1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي اتحاديي پر ایران بندیزونه سخت کړي دي

۱۴۰۱ آذر ۲۲, سه‌شنبه

اروپايي اتحادیي پر ایران خپل بندیزونه سخت کړي دي. دغه بندیزونه د نږدې ۳۰ ایراني چارواکو او مسئولینو، د هغو له ډلې څخه د ایران د سپاه پاسداران او «صدا و سیما» راډیوي او تلویزونې شبکې پر وړاندې وضع شوي دي.

Flagge Iran und EU
انځور: Zoonar/picture alliance

په هغه اعلامیه کې چې د دوشنبې په ورځ د اروپايي اتحادیې په رسمي نشریه کې خپره شوې ده، دغې اتحاديي د ایران پر وړاندې خپل بندیزونه لا زیات شدید کړي دي.

د خپرې شوې اعلامیې پر اساس دغه تعزیرات پر لسګونو ایراني چارواکو او بنسټونو د هغو له جملې څخه د سپاه پاسداران پر مسئولینو او د دغه هیواد د دولتي راډویو تلویزون (صدا و سیما)  پر شبکې چې د ایران د حکومت یو تبلیغاتي مرجع ګڼل کیږي لګول شوي دي.

وروسته له دې چې د ایران قضایه قوې د دوشنبې په ورځ د اعتراضونو اړوند د دویم اعدام عملي کیدل اعلان کړل، د اروپايي اتحادیي د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د نوو بندیزونو په هکله تصمیم ونیوه.

په ایران کې یو لاریون کوونکی اعدام شوی دی

د اروپايي اتحادیي د بهرنیو چارو مسئول جوزپ بورل، مظاهره کوونکو ته د اعدام سزا په بشپړ ډول «د نه منلو وړ بللی» او هغه یي غندلی دی.

په ایران کې دویم اعتراض کوونکی هم اعدام شو

د اروپايي اتحادیي د خبرپاڼې پر اساس نوي بندیزونه دوه برخې لري. د اعتراض کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي په دلیل، د ۲۰ ایراني چارواکو شتمنۍ کنګل او د ایران صدا و سیما شبکه بنده شوې او همدارنګه د دوی پر وړاندې سفري بندیز لګول شوي دي.

د سپټمبر پر ۱۶ نېټه د کردي لږکۍ پورې اړوندې ژینا مهسا امیني تر مړينې وروسته د ټول ایران په کچه ولسي اعتراضونه پيل شولانځور: UGC/AFP

سربیره پر دې روسیې ته د بی پیلوټه الوتکو (ډرونونو) د سپارلو له کبله د اروپا د بهرنیو چارو وزیرانو ۸ ایرانیان او د یوه بل بنسټ مشر د بندیزونو په فهرست کې شامل کړي دي.

ایران د دوشنبې په ورځ د یوه بل ۲۳ کلن ځوان چې د دولت ضد اعتراضونو کې یي ګډون کړی وو د اعدامولو خبر وکړ. د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک په بروکسل کې وویل: «د دې احتمال شته چې د ویرې او ډار خپرولو له پاره لا زیات اعدامونه ترسره شي.»

د تهران رژیم پر دويم مظاهره کونکي د اعدام حکم عملي کړ

د سپټمبر پر ۱۶ نېټه د کردي لږکۍ پورې اړوندې ژینا مهسا امیني تر مړينې وروسته د ټول ایران په کچه ولسي اعتراضونه پيل شول او تر اوسه پورې دوام لري. د دغو اعتراضونو له کبله په زرګونو کسان نیول شوي او سلګونو نور بیا د دغو مظاهرو پر مهال وژل شوي دي.

دغه ۲۲ کلنه نجلې د مناسب پوړني یا څادر نه درلودلو له امله د ایران د »ګشت ارشاد« یا اخلاقي پولیسو له خوا نیول شوې وه او د پولیسو په توقیف کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

مخکې تر دې د تیرې پنجشنبې په ورځ د رپ موسیقۍ یو هنرمند محسن شکاري اعدام شوی و. پر هغه تور لګول شوی و چې د راټولو شوو کسانو څخه پر یوه یي د چاقو برید کړی او یو سړک یي بند کړی و.

آژانسونه: ش.ن/ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل