د ایران پارلمان د دغه هېواد له کرنسۍ ریال له بانکنوټونو د څلورو صفرونو د لرې کولو طرحه تصویب کړه. په نوو بانکنوټونو کې به د ۱۰زرو ریالو پر ځای یو ریال وي.
د نوي پلان له مخې، اوسني د ۱۰زرو ریالو بانکنوټ پر ځای به د یو ریال بانکنوټ چاپ شيانځور: Fatemeh Bahrami/Anadolu/picture alliance
اعلان
د ایران د مقننې قوا د وېب پاڼې پر اساس، د ایران پارلمان د دغه هېواد د بانکنوټونو د ساده کولو په موخه له هغو څخه د څلورو صفرونو د لرې کولو طرحه تصویب کړه. پارلمان دغه طرحه چې د اوږدې مودې له پاره ځنډول شوې وه د یو پارلماني کميسیون تر وړانديز دوه میاشتې وروسته تصویب کړه.
د نوي پلان له مخې، اوسني د ۱۰زرو ریالو بانکنوټ پر ځای به د یو ریال بانکنوټ چاپ شي.
د نوو او زړو بانکنوټونو دواړه نخسې به درې کاله پورې چلش ولري او مرکزي بانک ته دوه کال وخت ورکړل شوی چې د انتقال دوره په لاره واچوي.
دا په داسې حال کې ده چې د تور بازار د تعقیبوونکو پر اساس، په وروستیو ورځو کې د ایراني ریال ارزښت پر ایران د ملګرو ملتونو سازمان د بیا ځلې تحریمونو له کبله خپل تر ټولو ټیټ حد ته راښکته شوی دی.
بریتانیا، فرانسې او آلمان چې د ایران د ۲۰۱۵م کال مخ پر زوال اټومي پروګرام لاسلیک کونکي هېوادونه دي، تېره میاشت ېې پر ایران د نړېوالو تحریمونو د بیا لګولو له پاره د «ماشې میکانیزم» فعال کړ.
د فرانس پریس د رپوټ پر اساس، د یکشنبې په ورځ (د اکتوبر ۵مه) یو امریکايي ډالر په نژدې ۱میلیون او ۱۱۵ لکه ایراني ریالو معامله کېده. د اګست میاشتې په سر کې کله چې د بانکنوټونو د اصلاح طرحه له سره وړاندې شوه، یو ډالر په ۹لکه او ۲۰زره ریالو معامله کېده چې ۱۹۵زره تفاوت ښيي.
د ایران په ملی بانکنوټونو کې د بدلون طرحه د لومړي ځل له پاره په ۲۰۱۹م کال کې مطرح شوه، خو وروسته بېرته څنډې ته کړل شوه.
د پارلمان له خوا تصویب شوې طرحه لا هم نهايي نده او د ایران د نګهبان شورا او د ولسمشر مسعود پزشکیان لاسلیکونو ته اړتیا لري.
ایرانیان په ورځني ژوند کې په اکثرو پولي معاملاتو کې د ریال یو صفر له پامه غورځوي او له حاصل شکل څخه ېې استفاده کوي چې تومان یې بولي.
له آرشیف څخه:
امریکايي ډالر چیري او څنگه چاپیږي؟
«د حکاکي او چاپ اداره» د هغي مؤسسې رسمي نوم دی چي په واشنگټن کي د دغه هیواد رسمي پیسې، یعني ډالر بانکنوټونه چاپوي. د عکسونو په دغه البوم کي به د نوموړي مؤسسې او د ډالر چاپولو له بهیر سره آشنا سوو.
انځور: DW/Marek/Steinbuch
«د پیسو جوړولو فابریکه»
«د حکاکي او چاپ اداره« (BEP) په امریکا متحده ایالاتو کي د پیسو د تولید تر ټولو لویه فابریکه ده. د دغي ادارې ودانۍ د نوي کلاسیک په بڼه چي د آهک له ډبرو جوړه او سترې پايي لري، یوې ټينګي کلا ته ورته ده.
انځور: DW/Marek/Steinbuch
ډالري ساعت
ټوله ودانۍ د هغه محصول یادونه کوي چي پکښي تولیدیږي. حتی د هغه لوی ساعت د اعدادو پر ځای چي پر یوه دیوال ځوړند سوي هم د ډالرو نوټونه نښلول سوي دي.
انځور: DW/Marek/Steinbuch
تر ټولو دمخه امنیت
د دغي ادارې د کارکوونکو امنیت ځانگړی اهمیت لري. سړی کولای سي د هغې هره دستگاه، د سنسورونو او یا هم یوې سرې توکمې په مرسته له کاره واچوي.
انځور: DW/Marek/Steinbuch
استولو ته آماده
دستگاه نوټونه شمېري او تنظیموي. وروسته د سلو نوټونو ۱۰ بستې د پلاستیک په مرسته بسته بندي کیږي. یو کارگر پلاستیکي بستې یو پربل اوډي او بلاخره ټوله په یوې کراچۍ کي اچوي. دغه بانکنوټونه تر هغه پوري چي مرکزي بانک ته نه وي تحویل سوي او د هغوی د سریال شمیره پولي سیستم ته نه وي داخله سوې، هیڅ ډول ارزښت نه لري.
انځور: DW/Marek/Steinbuch
له کنایو ډک طنزونه
دلته هم طنز او شوخي ده او هم د وطن پرستۍ سمبولونه، د هغې له ډلي څخه د امریکا بیرغ چي په هرځای کي په بیلابیلو ډولونو لیدل کیږي.
انځور: DW/Marek/Steinbuch
دلته چاپیږي
د اومو بانکنوټو کاغذونه د چاپ په ماشین کي ایښودل کیږي. کله چي د چاپولو کار پیلیږي، نو زړه بوږنوونکی ږغ ټوله فضا ډکوي.
انځور: DW/Marek/Steinbuch
د جعلي پنځوسي پرځای، واقعی شلگون
د ډالرو په چاپخانه کي۲۰ ډالري لوټ چاپیږي. د کاغد له هري پاڼي څخه ۳۲ شل ډالري بانکنوټونه تولیدیږي. په دې ډول له بانکنوټونو له هر ۱۰ زرو پاڼو څخه، ۶ میلیونه او ۴۰۰ زره ډالر تولیدیږي.
انځور: DW/Marek/Steinbuch
د بانکنوټونو د تولید د لومړنۍ څانگي مسؤل
د امریکا متحده ایالاتو »د حکاکي او چاپ اداره« په مجموع کي د بانکنوټونو په مخ او شا کي له درو رنگونو څخه کاراخلي. د بانکنوټونو د تولید د لومړنۍ څانگي مسؤل، جیمز ساثرلند دی. په دغه څانگه کي، د بانکنوټونو شا او مخ په آفست ډول رنگیږي.
انځور: DW/Marek/Steinbuch
هرڅه زرغونیږي
زرغون رنگ یو له مهمو او په عین حال کي د ډالر د بانکنوټونو یوه تر ټولو پخوانیو امنیتي ځانگړتیاووڅخه شمیرل کیږي. د دغه رنگ د جوړیدو طرز پټ او په انحصاري ډول ثبت سوی دی.
ادمجیا د دغه رنگ په جوړولو پوهیږي. هغه د نقشونو مسؤل دی. هغه دستگاه چي ادمجیا ورباندي کارکوي، په ساعت کي د بانکنوټونو د ستر کاغذ پر لسو زرو پاڼو باندي کاري ظرفیت لري.
انځور: DW/Marek/Steinbuch
د مرمۍ ضد ښیښو له شا څخه ننداره
هرکال شاوخوا یو میلیون مینه وال، په کنترول سوي ډول د ډالرو د بانکنوټونو د تولید له بهیر څخه لیدنه کوي. د جزیاتو تشخیص، د مثال په ډول د بانکنوټونو د امنیتي نخ یا هولوگرام د زیاتولو بهیر، د هغو ننداره کوونکو له پاره چي د مرمۍ ضد ښیښو ترشا ناست دي، تقریباً ناممکن ښکاري.
انځور: DW/Marek/Steinbuch
په تجرۍ کي د هغو وچول
بانکنوټونه د درو ورځو له پاره په یوه تړلي او تر څارني لاندي اطاق کي ایښودل کیږي تر څو وچ سي. هره ورځ په مجموع کي د ۵۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت بانکنوټونه تولیدیږي. د هر بانکنوټ د کاغذ او تولید لگښت ۳،۶ سينټه ده.
انځور: DW/Marek/Steinbuch
په آرامۍ سره د کیفیت کنترول
ځانگړې دستگاه په یوې بادپکې سره د بانکنوټونو لوی کاغذونه تنظیموي. بانکنوټونو ته د سریال شمیرې وراضافه کیږي، پر هغوی باندي مُهرونه لگول کیږي او ستر کاغذونه په آخره کي ټوټه ټوټه کیږي. د کنترول د څانگي کارکوونکي، د بانکنوټونو د چاپ کیفیت او تولید په منظم ډول ترڅارني لاندي لري.
انځور: DW/Marek/Steinbuch
دوه کسیز کنترول
په امنیتي څانگه کي هیڅ څوک اجازه نه لري یوازي کار وکړي. هغه تابلو چي په دغه څانگه کي ځړول سوې پر دې ټینگار کوي چي په دغه څانگه کي باید تل دوه کسه په عین وخت کي کار وکړي. علاوه پر دې د دغي چاپخانې د کارکوونکو عاید په اوسط ډول په کال کي ۹۳ زره ډالر دی. دا په امریکا کي د متوسط عاید تقریباً دوه برابره دی.