د بخښنې نړيوال سازمان د بشري حقونو د فعالانو او همدا راز په امريکا کې د بشري حقونو د عبدالرحمان – برومند په نوم مرکز د ايران د اسلامي جمهوریت پر چاروکو تور لګولی دی چې په جنورۍ او فيبرورۍ میاشتو کې یې ۹۴ د مرګ سزاوې عملي کړي دي.
اقليتونه په ځانګړي ډول په نخښه کيږي دواړو سازمانونو د تېر کال د همدې مودې په پرتله دې «څرګند لوړوالي» ته په کتو سره ژور اندېښنه څرګنده کړې ده. ويل شوي دي چې په ځانګړې توګه له تعقيب سره د مخ اقليتونو غړي په مخ پر زياتیدونکي توګه د مرګ په سزا محکومیږي.
اړونده موضوع: ایران د دفاع پخواني مرستیال وزیر علی رضا اکبري د جاسوسۍ په تور اعدام کړی
زياته شوې ده چې ايراني چارواکو د روان ميلادي کال له پېل راهيسې تر اوسه د ایران د عربي اقليت اهواز يو غړی، ۱۴ کردان او ۱۳ بلوڅان اعدام کړي دي.
د عبدالرحمان – برمند – مرکز څخه رويا برومند وايي چې د چارواکو چلن نه يوازې «د نژادي اقليتونو د ځپلو يوه غير مناسبه هڅه ده بلکې د دې ویرې د خپرولو هڅه هم ده چې هر ډول اپوزيسيون يا مخالفت په وحشيانه زور ځپل کیږي که هغه پر سړکونو وي او که د دار په تخته وي.»
په استانبول کې هم د مهسا اميني تر مړينې وروسته مظاهرې وشوېانځور: Ozan Kose/AFP د بخښنې نړيوال سازمان هم پر ايران تور لګوي چې د اعدام سزا د نژادي لږکيو د «ځپلو له پاره د يوې آلې» په توګه کاروي. د ايمنستي انترنيشنل آلمان د ایران کارپوه دېرک کارګ وويل: «د اعدامونو خورا لوړ شمیر ټکان ورکوونکی دی.»
اړونده موضوع: ایران دوه نور کسان د اعتراضونو سره په تړاو اعدام کړي
نوموړي زياته کړه چې دا اعدامونه «د ډېرو غير شفافو محاکمو په پايله کې ترسره شوي چې د سیسټماتیکو شکنجو په ترڅ کې پر ترلاسه شويو اعترافونو تکيه کوي.»
ايمنستي د اعدام سزا بنديدو غوښتنه کوي د بخښنې نړيوال سازمان د ایران پر حکومت غږ وکړ چې پر اعدام بندیز وضع کړي، غير عادلانه پريکړې او د مرګ سزا له منځه يوسي او په ایران کې د اوږدو سوله ایزو مظاهرو په تړاو د نيول شويو کسانو پر ضد د اقامې دعوې لغوه اعلان کړي.
په ايران کې په تېر مني کې پرله پسې څو اوونۍ خلک په ډله ایزه توګه سړکونو ته راوتل څو د هيواد د مشرتابه پر ضد احتجاج وکړي. دا مظاهرې د پوليسو په توقيف کې د يوې ۲۲ کلنۍ کردۍ نجلۍ مهسا اميني تر مړينې وروسته پېل شوې.
اړونده موضوع: رپوټ: سږکال په ايران کې تر ۵۰۰ ډېر کسان اعدام شوي
د بشري حقونو د فعالانو د معلوماتو په حواله د دې مظاهرو په تړاو په زرونو کسان نيول شوي چې لږ تر لږه ۴۰ یې خارجي اتباع دي. ایران د دې مظاهرو څلور تنه ګډونوال اعدام کړي دي.
په ایران کې په عمومي توګه د مرګ سزا په ځړولو سره عملي کیږي. د اعدامونو د شمیر په اړه رسمي معلومات نشته. د ايمنستي انترنيشنل د معلوماتو په حواله په ايران کې د ۲۰۲۲م کال په لومړۍ نیمايي کې نيږدې ۲۵۰ کسان اعدام شوي ول. د بشري حقونو فعالان له کلونو راهېسې په ایران کې د اعدام پر سزا نيوکې کوي.
ب. ص/ ن. ز (afp, dpa)
زموږ له آرشيف څخه:
د ایران په زندانونو کې شکمنې وژنې
د ایران په زندانونو کې د زرګونه سیاسي زندانیانو سربیره چې د ایران د حکومت له لوري اعدام او په ډله ایزو قبرونو کې خاورو ته سپارل شوي دي، داسې سیاسي زندانیان هم شته چې په بند کې مړه شوي او مرګونه یې مشکوک ښوول شوي دي. انځور: khaandaniha.com سعيدي سيرجاني یو ایرانی لیکوال، څیړونکی، اديب، سیاسی فعال او تر انقلاب وروسته د ایران یو له منتقدینو څخه وو. هغه د ١٣٧٢ د حوت پر ۲۳ مه د اطلاعاتو وزارت د مامورینو له لوري ونيول شو. سیرجاني پرته له دې چې په هکله یې معلومات خپاره شي، تر نهه میاشتیني بند وروسته د ۱۳۷۳ د لیندۍ په ۴مه په زندان کې ومړ. سعید امامي، چې په ځنځیري وژنو تورن دی، ویلي وو چې د هغه د وژلو له پاره "پوتاشیم" کارول شوی وو.
انځور: khaandaniha.com سعید امامي چې د ایران یو له لوړ پوړو امنیتي چارواکو او د ځنځیري قتلونو له اصلي تورنو دی، د ۱۳۷۷ کال په دلو میاشت کې زنداني شو. د ایران د وسلوالو ځواکونو د قضايه څانګې څارنوال په ۱۳۷۸ کال کې ادعا کړې وه چې امامي د اوین زندان په حمام کې د نظافت له پاره کاریدونکي کیمايي موادو په خوړلو سره مړ شوی. باور دا دي چې هغه د حکومت د مخالفینو د قتل په هکله د معلوماتو د افشا کیدو د مخنیوي له پاره وژل شوی دی.
انځور: Kodoom.com اکبر محمدي په ۱۹۷۸ کال کې له خپل ورور منوچهر محمدي او یو شمېر محصلینو سره د تهران په پوهنتون کې د مظاهرو پر مهال ونیول شو او د انقلاب ځانګړې محکمې له خوا په اعدام محکوم شو. خو له څه مودې وروسته د هغه سزا ۱۵ کاله بند (۱۰ کاله بند او پنځه کاله تعلیقي بند) ته راټيټه شوه. اکبر محمدي د لوږې تر څو ورځني اعتصاب وروسته د ۲۰۰۵ کال د اګست په اتمه په اوین زندان کې په مرموز ډول مړ شو.
انځور: isdmovement.com کاوه عزیزپور په ایران کې یو له کردي سیاسي بندیانو څخه و چې د ۱۳۷۸ کال د ثور په ۲۷ مه د ۲۵ کلونو په عمر د مهاباد په زندان کې مړ شو. هغه تر مرګ دوه کاله وړاندې د ایران د حکومت ضد د کردانو د ګوند د غړیتوب په تور محاکمه شو او په درې کاله بند محکوم شو. د هغه د کورنۍ په وینا، نوموړی په زندان کې د استخباراتي کړیو تر شکنجې لاندې مغزي سکته کړې وه او بیا کوما ته تللی وو.
انځور: kurdistannet د ۱۳۸۲ کال په جوزا کې په ایران کې د محصلینو تر اعتراضونو وروسته د نیول شویو اعتراض کوونکو کسانو کورنیو د اوین زندان مخې ته لاریون وکړ. ایراني الاصله کاناډايي عکاسه چې هغه وخت یې عمر ۵۵ کلونه وو، د زندان مخې ته د لاریون د عکاسۍ له پاره تللې وه چې ونیول شوه چې بیا وروسته مړه شوه. ایراني چارواکو، د هغې د مرګ دلیل د «سر په ناحیه کې کلک جسم لګیدل» یا پر سر باندې د «کلک جسم لیګدل» اعلان کړي و.
انځور: Getty Images/AFP/B. Mehri امیر حسین حشمت ساران د «ایران د ملي اتحاد جبهې» عمومي منشي و چې په ۱۳۸۲ کال کې په دغه نامه د ګوند د جوړلو په جرم په اته کاله بند محکوم شو. نوموړی په بند کې بیا محاکمه شو او په اته کلونو نور بند محکوم شو. هغه د زندان د ځانګړو ساتونکو له لوري د سر په ناحیه کې تر شدیدو ګوزارونو وروسته کوما ته تللی وو او د ۱۳۸۷ کال د حوت پر ۱۶مه د رجايي کرج په روغتون کې تر ۴۸ ساعته کوما وروسته ومړ.
انځور: Radiofarhang زهرا بني یعقوب یوه ایرانۍ ډاکټره وه چې د ۱۳۸۶ کال د میزان په ۲۲مه د ایران په همدان ښار کې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر په توقیف خونه کې وفات شوه. د رسمي راپورونو له مخې زهرا بني یعقوب د نیول کېدو په شپه په زندان کې ځان وژنه کړې. ورور یې وايي چې د مرګ له رسمي وخت څخه یو ساعت مخکې یې له خپلې خور سره په ټیلیفون خبرې وکړې او دا چې هغه له روحي پلوه په ښه حالت کې وه.
ابراهیم لطف اللهی د ایران په سنندج ښار کې د پیام نور په نامه پوهنتون کې د حقوقو د څلورم کال محصل و، چې د ۱۳۸۶ د جدي میاشتې په ۲۵مه د انتظامي پولیسو په توقیف کې مړ شو. د سنندج ښار کې د اطلاعاتو وزارت ځايي چارواکو د هغه د مړینې لامل «ځان وژنه» بللې وه.
امیدرضا میرصیافي د "روزنګار" په نامه وبلاګ کې په کلتوري او سیاسي موضوعاتو لیکنې کولې. هغه د ۱۳۸۷ په عقرب کې د رژیم په وړاندې د پروپاګند له کبله پر ۶ میاشتو بنداو د آیت الله خامنه ای او آیت الله خمیني ته د سپکاوي په تور دوه کاله بند محکوم شو. هغه د ۱۳۸۷ کال د حوت پر ۲۸مه د اوین په زندان کې ومړ او په دې توګه د هغه نوم په نړۍ کې د داسې ویبلاګر په نامه ثبت شو چې په زندان کې یې ژوند له لاسه ورکړی وي.
محسن روح الامیني نجف آبادي او امیر جوادي فر محسن روح الامیني نجف آبادي او امیر جوادي فر په ایران کې د ولسمشرۍ د لسمې دورې انتخاباتو اړوند په پیښو کې د وژل شویو کسانو په ډله کې دي. هغوی د ۱۳۸۸ کال د سرطان میاشتې په ۱۸مه د جنبش سبز یا زرغون خوځښت په نامه په لاریون کې تر نیول کیدو وروسته د کهریزک په نامه زندان ته انتقال شول او هلته شکنجه شول.
انځور: fars محمد کامراني هغه ۱۸ کلن ایرانۍ ځوان و چې د ۱۳۸۸ د سرطان په ۱۸مه د ولسمشرۍ انتخاباتو تر ترسره کیدو وروسته په نا ارامیو کې په تهران کې ولي عصر میدان ته نیږدې ونیول شو او د کهریزک زندان ته انتقال شو. محمد کامراني په تهران کې د اوین زندان ته تر انتقال وروسته، د ټپونو له کبله «لقمان و مهر» روغتون ته انتقال شو چې بیا وروسته د شدیدو ټپونو له کبله یې د همدې کال د سرطان په ۲۵مه خپل ژوند له لاسه ورکړ.
انځور: Tavana.org هدي صابر یو څیړونکی، ژورنالیست، ملي مذهبي فعال، سیاسي زنداني او «د ایران فردا» په نامه د منع شوي مجلې له چلوونکو څخه وو. هغه د ۱۳۹۰ کال د جوزا په ۱۲مه نیټه په داسې حال کې چې په اوین زندان کې بندي وو، د هاله سحابي او د خپل پلار عزت الله سحابي د مشکوک مرګ په هکله د نه خوړو اعتصاب وکړو او د جوزا په ۲۱مه، د مدرس په نامه روغتون ته تر انتقال وروسته ومړ.
ستار بهشتي، یو وبلاګ ليکونکې وو چې د ۱۳۹۱ د عقرب پر ۹ د فتا د پولیسو له لوري په ټولنیزو رسنیو کې او فسبوک کې د ایران د «ملي امنیت پر ضد د اقدام» له پاره د فعالیت په تور ونیول شو او د عقرب میاشتې په ۱۳مه په زندان کې ومړ. ۴۱ سیاسي زندانیانو په یوه لیک کې لیکلي وو چې «ستار بهشتي د ۱۳۹۱ کال د عقرب میاشتې په ۱۰ او ۱۱ ورځ د اوین په بند کې وو او دا چې د بدن په ډیری برخو کې یې د شکنجو نخښې لیدل کیدلې.»
انځور: Gohar Eshghi په ایران کې د جدي په ناکراریو کې د سینا قنبري په نوم یو ۲۳ کلن ځوان ونیول شو. د اوین زندان ته تر انتقال وروسته د جدي په ۱۶مه نیټه د دغه زندان په څلورمه قرنطینه خونه کې ومړ. چارواکو د هغه مرګ دلیل ځان وژنه اعلان کړه. علي رضا رحیمي چې د ایران د پارلمان غړی دی، د دلو میاشتې پر ۱۵مه وویل چې په هغه فلم کې چې د زندان چارواکو ویلي وو چې د سینا قنبري ځان وژنه په کې ښکاري، د قرباني نخښې نښانې پکې نه شته.»
انځور: Privat کاووس سید امامي، په ایران کې د چاپیریال یو فعال چې په ټولنپوهنه کې یې دوکتورا لرله، د امام صادق پوهنتون د اسلامي مطالعاتو او سیاسي علومو د پوهنځي د علمي پلاوي غړ، د ارتباطاتو د مضمون استاد او همدا راز د «حیات وحش میراث پارسیان» په نامه د موسسې له مشرتابه پلاوي څخه وو. هغه د دلو میاشتې په ۴مه ونیول شو او د جمعې په ورځ د دلو په ۱۹مه یې کورنۍ ته په زندان کې د هغه د ځان وژنې په هکله خبر ورکړل شو.
انځور: Jamaran/M. Arefi