1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياسرائیل

ایران ملګرو ملتونو ته د اسرائيل له ګواښونو شکایت کړی

۱۴۰۳ مهر ۳۰, دوشنبه

ایران د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ ادارې ته یو لیک استولی او پکې ېې د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائيل د حملو له ګواښونو شکایت کړی. دغه خبره د ایران د بهرنيو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وکړه.

د ایران (کيڼ لور) او اسرائيل بیرغونه
ایران ملګرو ملتونو ته د اسرائيل له ګواښونو شکایت کړی

وروسته له هغې چې ایران د اکتوبر په لومړۍ نيټه پر اسرائيل د توغنديو بریدونه وکړل، اسرائيل ګواښ کړی چې له ایرانه به غچ اخلي. ګومان دا دی چې د اسرائيل د حملې په صورت کې کېدای شي یو هدف د ایران اټومي تاسیسات وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي، د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر ۲۲مه) په یو خبري کنفرانس کې وویل چې «پر اټومي تاسیساتو د حملې ګواښونه د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک خلاف دي...او غندل شوي دي... موږ په دې تړاو د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څار ادارې ته یو لیک استولی دی.»

د اسرائيل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر تېره اوونۍ وويل چې اسرائيل به پر ایران د ځوابي برید په تړاو د خپل کليدي متحد، امریکا متحده ایالاتو مشورو ته غوږ کيږدي، خو په دې هکله تصمیم به د خپل هېواد د ملي ګټو پر اساس نیسي.

د نتنیاهو دفتر له خوا په دې هکله یوه اعلامیه چې د واشنګټن پست په یوه تبصره کې ضمیمه شوې، راغلي چې نتنیاهو د ولسمشر جو بایدن ادارې ته ويلي چې اسرائيل به د ایران پر اټومي او نفتي تاسیساتو نه، بلکې پر پوځي تاسیساتو ېې حمله وکړي.

بقايي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د دې امکان شته چې ایران دې په خپله اټومي نظريه کې بدلون راولي وويل چې «د ډلیزو وژنو وسلې زموږ په سیاست کې ځای نه لري.» هغه وويل تهران به د اسرائيل د هرې حملې په تړاو د ځوابي حملې تصمیم نیسي چې څنګه او کله به ېې ورکوي.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت ویاند دغه راز وويل چې خارجه وزیر عباس عراقچي د دوشنبې په ورځ  په سیمه کې د ترنګلتیا د راکمولو په موخه د هڅو په لړ کې نن دوشنبه بحرین او کويت ته سفرونه وکړي.

(Reuters)mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب