1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران په يوه اوونۍ کې ۲۸ زره افغانان شړلي دي

۱۴۰۰ آبان ۲۱, جمعه

مرستندويه سازمانونو او عيني شاهدانو ويلي دي چې ايران هره اوونۍ په لسونو زره افغان کډوال بيرته افغانستان ته استوي. افغانستان له قحطۍ او د لوږې له شديد بحران سره لاس او ګريوان دی.

Iran Afghanische Flüchtlinge | NRC Jan Egeland
انځور: LAILA MATAR/NRC/AFP

په افغانستان کې له لسیزو راهيسې د روان بحران په ترڅ کې په ميليونو افغانان د تاوتريخوالي او ناوړه اقتصادي وضعيت له کبله خپل غربي ګاونډي ايران ته مهاجر شوي دي.

د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو وروسته په افغانستان کې وضعيت نور هم خراب شوی دی او د بهرنيو مرستو د درېدو له کبله د دغه هېواد نيمايي نفوس د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دی.

خو پر دې بوږنونکو شرايطو سربیره ايران د افغان کډوالو د شړلو لړۍ ته ادامه ورکړې ده. بيرته استول شويو افغانانو له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې د مهاجرو کمپونه ډېر ډک او چټل دي. ځينو یې ويلي چې د بیرته استول کيدو دمخه وهل ټکول شوي دي.

د عبدالصمد په نوم يوه ۱۹ کلن ځوان چې تر اخراج دمخه په ایران کې په ساختماني کارونو بوخت وو، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي: «هغوی موږ ته د انسان په سترګه نه کتل.»

هغه زياته کړه چې ايراني چارواکو هغه د مهاجرو په يوه کمپ کې له دې کبله وهلې ټکولی چې د بیرته ستنېدو له پاره یې پېسې نه لرلې.

د صمد او نورو راستنو شويو افغانانو دا څرګندې د خپلواکو سرچينو له خوا نه دي تائيد شوي او د ملګرو ملتونو د مرستو سازمانه نه غواړي د دې پېښو په اړه جزيات په ډاګه کړي.

د مهاجرت نړيوال سازمان وايي چې په روان میلادي کال کې يو میلیون، ۳۱ زره او ۷۵۷ مهاجر له ايران څخه بيرته ستانه شوي دي. د دې سازمان په حواله يوازې د اکتوبر مياشتې په پای کې ۲۸ زره افغانان له ايرانه بيرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د مهاجرت نړيوال سازمان عمومي مشر انتونيو ويتورينو د ېوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي دي چې له ایران څخه په مخ پر ډېریدونکې توګه د مهاجرو بيرته استول به هغه ستونزې چې افغانستان ورسره مخ دی، نورې هم ډېرې کړي.

هغه وويل چې زياتره مهاجر بيرته استول شوي، اخراج شوي او په افغانستان کې په ډېر ناوړه وضعيت کې دي چې روغتيايي مرستو او خوراک ته اړتیا لري.

د ایران او ترکیې په سرحد کې افغان مهاجرانځور: Ozan Kose/AFP/Getty Images

د مهاجرت نړيوال سازمان چې پر پوله له بيرته ستنو شويو مهاجرو سره مرسته کوي، د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې په تېره يوه میاشت کې ۳۲۰۰ بې سرپرسته ماشومان بيرته استول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرو چارو عالي کميسارۍ له ټولو هيوادونو غوښتي دي چې په افغانستان کې روان «ډېر بې ثباته وضعيت» ته په کتو سره دې د افغانانو اجباري اخراج ودروي.

په اکتوبر میاشت کې يوې ايراني رسنۍ په ملګرو ملتونو کې د ايران د استازي مجيد تخت روانچي له قوله ويلي ول: «موږ زياتره وخت د خپلو افغانانو ورونو کوربتوب په خپله کوو پرته له دې چې له نړيوالي ټولنې څخه نوې مرستې ترلاسه کړو.»

او روښانه کړې وه: «پر خوراکي موادو، خیمو، درملو او د زده کړو پر امکاناتو سربيره، موږ دې مهاجرو ته د کرونا واکسين هم برابر کړي سربيره پر دې چې د امریکا متحده ایالاتو له خوا د يو شمير غير قانوني بندیزونو سره هم مخ يوو.»

خو د ايران د دولتي رسنۍ «تهران تايمز» په حواله د ایرن د کورنيو چارو وزير احمد وحيدي تېره مياشت ويلي ول چې له افغانانو یې غوښتي دي چې ايران ته دې نه راځي ځکه چې «زموږ ظرفيتونه هم محدود دي.» خو هغه ويلي ول چې د هغو کسانو سره چې ځانونه يې د ایران سرحد ته رسولي دي، «په مینه او درناوي ورسره بايد چلن وشي.»

د ملګرو ملتونو د مهاجرو د عالي کمیسارۍ د يوه رپوټ پر اساس په ۲۰۲۰م کال کې ۳،۴ ميليونه افغانانو په ايران کې ژوند کاوه چې د دوی له جملې څخه یې د دوو میليونو په شا او خوا کې له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي او ۸۰۰ زره د مهاجرو په توګه ثبت دي.

تېره میاشت ملګرو ملتونو اعلان کړی وو چې افغانستان د يوه سخت بشري بحران په درشل کې دی او د دغه هيواد تر نیمايي ډېر نفوس بيړنيو خوراکي مرستو ته اړتيا لري.

ايران خپله هم د امريکا متحده ایالاتو د بندیزونو او کرونا وبا د خپريدو له کبله د سختو اقتصادي مشکلاتو سره لاس او ګريوان دی.

د «ناروې د مهاجرو شورا» عمومي رئيس یان ايګلند چې روانه اوونۍ ايران ته سفر کوي، وويل: «له ايرانه باید د دې انتظار ونه شي چې په هغه ناچيزه مرسته چې نړيواله ټولنې یې کوي، د دومره ډېرو افغانانو کوربتوب وکړي.»

هره ورځ تر ماسپښين وروسته په ستړو او بدحاله کورنيو بار بسونه له ایران څخه اسلام قلعه ته رسیږي. د فرانسې خبري آژانس له کابو ۲۰ بيرته ليږدول شويو افغانانو سره خبري کړي دي. هغوی وايي چې هغه څوک چې افغانستان ته د ستنېدو پېسې یې نه لرلې، په کمپونو کې ساتل شوي دي.

ټولو هغو بيرته ستنو شويو مهاجرو چې له دې خبري آژانس سره یې خبري کړي دي، د ایران د سرحدي ساتونکو د ناوړه چلن څخه شکايت کړی دی. له دوی څخه د مجيد په نوم يوه کس وویل چې سرحدي مامورينو د هغه ګرځنده تليفون ترې اخیستی او نه يې غوښتل چې د وضعيت عکس او يا ويډيو واخیستله شي.

مجيد زياته کړه: «په کمپ کې ګڼه ګوڼه ډېره ده. هغوی چې د ډوډۍ پېسې نه لري، يوازې پاتې شوې ډوډۍ خوري.»

عبدالصمد چې بیرته افغانستان ته استول شوی، په سرحد کې یې فرانسې خبري آژانس ته ويلي: «موږ دلته سرګردانه يوو. نه پوهيږو چې څرنګه بيرته کورونو ته د رسيدو له پاره پېسې پيدا کړو.»

ب. ص/ ن. ز (AFP)