د طالبانو او ايراني سرحدي ساتونکو ترمنځ وسلواله نښته شوې
۱۴۰۱ مرداد ۱۰, دوشنبه![Grenzregion zwischen Iran und Afghanistan bei Sarandsch](https://static.dw.com/image/61617362_800.webp)
په کابل کي ځايي چارواکو او په همدې شان تهران د يکشنبې په ورځ د طالبانو او ایراني پله ساتو ځواکونو ترمنځ د رامنځته شوي وسله والې نښتي پخلی کړی دی. چارواکو ويلي دي چې دغه نښته د ورځې په منځ کې رامنځته شوه او پای ته رسېدلې ده. دواړه اړخونه يو پر بل تور لګوي چي متقابل اړخ اولې ډزې وکړې.
د فرانس پريس خبري آژانس د خبر له مخې په دغه وسله واله نښته کې يو افغان وژل شوی او يو بل ژوبل شوی دی. د ايران د هيرمند ولسوالۍ مشر چارواکي ميسام برازنده د فارس خبري آژانس ته ويلي دي چي نښته «د ایران د اسلامي جمهوري د سرحدي ساتونکو او د طالب قواوو تر منځ وشوه.» نوموړي چارواکي ويلي دي چي نښته سخته او اوږده وه، خو پای ته رسېدلې ده.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې نښته د سرحد څخه آخوا د ايران په برخه شغلک او هيرمند ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. دغه سيمه د ايران په سيستان بلوچستان ولايت پورې اړه لري. د دغې سيمي مشر چارواکي برازانده زياته کړېده چي «نن د طالبانو له خوا پر سرحد تېری وشو.» هغه وويل چي د ايران ځواکونو اړين ځواب ووايه او دا چي د ايران پر اړخ مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې.
د افغانستان د نيمروز ولايت چارواکو بيا په خپره شوې خپله اعلاميه کې پړه پر ايراني اړخ اچولې ده. په دغه اعلاميه کي راغلي دي چي طالبانو د هغه وروسته ځوابي اقدام وکړ «کله چي مخکي هغوی (ايراني ځواکونو) په سپکو او درنو وسلو ډزې وکړې.» د طالبانو په اعلاميه کي راغلي دي چي د افغانستان پر اړخ يو پوله ساتونکی وژل شوی او يو ژوبل شوی دی.
آ./ا.ا./ا.خ.ح.