ایران تر جګړې وروسته: نازک ثبات او تباه شوی اقتصاد
۱۴۰۵ تیر ۴, پنجشنبه
په داسې حال کې چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د سولې يو موقتي تړون د ایران د جګړې د ختمیدو باعث شوی، متحده ایالاتو د ایران د تيلو د سوداګرۍ بندیزونه د اګست تر ۲۱مې نیټې پورې لېرې کړي دي.
د بندیزونو نرمول د دواړو اړخونو ترمنځ تېره اونۍ د لاسليک شوي سولې د چوکاټ اصلي ستن ده.
په ورته وخت کې متحده ایالات او قطر د ایران د نفتو له کنګل شويو عايداتو څخه د کابو ۶ میليارډو ډالرو آزادول ارزوي. د متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، په حواله به «دغه پېسې د خوراکي توکو او درملو په ځانګړي توګه له متحده ایالاتو څخه په رانيولو مصرف شي او همدا شان زموږ له سترو امريکايي بزګرانو څخه د جوارو، غنمو او سويابينو په رانيولو. دا هغه توکي دي چې ایران ورته شديده اړتيا لري.»
خو ایران له واشنګټن څخه د خوراکي توکي د رانيولو هر ډول مکلفيت ردوي.
خو دا خبره روښانه ده چې ایران دغو پېسو ته شديده اړتيا لري – د ایران د حکومت د لومړنيو اټکلونو پر اساس له متحده ايالاتو او اسرائيل سره جګړې ایران ته د څه نا څه ۲۲۹ میليارډه يورو زيان رسولی دی.
د ایران او متحده ايالاتو ترمنځ د تفاهم يادښت کې د بيارغونې له پاره د ۳۰۰ ميليارډو ډالرو د ورکړې يادونه شوې خو جزئيات یې نه دي په ډاګه شوي.
د انفلاسيون د لوړېدو احتمال
د ایران د اقتصاد او مالیې د وزیر سيد علي مدني زاده، په حواله د ایران حکومت لا دمخه اړ شوی چې د جګړې د لګښتونو د پوره کولو په موخه له مرکزي بانک څخه ډېر زيات پور واخلي.
او انتظار کيږي چې په راتلونکو میاشتو کې به د دغه پور له کبله انفلاسيون لوړ شي.
مدني زاده، چې د شګاګو له پوهنتون څخه دوکتورا اخيستې، وويل: «د متحده ایالاتو سره هوکړه به د ایران اقتصاد په بشپړه توګه نورمال نه کړي.»
د اقتصادي چارو کارپوه احمد علوي، هم د پام وړ لنډمهاله پرمختګ تمه نه لري. له دوېچه وېله سره په خبرو کې نوموړي د «جی سي پي او اې» په نامه د يوې لسیزې مخکې تړون ته چې اوس ناکامه شوې دی، په اشارې سره وویل که څه هم چې د تیلو لوړې بیې او دباندې څخه لږ فشار د ایران د اقتصاد له «ژوندي» پاتېدو سره مرسته وکړه خو د ژورو جوړښتي اصلاحاتو په نه شتون سره یې اغیزې محدودې او لنډمهاله وې.
د اقتصادي ستونزو ډېرېدل
په ایران کې د اقتصادي بحران جرړې د کلونو تر بندیزونو، ناسم مديريت او فساده رسيږي. په تیره بيا تازه جګړې او د امريکا له خوا د ایران د بندرونو تازه محاصرې وضعيت لا پسې خراب کړی دی.
د ورځنيو توکو په مغازو کې بحران کې ډېر د پام وړ دی. د ۱۵ هګيو يو کارتن چې يو کال تر مخه ۷۰ زره تومان وو اوس یې بیه تر ۲۰۰ زور تومان اوښتې ده.
د پخلي د تیلو او واردو شويو وريجو بيه هم ډېره لوړې شوې ده.
يوې ۲۸ کلنې ایرانۍ دوېچه وېله ته وويل: «بیې تقريباً هره ورځ لوړېږي. زما میړه او زه، دواړه کار کوو او يو ماشوم لرو. موږ اوس هم اړ يو له ډېرو شيانو تېر شو. زه فکر نه کوم چې بیې به بیرته راټيټې شي.»
ډير ایرانيان بدلون غواړي
حتی د رژيم چارواکي د ټولیزې نارضايتۍ په اړه اندیښنه څرګندوي. د ایران د کورنيو چارو وزارت سره نږدې يوه آژانس د نظر پوښتنې په حواله د هېواد د نفوس ډېره برخه د اقتصادي فشار له کبله کړيږي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د ټولنیزو چارو د سازمان مشر محمد بطحايي، دې دولتي او علمي نظرپوښتنې ته په کتلو سره خبرداری ورکړی دی چې ټولنیزه فضا متشنجه ده.
نوموړي زياته کړې ده چې د نظر پوښتنې ۶۰ سلنه ګډونوالو ويلي دي چې اقتصادي بحران نور نه شي زغملی. د ګډونوالو کابو ورته فيصدي د راتلونکي په اړه بدبينه دي او کابو ۸۰ فيصده داسې احساس لري چې بې عدالتي ورسره کيږي.
بطحايي، پر سياسي پريکړه نیونکو غږ کړی دی چې دا مسئله جدي ونیسي.
د هېواد ولسمشر مسعود پزشکيان، هم په جلا توګه خبرداری ورکړی دی چې اقتصادي ستونزې د مظاهرو او احتجاجونو باعث ګرځیدلی شي.
هغه ويلي: «زه داسې احساس لرم چې موږ په کافي اندازه نه يو توانيدلي چې د نفوس اړتياو پوره کړو او دا نارضايتي کیدای شي يوه ورځ سړکونو ته د راوتلو له لارې څرګنده شي.»
د ایراني ټولنې انعطاف
ټولنیز پوه او د سویډن د مېلاردالن پوهنتون استاد مهرداد درويش پور، وايي چې د ایران سياسي نظام د بقا له پاره مبارزه کوي.
د نوموړي په خبره اوسنۍ جګړې نه يوازې پراخ اقتصادي زيان رسولی بلکې ژورې ټولنیزې او رواني اغیزې یې پرېښي دي. د هغه په خبره ټولنیز غورځنګونه کمروري شوي او انتظارات يا تمې کمې شوی دي.
اړونده موضوع: ایران: د جنورۍ د اعتراضونو درې تنه اعتراض کوونکي اعدام سول
سره له دې هم نوموړی په محتاط ډول خوشبين دی: «اصلي پوښتنه دا ده چې آيا دا ټولنه کولی شي تر ماتو، ځپلو او ټولنیزې تراوما وروسته بیرته ځان منظم کړي. زما ځواب مثبت دی. د ایران د ټولنې انعطاف پذیري بايد کمه ونه ګڼل شي.»
درويش پور، همدا راز په دې آند دی چې سياسي نظام به نور په دې ونه توانيږي چې ټول بهیرونه چې د اجباري حجاب پر وړاندې پراخ مقاومت، پکې شامل دی، شاته واچوي.
د نوموړي په خبره د «ښځې، ژوند، آزادۍ» غورځنګ لا دمخه د ټولنې انډول تغير کړی دی. حتی د شديد سرکوب پر وخت هم ښځې پرته له حجابه په عمومي ځایونو کې ليدل کيږي.