ایران په عربي هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کړي
۱۴۰۴ اسفند ۹, شنبه
د ایران پوځ خبر ورکړ چې پر ایران د امریکا او اسرائیل د حملو په ځواب کې ېې په بحرین کې د امریکا یوه پوځي اډه په نخښه کړې.
د ایران دولتي خبري شبکې وویل چې په دغه حمله کې په بحرین کې د امریکا د پوځ یو لوژستيکي مرکز په توغندیو په نخښه شوی دی.
د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، ایران همدارنګه اسرائیل پر لور هم توغندي توغولي دي.
رپوټونه وايي ایران د اسرائیل او بحرین علاوه، په قطر او کويټ کې هم د امریکا پوځي تاسیسات په نخښه کړي دي.د فرانسې خبري آژانس خبر ورکوي چې ایران په دغو بریدونو کې له ډرونونو او توغنديو استفاده کړې ده.
دغه آژانس زیاتوي د ایران یو توغندي د عربي متحده اماراتو په پلازمینه کې هم لګېدلی چې يو کس په کې وژل شوی دی.
زیاته شوې چې عربي متحده اماراتو او عراق خپل هوايې حریمونه بند کړي دي.
بل لور د روسیې د ترانسپورټ وزارت هم د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ایران او اسرائیل ته ېې خپل پروازونه ځنډولي.
«په رياض کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي»
د شنبې په ورځ پر قطر او بحرین د ایران تر بریدونو وروسته د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې هم د درونو چاودنو غږونه واورېدل شول. د فرانسې خبري آژانس وايي چې په ریاض کې ېې دوو خبریالانو ورته وویل چې د درونو چاودونو غږونه واورېدل شول.