ایران: دوه کسان مقدساتو ته د سپکاوي په تور اعدام شول
۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۸, دوشنبهمیزان خبري اژانس هم چې د ایران اسلامي جمهوریت د قضایه قوې پوري اړونده دی د یادو دو بندیانو د اعدام خبر اعلان کړی.
د دغه راپور له مخې، د مرکزي محکمې د حکم پر بنسټ، صدرالله فاضلي زارع په فطري ارتداد، د اسلام د ستر پیغمبر(ص) مور ته په سپکاوي، د قران کريم د مبارکو آیاتونو د سپک ګڼلو او سوځولو او همداراز د نورو د رضایت پرته د هغوې د شخصي انځورونو په خپرولو تورن شوى وو. اوهمدا راز یوسف مهرداد د "سب النبی" یعني د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په تور په اعدام محکوم شوی وو.
ایران د دفاع پخواني مرستیال وزیر علی رضا اکبري د جاسوسۍ په تور اعدام کړی
راپور زیاتوي چې دغه دوه بندیان د ۱۴۰۲ کال د ثور میاشتې پر ۱۸ نیټه د دوشنبې په سهار اعدام شول.
تر دې مخکې د بشري حقونو سازمان «هه نګاو» خبر ورکړی و، چې یاد دوه عقیدتي بندیان یوسف مهرداد او صدرالله فاضلي زارع د پنجشنبې په ورځ د غوېې میاشتې پر ۱۴مه نیټه اراک زندان ته د اعدام سزا د عملي کیدو لپاره لیږدول شوي وو. د یوسف مهرداد خور په ټولنیزو شبکو کې له ټولو سمدستي غوښتي ول چې د ورور د اعدام مخنیوي لپاره دي د زندان مخې ته راټول شي.
اروپايي اتحادیي تر دویم اعدام وروسته پر ایران بندیزونه سخت کړل
یوسف مهرداد د ایران د اردبیل ښار او د درو ماشومانو پلار وو. نوموړی د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي په میاشت کې په خپل کور کې ونیول شو چې وروسته بیا د آراک زندان ته انتقال شو.
د میزان سایټ د خبر له مخې، صدرالله فاضلي زارع تر نیول کیدو مخکې د الماریو او کابینیت په جوړولو بوخت او د خپلې سپين سرې مور پالنه ېې کوله.