1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيامریکا متحده ایالات

ایران د ټرمپ د ترورولو په پلان کې لاس درلودل رد کړ

۱۴۰۳ آبان ۱۹, شنبه

د امریکا عدلیې وزارت پر ایران تور لګولی دی چې د جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ د ترورولو توطیه یې جوړه کړې وه. خو ایران پر ډونالډ ترمپ د شکمنو بریدونو په پلانولو کې لاس درلودل په کلکه رد کړی دی.

پر ډونالډ ټرمپ له برید وروسته د هغه اخیستل شوی انځور
آرشیف انځور: ۲۰۲۴م کال د جولای په ۱۳ نیټه د ډونالډ ټرمپ د انتخاباتی کمپاین پر مهال د هغه د وژنې تر هڅې وروسته اخیستل شوی انځور انځور: Evan Vucci/AP Photo/picture alliance

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دغه ادعاوې «په بشپړ ډول بې بنسټه دي». مخکې تر دې هم پر ایران دې ته ورته تورونه لګول شوي وو. د اسماعیل بقایي په خبره په اوسني وضعیت کې د دا ډول ادعاو مطرح کول د امریکا او ایران د اړیکو د پیچلې کولو له پاره یوه «کرکجنه توطیه» ده.

د امریکا متحده ایالاتو عدلیې وزارت د جمعې (د نومبر ۸ نیټه) په ورځ ایران د ډونالډ ترمپ د ترور په پلانولو تورن کړی وو. د ډونالډ ټرمپ ټاکنیز ټیم څو اونۍ مخکې ویلي وو چې د امریکا استخباراتو ورته «د ایران له خوا د هغه د وژلو د واقعي او دقیق ګواښ» په هکله اطلاع ورکړې وه.

د امریکا د عدلیې وزارت د اعلامیې له مخې په هغه دعوی کې چې څارنوالانو د مانهټن فدرال محکمې ته وړاندې کړی دی، راغلي دي چې د سپاه پاسداران یوه ناپيژندل شوي چارواکي د فرهاد شاکري په نوم کس ته د روان کال په سپټمبر میاشت کې دنده سپارلې وه چې د «ترمپ د څارنې او بالاخره د وژنې له پاره طرحه جوړه کړي.»

د خپرو شویو اطلاعاتو په اساس فرهاد شاکري یو افغان دی چې د غلا په تور له نیول کیدو وروسته له امریکا څخه اخراج شوی دی.

د امریکا د عدلیې وزارت په وینا، د سپاه پاسداران دغه چارواکي شاکري ته ویلي و چې «که مخکې له انتخاباتو ونه توانیږي ترمپ ترور کړي، نو دا کار به د جمهوري ریاست له انتخاباتو وروسته ته وځنډیږي.» ځکه د هغه په وینا «ترمپ به په ټاکنو کې ماته وخوري او وژل به یې آسانه شي.»

د عدلیې وزارت په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې شاکري «اف بي آی» ته ویلي چې اراده یې نه ده په هغه اوه ورځني مهلت کې چې د سپاه پاسداران چارواکي ده ته د ترمپ د وژلو له پاره ورکړی و، د ټرمپ د وژلو پلان جوړ کړي.

د امریکا عدلیې وزارت په همدې تړاو د یوه ۵۱ کلن او دوه نورو کسانو پر وړاندې دعوی ثبت کړې ده چې د ایران د رژیم د یوه منتقد د وژلو پلان یې جوړ کړی و. د دغو دوو کسانو د نیولو امر صادر شوی دی.

ډونالډ ټرمپ د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره د ایران له اټومي تړون څخه د امریکا د وتلو پریکړه وکړه، د دغه هیواد پر وړاندې یې نوي بندیزونه ولګول او سپاه پاسداران یې یوه ترهګریزه ډله او سازمان بللی و.

په ۲۰۲۰ م کال کې امریکایي ځواکونو د ټرمپ په امر ایراني جنرال قاسم سلیماني د عراق په پلازمېنه بغداد کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژلو.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

له ایران سره د اټومي تړون فسخه په څه معنی ده؟

10:37

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب