خواله رسنۍ بې له «وي پي ان» نه شي کارولی.

د کابل يوه اوسيدونکي وويل: «انترنټ نه دی بند خو يو شمیر رسنۍ بې له وي پي ان کار نه ورکوي. لکه فيسبوک، انستاګرام، سنپ چيت، يوټيوب، واتساپ او نور.» هغه زیاته کړې چې ځيني وخت ايکس هم کار نه کوي.

ه دې لارې موږ ته ايمیل يا بريښنا ليک استولی شئ. موږ درته بيا د سايفون د ډاونلوډ در ليږو.

د کونړ يوه اوسيدونکي وويل، چې واتساپ بې له فیلټر ماتوونکي کار کوي؛ خو فيسبوک او نورې رسنۍ بيا بې له وي پي ان څخه کار نه کوي. 

 د ننګرهار ولايت يوه اوسيدونکي هم ویلي، چې ټولنیزې شبکې پرته له وي پي ان يا «فلتر ماتوونکي» څخه په جلال آباد کې کار کوي خو انټرنټ ډېر ضعيف دی. 

خو د هرات له اوسيدونکو څخه یې يوه دويچه ویله ته وويل چې ټولنیزو رسنیو ته پر لاس رسي محدوديت نه دی وضع شوی او کولی شي چې د افغان تليکام د انترنت پر مټ په خپل موبايل کې ټولنیزو رسنيو ته لاس رسی ولري.

په افغانستان کې د انټرنټي خدماتو د پرې کیدو اغیزې

24:00

This browser does not support the video element.

د هرات يوه بل اوسيدونکي هم تائيد کړې چې د روشن له سيم کارت سره ټولنیزو رسنيو ته لاس رسی لري او همدا د نورو ټولنیزو رسنیو محتوا ته په لاس لرلو کې هم ستونزه نه لري.

دا ښايي په دې پورې هم اړه ولري چې خلک د کوم شرکت له سيم کارت څخه استفاده کوي. نټ بلاکس ټولنې ويلي دي چې دا محدوديت د ځینو انترنتي خدماتو پر وړاندې کوونکو لګيدلی دی خو دغه شرکتونه مشخص شوي نه دي.

د طالبانو ویاندويانو تر اوسه د ټولنیزو رسنیو د فلتر کولو په اړه نظر نه دی څرګند کړی.

دويچه ويله هڅه وکړه چې د طالبانو د ادارې د مخابرات وزارت د وياند نظر واخلي خو تر اوسه یې په دې اړه تکراري اړیکو ته ځواب نه دی ویلی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل