1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

«ایران له افغانستان سره د پولې په خوندي کولو پيل کړی»

شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۳ مرداد ۳, چهارشنبه

يوه ايراني چارواکي ويلي دي چې له افغانستان سره د شمال ختیځو سرحدونو د خوندي کولو چارې جريان لري. په عين حال کې د ايران د انرژۍ د وزير مرستيال د حق آبې په تړاو د طالبانو د بهرنيو چارو له سرپرست وزير سره ليدلي دي.

د ایران په ختيځ کې له افغانستان سره  د دوغرون سرحد
ايراني رسنيو په دې وروستيو کې رپوټ ورکړی دی، چې ایران له افغانستان سره د خپل شمال ختیځ سرحد د خوندي کولو چارې پېل کړي دي.انځور: Vahid Salemi/AP Photo/picture alliance

ايراني رسنيو په دې وروستيو کې رپوټ ورکړی دی، چې ایران له افغانستان سره د خپل شمال ختیځ سرحد د خوندي کولو چارې پېل کړي دي.

د مهر خبري آژانس د ايران د ځمکنيو پوځونو د يوه قوماندان احمد اکبري، له قوله خبر ورکړی دی چې له افغانستان سره پر ۳۰۰ کيلومتره اوږدې شرقي پولې باندې د ۴ متره لوړو استنادي ديوالانو په جوړولو لاس پورې شوی دی.

نوموړي زياته کړې: «د دې پروژې د پلی کیدو پر مهال د دوغارون په جنوبي او شمالي سرحد کې د تطبيق په مختلفو پړاونو کې ښه فزيکي پرمختګ شوی دی او د دې پروژې د دوام له پاره اړينې زيربناوې د کورني توان او ظرفيت څخه په استفادې برابرې شوي دي.»

د دې خبري آژانس په حواله نوموړي له افغانستان سره د ایران د شمالی ختیځو سرحدونو د خوندي کولو پروژې فني مشخصاتو ته په اشارې سره ويلي دي چې د دې طرحې هر ديوال څلور متره لوړ او درې متر او ۷۰ سانتي متره پلن دی.

د پوځ دې قوماندان ټینګار کړی دی چې د دې سرحدي ديوال د بشپړولو له پاره په مختلفو ساحو کې له ټولو فرصتونو څخه استفاده شوې ده.

ايران ته د حق آبې د ورکړې په اړه د طالبانو په دريځ کې نرمښت

په عين حال کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې د ايران د انرژۍ وزارت مرستيال او مل پلاوي یې سه شنبه ناوخته د طالبانو د بهرنيو چارو له سرپرست وزير امیر خان متقي، سره ليدلي دي.

د دې وزارت د يوې خبرپاڼې په حواله د دواړو لوريو د خبرو اترو محور د ايران او افغانستان د اوبو د حق موضوع وه. طالبانو ويلي دي چې د اوبو د شتون په صورت کې به ايران په کافي اندازه اوبه ترلاسه کړي.

د طالبانود بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي دي، چې سياست یې دا دی چې اوبه ضايع نه شي او لټه وشي چې د هلمند د سيند اوبه د ايران د سيستان او د نیمروز خلکو ته ورسيږي.

د ایران او افغانستان تر منځ د اوبو لانجې تر شا مسله څه ده؟

32:03

This browser does not support the video element.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې د ايران د انرژۍ د وزير له قوله ویلي دي چې په ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ لمریزو کلونو کې د هلمند له سيند څخه ډېرې اوبه ايران ته بهېدلي دي او د دغه هېواد حق آبه تامين شوې ده. دې ایراني چارواکي هيله څرګنده کړې ده چې د روان لمریز کال تر پايه پورې به ايران ته نورې اوبه هم ورسېږي.

ايراني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، په افغانستان کې د کجکي بند جوړېدو ته په اشارې سره وويل چې دا بند کابو ۷۰ کاله تر مخه جوړ شوی دی، خو په دې تېرو ۴۵ کلونو کې ورته هیڅ پاملرنه نه ده شوې. د نوموړي په خبره د پامه له غورځېدو په دليل دا بند اوس د کافي اوبو د ذخیره کولو وړتيا نه لري. دې طالب چارواکي له ايران څخه وغوښتل چې دا حقيقت هم په نظر کې ونيسي.

د حق آبې د تړون مسئله د افغانستان او ایران ترمنځ تل یوه جنجالي موضوع وه او واک ته د طالبانو له رسېدو راهېسې يو ځل بيا تازه شوې ده.

د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند سيند اوبو په اړه تړون په ۱۳۵۱ لمریز کال کې لاسليک شوی دی.

د دې معاهدې پر اساس د هلمند سيند په اوبو کې د ایران حق آبه په کال کې د ۸۲۰ میلیون معکب مترو معادل ده چې د کال په بېلا بېلو موسمونو کې د اورښتونو وضعيت په پام کې نيولو سره کيدای شي متفاومته وي او دا چې دقیقه محاسبه یې ساده کار نه دی. 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب