د ایران د قضايي قوې اړوند د «میزان آنلاین» په نامه انترنتي پاڼې په وینا، اعدام شوی مهران بهرامیان په هغه ډله کې شامل و چې د ایران د اصفهان ولایت د سمیروُم په نامه ښار کې یې د لاریون پرمهال د ایران د امنیتي ځواکونو پر یوه موټر ډزې کړې وې. د یادې پاڼې د معلوماتو په اساس په دې برید کې د ایران د امنیتي ځواکونو افسر محسن رضایي وژل شوی وو او څو تنه نور ټپیان شوي وو.
یاد برید د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر پر ۳۱ مه هغه مهال وشو چې په ایران کې د «مهسا امیني» په نامه د یوې نجلۍ تر مړینې وروسته په ټول ایران کې پراخ لاریونونه پیل شوي وو. مهسا امیني، چې اصلاً کردي تبعه وه، په ایران کې د حجاب د قانون د ماتولو په تور د ایران د اخلاقي پولیسو له خوا تر نیول کیدو وروسته یې په توقیف کې ساه ورکړه.
تر یادې پیښې وروسته د اصفهان د محکمې له خوا د بهرامیان له پاره د اعدام حکم اورول شوی و او د ایران سترې محکمې هم دا پرېکړه تایید کړه. د محکمې دغه حکم د شنبې په سهار پلي شو.
د ایران په زندانونو کې شکمنې وژنې
د ایران په زندانونو کې د زرګونه سیاسي زندانیانو سربیره چې د ایران د حکومت له لوري اعدام او په ډله ایزو قبرونو کې خاورو ته سپارل شوي دي، داسې سیاسي زندانیان هم شته چې په بند کې مړه شوي او مرګونه یې مشکوک ښوول شوي دي.
انځور: khaandaniha.com
علي اکبر سعیدي سیرجاني
سعيدي سيرجاني یو ایرانی لیکوال، څیړونکی، اديب، سیاسی فعال او تر انقلاب وروسته د ایران یو له منتقدینو څخه وو. هغه د ١٣٧٢ د حوت پر ۲۳ مه د اطلاعاتو وزارت د مامورینو له لوري ونيول شو. سیرجاني پرته له دې چې په هکله یې معلومات خپاره شي، تر نهه میاشتیني بند وروسته د ۱۳۷۳ د لیندۍ په ۴مه په زندان کې ومړ. سعید امامي، چې په ځنځیري وژنو تورن دی، ویلي وو چې د هغه د وژلو له پاره "پوتاشیم" کارول شوی وو.
انځور: khaandaniha.com
سعید امامی
سعید امامي چې د ایران یو له لوړ پوړو امنیتي چارواکو او د ځنځیري قتلونو له اصلي تورنو دی، د ۱۳۷۷ کال په دلو میاشت کې زنداني شو. د ایران د وسلوالو ځواکونو د قضايه څانګې څارنوال په ۱۳۷۸ کال کې ادعا کړې وه چې امامي د اوین زندان په حمام کې د نظافت له پاره کاریدونکي کیمايي موادو په خوړلو سره مړ شوی. باور دا دي چې هغه د حکومت د مخالفینو د قتل په هکله د معلوماتو د افشا کیدو د مخنیوي له پاره وژل شوی دی.
انځور: Kodoom.com
اکبر محمدي
اکبر محمدي په ۱۹۷۸ کال کې له خپل ورور منوچهر محمدي او یو شمېر محصلینو سره د تهران په پوهنتون کې د مظاهرو پر مهال ونیول شو او د انقلاب ځانګړې محکمې له خوا په اعدام محکوم شو. خو له څه مودې وروسته د هغه سزا ۱۵ کاله بند (۱۰ کاله بند او پنځه کاله تعلیقي بند) ته راټيټه شوه. اکبر محمدي د لوږې تر څو ورځني اعتصاب وروسته د ۲۰۰۵ کال د اګست په اتمه په اوین زندان کې په مرموز ډول مړ شو.
انځور: isdmovement.com
کاوه عزیزپور
کاوه عزیزپور په ایران کې یو له کردي سیاسي بندیانو څخه و چې د ۱۳۷۸ کال د ثور په ۲۷ مه د ۲۵ کلونو په عمر د مهاباد په زندان کې مړ شو. هغه تر مرګ دوه کاله وړاندې د ایران د حکومت ضد د کردانو د ګوند د غړیتوب په تور محاکمه شو او په درې کاله بند محکوم شو. د هغه د کورنۍ په وینا، نوموړی په زندان کې د استخباراتي کړیو تر شکنجې لاندې مغزي سکته کړې وه او بیا کوما ته تللی وو.
انځور: kurdistannet
زهرا کاظمي
د ۱۳۸۲ کال په جوزا کې په ایران کې د محصلینو تر اعتراضونو وروسته د نیول شویو اعتراض کوونکو کسانو کورنیو د اوین زندان مخې ته لاریون وکړ. ایراني الاصله کاناډايي عکاسه چې هغه وخت یې عمر ۵۵ کلونه وو، د زندان مخې ته د لاریون د عکاسۍ له پاره تللې وه چې ونیول شوه چې بیا وروسته مړه شوه. ایراني چارواکو، د هغې د مرګ دلیل د «سر په ناحیه کې کلک جسم لګیدل» یا پر سر باندې د «کلک جسم لیګدل» اعلان کړي و.
انځور: Getty Images/AFP/B. Mehri
امیرحسین حشمت ساران
امیر حسین حشمت ساران د «ایران د ملي اتحاد جبهې» عمومي منشي و چې په ۱۳۸۲ کال کې په دغه نامه د ګوند د جوړلو په جرم په اته کاله بند محکوم شو. نوموړی په بند کې بیا محاکمه شو او په اته کلونو نور بند محکوم شو. هغه د زندان د ځانګړو ساتونکو له لوري د سر په ناحیه کې تر شدیدو ګوزارونو وروسته کوما ته تللی وو او د ۱۳۸۷ کال د حوت پر ۱۶مه د رجايي کرج په روغتون کې تر ۴۸ ساعته کوما وروسته ومړ.
انځور: Radiofarhang
زهرا بنی یعقوب
زهرا بني یعقوب یوه ایرانۍ ډاکټره وه چې د ۱۳۸۶ کال د میزان په ۲۲مه د ایران په همدان ښار کې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر په توقیف خونه کې وفات شوه. د رسمي راپورونو له مخې زهرا بني یعقوب د نیول کېدو په شپه په زندان کې ځان وژنه کړې. ورور یې وايي چې د مرګ له رسمي وخت څخه یو ساعت مخکې یې له خپلې خور سره په ټیلیفون خبرې وکړې او دا چې هغه له روحي پلوه په ښه حالت کې وه.
محکمې نوموړی د «محاربې» یا د جګړې په جرم محکوم کړی و، ځکه چې د امنیتي ځواکونو پر موټر یې ډزې کړې وې او خلک یې د دولتي ودانیو او مامورینو پر ضد برید کولو ته هڅولي وو.
په ایران کې د ۲۰۲۲ کال لاریونونو پرمهال سلګونه کسان چې پکې د ایران د امنیتي ځواکونو غړي هم شامل ول، ووژل شول او زرګونه نور بیا د حکومتي ځواکونو له لوري ونیول شول. ایران تر دې مخکې هم ګڼ شمېر نیول شوي کسان محاکمه او ځینې یې اعدام کړي دي.