نوموړې ورځپاڼه زیاتوي چې د دغو بنسټونو د اطلاعاتو جزیات ښیې چې د اټومي اوبتلونو د تولید پروژه دقیق د هماغه پروګرام په چوکاټ کې ده چې ایران تر څو کاله مخکې پورې اټومي بم ته د لاس رسي په خاطر پرې کار کوي.
ایران پر ځينو شواهدو سربیره په وار وار د اتوم بم جوړولو له هڅو څخه انکار کړی دی او وایي چې د اټومي پروګرام موخه یې له اټومي انرژۍ څخه د سوله ایزو مقاصدو له پاره استفاده ده.
د اټومي اوبتلونو د جوړولو هڅې په ظاهره کې د دفاع وزارت د نوي دفاعي څېړنو سازمان (سپند) پورې متمرکزې دي چې مشر یي محسن فخري زاده، اسرائیل ته منسوب یوه برید کې د تهران په څنډه کې ووژل شو.
د «دي ولټ» په حواله په حقیقت کې د اټومي اوبتلو پر جوړولو د روان کار له پایلو څخه کیدای شي د اتومي بم د جوړولو په برخه کې هم استفاده وشي.
دغې آلمانۍ ورځپاڼې د لویدیځ استخباراتي سرچینو په حواله ویلي دي چې د اټومي اوبتلونو د جوړولو پروګرام او طرحو د جوړولو له پاره د «مرصاد» په نامه یو شرکت رامنځته شوی دی چې د محمد حسین عباباف بهبهاني په نامه یو کس یې مشري کوي.
د ایران د اټومي اوبتلونو احتمالي خطرونه
په واشنګټن کې د علومو او امنیت نړیوالې ادارې فزیک پوه دیوید آلبرایت، وايي چې په دې برخه کې یو له مهمو مسائلو څخه د اوبتلونو د تولید له پاره د اړینو اټومي ریاکتورونو او د برق د تولید له پاره د اټومي ریاکتورونو ترمنځ تفاوت دی.
په اوبتلونو کې د ځای د کمښت له امله د هغه د انجن ریاکتورونه باید ډیر کوچني، خو په عین وخت کې ډير قوت ولري او په داسې یورانیمو سره کار وکړي چې ډير غني شوي وي.
په داسې حال کې چې د انرژۍ د تامینولو له پاره اتومي بټۍ ډېر وخت له ۳ تر ۵ سلنه غني شوي یورانیمو څخه استفاده کوي، د اوبتلونو ریاکتورونه بیا په عادي ډول له ۸۰ تر ۹۰ سلنه غني شوو یورانیمو سره کار کوي. له ۸۰ سلنه پورته غني شوو یورانیمو څخه د اټومي بمونو په سرګولولو کې هم کار اخیستل کیږي.
اټومي اوبتلونه کولی شي په اونیو او حتی میاشتو تر اوبو لاندې حرکت وکړي او کولی شي د ایران شخړیز بالستیک توغندي د ډیرو لیرو اهدافو تر نږدې پورې ورسوي.
آلبرایت وایي له همدې امله د ایران اوبتلونه کیدای شي د امریکا، اروپا او اسرائیل له پاره ګواښوونکي اوسي. خو سره له دې تر اوسه پورې څرګنده نه ده چې آیا ایران د اټومي اوبتلونو د جوړولو توان لري او که نه؟
دغه امریکایي فزیک پوه په دې باور دی چې دا کار به ډیر وخت ته اړتیا ولري او ډیر مصرف لري. په داسې حال کې چې د نورو ترڅنګ پر دغه هیواد د لګول شوو بندیزونو له امله د ایران مالي امکانات ډیر محدود دي.
په ایران کې تر اوسه پورې د سپکو او نیمه درنو اوبتلونو څو نمونې جوړي شوي دي، خو دغه هیواد د تر اندازې زیاتو درنو اوبتلونو له تولید څخه چې پکې د اټومي ریاکتورونو څخه استفاده د توجیه وړ وي، ډیر واټن لري.
دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز
د نړۍ مهمې جنګي بیړۍ
په اوس وخت کې سمندري ځواکونه د نظامي قوت اصلي ارکان ګڼل کیږي. د الوتکو لیږدونکو بیړیو، سمندري بیړیو او اوبتلونو کیفیت د دغه ځواک قوت ټاکي. کوم هيوادونه له دغو برخه من دي؟ انځورونه او معلومات.
انځور: picture-alliance/dpa/SK Navy 1st Fleet Command/YNA
د تاریخ تر ټولو ګراني الوتکي لېږدونکې بیړۍ
"یو اس اس جرالد آر. فورد" پر جوړېدو ۱۳ میلیارده ډالره مصرف شوي چې د امریکا په تاریخ کې ګرانه الوتک لېږدونکې بیړۍ ده. له دغې بیړۍ څخه په عادي شرایطو کې د ورځې ۱۶۰ او په جنګې شرایطو کې بیا ۲۲۰ پروازه ممکن دي. ۹۰ بیلا بیل ډول الوتکې لکه اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې په دغه بیړۍ کې ځایږي.
انځور: picture-alliance/dpa/SK Navy 1st Fleet Command/YNA
"بېلگورود" اوبتل
دغه ستر روسی اوبتل چې ۱۸۴ متره اوږد او ۳۰ زره ټنه وزن لري، د دوو اتومي راکتورونو په واسطه حرکت کوي. دغه اوبتل تهاجمي نه دی او زیاتره د داسې کښتۍ په توګه عمل کوي چې کیدای شي د کوچنیو اوبتلونو او بې چلونکو اوبتلونو (ډرون اوبتل) د اډې په توګه ترې استفاده وشي. پر دې سربېره له دغه اوبتل څخه د «تورپیدو - پوزیدون» ډرون توغولو له پاره استقاده کیږي.
انځور: picture alliance/dpa/TASS/O. Kuleshov
"یو اس اس زموالت"
یو اس اس زموالت، جنګي بیړۍ چې له رادره هم پټیدای شي ۲۰۰ متره اوږدوالی او ۱۵ زره ټنه وزن لري او په بیلا بیلو هدایت شویو توغندیو سمباله ده. د دغه ګران بیه بیړۍ پر پاسنۍ سطح د څرخي الوتکې د ناستې امکان هم شته.
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Bukaty
"دریدنوټ ۲۰۵۰"
د بریتانیا "دریدنوټ ۲۰۵۰" په نوم بیړۍ د جوړیدو په حال کې ده. دغه عصري بیړۍ زیاتره برخې په اتومات ډول کار کوي او یوازې ۵۰ نفره عمله لري. دغه بيړۍ په بې پیلوټه الوتکو یا ډرون هم سمباله ده.
انځور: picture alliance/dpa/Startpoint 2015
د یاقوت په نوم اوبتل (Saphir)
د یاقوت په نوم اوبتل چې فرانسې جوړ کړی دی د «روبیس» اتومي اوبتلونو په کتار کې یو له کوچینو او په عین وخت کې بشپړ اوبتل شمیرل کیږي.
انځور: picture alliance/MAXPPP/J.P. Amet
آرلي برک، جنګي بیړۍ
"آرلي برک" (Arleigh Burke)، له هغو بیړیو شمیرل کیږي چې ښې، طاقت لرونکي او ډيري دي. د دغو کښتيو ۶۴ يې د متحده ایالاتو د سمندري ځواک په خدمت کي دي. آرلي برک، په ۱۹۹۱م کال کې د متحده ایالاتو په سمندري ځواک کې په خدماتو پېل وکړ او په بیلا بیلو اړخونو کې ترې کار اخیستل کیږي.