ایران وايي د ټرمپ ادارې یوه بله ډله ایرانیان اخراج کړي
۱۴۰۴ آذر ۱۶, یکشنبه
چارواکو په سپتمبر میاشت کې وویل چې امریکا متحده ایالاتو نژدې ۴۰۰ ایراني اتباع تشخیص کړي چې بېرته به خپل هېواد ته ډيپورټ شي. چارواکو ويلي وو چې له دې ډلې ۱۲۰ تنه په لومړنۍ پرواز کې د قطر له لارې پلازمېنه تهران ته لېږدول کیږي. د ولسمشر ترمپ ادارې د کار له پیل راپدېخوا د غیرقانوني مهاجرو پر اخراج تمرکز زیات کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د دسمبر ۷مه وویل چې دوی له امریکا دوهمه ډله اخراج شوو ایرانیانو رسېدو ته په تمه دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي وویل: «په راتلونکو ورځو کې به نژدې ۵۵ هېوادوال ایران ته ورسېږي... دا په وروستیو میاشتو کې ایران ته بېرته ستنېدونکې دوهمه ډله ده.» بقايي زیاته کړه چې د امریکا متحده ایالاتو له لوري دغه اخراجونه «د نړېوالو قوانينو خلاف، د سیاسی مبناو او د مهاجرت ضد پالیسو» پر اساس کیږي.
نور ولولۍ: امریکا د ېوې هوکړې له مخې سل ایرانیان اخراج کړل
ایران او امریکا په خپلو کې مستقیمې اړيکې نه لري خو بقايي وویل چې دوی د خپلو ګټو د محافظت دفترونو او یا هم د منځګړو په مرسته اړيکې تامینوي.
د ایران د فوټبال ټیم د امریکا د ویزو ستونزه
بقايي همدارنګه پر واشنګټن نیوکه وکړه چې د فوټبال نړېوال جام د قرعه کشۍ مراسمو کې د ګډون له پاره ېې د ایران د فوټبال پلاوي ټولو غړو ته ویزې نه دي ورکړي. د پچې اچونې مراسم د جمعې په ورځ د دسمبر ۵مه واشنګټن کې ترسره شول.
ویاند وویل: «موږ د امریکا د دغه تصمیم خلاف خپل اعتراض کړی چې د فوټبال نړیوال جام د پچې اچونې مراسمو له پاره ېې زموږ اعزامي ټيم ته ویزې نه دي ورکړي.»
د ایران د فوټبال فدراسیون مشر امیر مهدي علوي ويلي چې دوی د ۹ ویزو وړاندیز کړی وو خو امریکا یوازې ۴ ویزې منلي چې په هغو کې د ټیم د کوچ، اردیشیر امیر قلعه نويي، له پاره ویزه هم شامله دی. امریکا متحده ایالاتو له اوږدې مودې راهیسې پر ایراني اتباعو د ویزو صادرولو سخت محدودیتونه لګولي دي.