1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران اسرائیل سره دهمکارۍ په تور ۲۰ کسان نيولي

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ اسفند ۲۴, یکشنبه

ایراني چارواکي وايي چې شل کسان ېې اسرائیل ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي. د ایران ځايي رسنیو رپوټ ورکړی چې دغه کسان د ایران به شمال لويديځ کې د یو لړ عملیاتو په جریان کې نیول شوي دي.

آرشیف، د انځور نېټه: د ۲۰۲۶م کال د جنوري میاشتې ۱۲مه - د ایران امنيتي ځواکونه په تهران کې د یوې مظاهرې له پیل دمخه چمتوالی نیسي
ایراني چارواکي وايي چې شل کسان ېې اسرائیل ته د جاسوسۍ په تور نیولي ديانځور: Morteza Nikoubazl/NurPhoto/picture alliance

د ایران ځايي رسنیو یکشنبه د مارچ ۱۵مه رپوټ ورکړ چې د ایران امنيتي چارواکو دغه افراد په شمال لویديځ ولایت، غربي آزربایجان کې نیولي دي.

فارس نیوز په خپل رپوټ کې د ایالتي څارنوال، حسین مجیدي، له قوله وايي چې دغه کسان اسرائيل سره د تړاو لرونکې ېوې شبکې پر ضد د عملیاتو په جریان کې نيول شوي دي.  

رپوټ زیاتوي چې «شل کسان وروسته له هغې ونیول او توقیف شول» چې تشخیص شول هغوی «صهیونیست دښمن» ته د پوځ، د قانون د اجرا او امنيتي ځایونو په هکله معلومات استول. ایران حکومت د اسرائېل ته د «صهیونیست دښمن» نوم کاروي.

نور ولولئ: اماراتو ته د ایران تر خبرداري وروسته خلیجي هېوادونو د نوو بریدونو خبر ورکړی

د فرانسې خبري آژانس له تهرانه د ځايي رسنیو په حواله لیکي چې ایراني چارواکو په وروستیو ورځو کې د ټول ایران په سطحه چاڼیز عملیات په لاره اچولي چې په ترڅ کې ېې په سلګونو کسان اسرائیل او امریکا متحده ایالاتو سره د همکارۍ په تور نیول شوي دي.

وروسته له هغې چې امریکا او اسرائیل د فبروري په ۲۸مه پر ایران ناڅاپی حمله وکړه او پکې د ایران مذهبي رهبر آیت الله علي خامنه ای ووژل شول، په سیمه کې جګړه ادامه لري.

لا تر اوسه د دغې جګړې د پای ته رسېدو کوم څرګ نه لګیږي.

نور ولولئ: ترمپ وايي روسیه له ایران سره «څه نا څه» مرسته کوي

د رپوټونو مطابق د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ خبرداری ورکړی چې هغه د ایران پر ضد د روانې جګړې د پای له پاره کوم توافق ته چمتو نه دی. نن یکشنبه اسرائیل بیا پر ایران نوي بریدونه کړي په داسې حال کې چې ایران بیا د اسرائیل د صدراعظم د وژلو ژمنه کړې ده.

 ایران چې د انتقام ګواښ کوي، نن یکشنبه ېې سپاه پاسداران ډلې وویل که چېرته د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو لاهم ژوندی وي دوی به ېې په پوره ځواک تعقیب او ووژني.

د ایران روحاني مشر آيت الله خامنه اي څوک وو؟

04:41

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب