1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليایران

ایران: شپږو میاشتو کې ۲۷۰ زره افغانان اخراج شوي

۱۴۰۳ مهر ۲۱, شنبه

د ایران یوه جګپوړي چارواکي وویل چې په تیرو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۲۷۰ زره افغانان مجبور کړل شوي چې دغه هیواد ترک کړي. د تیر کال په پرتله ایران سږ کال ۴۰ سلنه ډیر افغانان له خپلې خاورې بیرته افغانستان ته اخراج کړي دي.

د ایران یوه جګپوړي چارواکي وویل چې په تیرو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۲۷۰ افغانان مجبور کړل شوي چې دغه هیواد ترک کړي.
ایراني چارواکي وايي چې په په شپږو میاشتو کې له ایران څخه شاوخوا ۲۷۰ زره افغانان اخراج شوي دي. انځور: Mohsen Karimi/AFP

د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۱مه) یوه جګپوړي ایراني چارواکي وویل چې په تیرو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۲۷۰ زره افغانان مجبور کړل شوي چې دغه هیواد ترک کړي  او بیرته افغانستان ته ولاړ شي. د افغانستان د پولې سره نیږدې د ایران د رضوي خراسان ولایت جګپوړي چارواکي ویلي چې د تیر کال په پرتله دغه شمیر د افغانانو د اخراج په برخه کې ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ایرنا په نامه د ایران دولتي خبری اژانس د یاد ایراني چارواکي له قوله ویلی په اخراج شویو افغانانو کې په خپله خوښه د ستنیدونکو سربیره داسې افغان کډوال هم شامل دي چې په ایران کې د یې د پاتیدو قانوني اسناد نه درلودل.

اخراج د ایران له مهمو پروژو څخه

د ایران د رضوي خراسان ولایت د کډوالو عمومي مشر، حسین شرفاتي راد، ویلي چې «په ټول هیواد کې د بې اسناده بهرنیو اتباعو تشخیص او خپلو هیوادونو ته یې لیږل» اوسمهال د [ایران] د کورنیو چارو د وزارت یو له مهمو پروژو او پروګرامونو شمیرل کیږي.

په داسې حال کې چې په ایران کې د افغان کډوالو سره د ایراني امنیتي ځواکونو د بد چلند په هکله وخت ناوخت خبر ورکول کیږي او په دغه هیواد کې میشت افغان کډوالو د خپلو حقونو د تر پښو لاندې کیدو خبر ورکوي، د نوموړي ایراني چارواکي په خبره، د دغه ولایت په مرکز مشهد ښار کې شاوخوا ۶۰ زره افغانان په قانوني ډول په ښوونځیو او پوهنتونو کې ثبت کړل شوي دي. مشهد چې د ایران دریم تر ټولو ستر ښار دی، د افغانستان له پولې شاوخوا ۲۵۰ کیلومتره فاصله لري.

د ایران حکومت په پام کې لري چې د ۲۰۲۵م کال د مارچ میاشتې تر پایه پورې له دغه هیواد څخه شاوخوا ۲ میلیونه داسې بهرني وګړي اخراج کړي چې په ایران کې د پاتیدو قانوني اسناد نه لري. په ورته وخت کې اوږدې مودې راهیسې په ایران کې د افغان کډوالو د شمیر د زیاتیدو په هکله هم بحثونه کیږي. په افغانستان کې د طالبانو تر بیا حاکمیت وروسته یو ځل بیا ایران ته په پراخه کچه افغانان کډوال شوي دي.

د اخراجونو سربیره بیا هم له افغانستانه ایران ته د افغان کډوالو تګ ادامه لري. انځور: Mohsen Karimi/AFP

څلور نيم میليونه افغانان

د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې، اسومهال په ایران کې شاوخوا څلور نیم میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې له دوی څخه زیاتره یې په دغه هیواد کې هیواد کې د پاتیدو قانوني اسناد نه لري. دغه شمیر د ایران د دولتي شمیرو په پرتله کمې دي. د ایراني رسنیو په حواله، په دغه هیواد کې د شپږو او اتو میلیونو ترمنځ افغان کډوال میشت دي.

د ایران په سترو ښارونو کې زیاتره افغان کډوالو په کوچنیو او ورځنیو کارونو بوخت دي. له دوی څخه زیاتره یې په سوپرمارکیټونو او یا په ساختماني چارو کې کار کوي، داسې کاري ساحې چې ورځنی عاید یې هم ټیټ دی. په افغانستان کې د بې کارۍ لوړه کچه، ناامنۍ او اقلیمي تغیرات د دې سبب شوي چې هر کال زرګونه افغانان خپل هیواد ترک کړي او د افغانستان ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا ایران ته د کار په لټه کې مهاجرت وکړي.

ایران او افغانستان شاوخوا ۹۰۰ کیلومتره اوږده ګډه پوله لري، چې له کبله یې د پولې کنټرول خورا سخت کار شمیرل کیږي. په ورته وخت کې ایران په شمال شرقي سیمو کې له افغانستان سره پر پوله د یوه دیوال پر جوړولو هم کار پیل کړی او غواړي له دې لارې هم د ناقانونه تګ راتګ مخه ونیسي. ایران په داسې وخت کې ګڼ شمیر افغانان بیرته خپل هیواد ته اخراج کړي چې د افغانستان بل ګاونډي هیواد پاکستان هم په وروستیو کې د افغانانو اخراج پیل کړي او په تیرو څو میاشتو کې یې سلګونه زره افغانان بیرته افغانستان ته اخراج کړي دي.

له ایرانه هره ورځ څه کم ۵۰۰ مهاجر افغانستان ته اخراجیږي

03:36

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب