ایران: د ډبرو سکرو کان کې چاودنې لږ تر لږه ۳۰ تنه وژلي
۱۴۰۳ مهر ۱, یکشنبهد ایران دولتي رسنیو د یکشنبې (د سپټمبر میاشتې ۲۲ نیټه) په ورځ اعلان وکړ چې د طبس د ډبرو سکرو په معدن کې د ګازود لیک کیدو له کبله چاودنه کې لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي او تر ۲۰ ډیر نور لادرکه دي.
د ایرنا رسمي خبري اژانس مخکې تر دې د ۱۹ کسانو د مړينې خبر ورکړی و، خو وروسته یې خبر ورکړ چې د طبس معدن د قربانیانو شمیر ۳۰ تنو ته لوړ شوی دی.
د سویلي خراسان والي جواد قناعت دولتي تلویزون ته وویل چې ژغورونکې عمله په کان کې د ۲۲ بند یا ایسار پاتې شوو کسانو د ژغورنې په هڅه کې ده.
د ایرنا د رپوټ پر بنسټ چاودنه تیره شپه ۹ بجې رامنځته شوې، په داسې حال کې چې ۶۹ تنه کارګر په دغه ځای کې موجود ول. د دغه خبري آژانس په حواله ۱۷ تنه ټپیان شوي دي.
چارواکي انديښنه لري چې کیدای شي د قربانیانو شمیر لوړ شي، ځکه د هغوي په وینا د ایسار پاتې شوو کسانو د ژوندي پاتې کیدو چانس لږ ارزول کیږي.
ویل کیږي چې د میتان ګازو لیک یا خپریدل د معدن په دوو بلاکونو کې د انفجار سبب شوی دی.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له دولتي تلویزون سره په خپلو خبرو کې چې د ملګرو ملتونو سازمان عمومي غونډې ته له روانیدو مخکې یې کړې وې، د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویلی او د دې خونړۍ پيښې په اړه یې د تحقیقاتو امر کړی دی.
په ایران کې مخکې تر دې هم د ډبرو سکرو په کانونو کې د ګازو د انفجار پيښې رامنځته شوي دي چې کارګرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا