1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ايران په ۴۸ ساعتو کې ۱۱ بلوڅان اعدام کړي دي»

۱۴۰۲ مرداد ۱۲, پنجشنبه

د يو غير دولتي سازمان په وينا ايران د بلوڅ لږکۍ سره تړاو لرونکي ۱۱ کسان د مخدره توکو په قاچاق کې د لاس لرلو په تور اعدام کړي دي. بلوڅان په غير متناسبه توګه په ايران کې د اعدام سزا ويني.

Symbolbild Hinrichtung in Iran
انځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopress/picture alliance

د ايران هيومن راټس (IHR) په نوم د بشري حقونو سازمان ويلي دي چې په ايران کې په دوو ورځو کې يولس بلوڅان اعدام شوي دي. په ناروې کې مستقر ياد سازمان ويلي دي چې له اعدام شوو کسانو څخه ۹ د ايران او دوه يې د افغانستان تابعيت لرونکي ول. دغه سازمان ويلي دي چې دغه اعدامونه د يکشنبې سهار او د سې شنبې سهار وختي تر منځ عملي شوي دي.

ياد سازمان زياته کړې ده چې په ټوليزه توګه يې په جولای مياشت کې په ايران کې ۶۱ اعدامونه ثبت کړي دي. د دغه سازمان په حواله په داسي حال کې چې په ايران کې د اعدام سزاوي زياتې شوي دي، په دغه هيواد کې د روان کال له پېل څخه تر اوسه پوري ۴۲۳ کسان اعدام کړل شوي دي.

فعالين پر ايران تور پورې کوي چې ګواکې د اعدام له سزا څخه د يو اوزار په توګه کار اخلي. د دغو فعالينو په آند ايران غواړي په تېر سپتمبر مياشت د ۲۲ کلنې مېرمنې تر مړينه وروسته رامنځته شوو پراخو احتجاجونو له کبله په اعدامونو سره په ولس کې بېره خپره کړي. د مهس اميني په نوم کوردۍ مېرمنه د ښځو لپاره د اسلامي جمهوريت د جامو د اصولو د نه مراعت کولو په تور نيول شوې وه.

د ايران د بشري حقونو ياد سازمان وايي چې که څه چې سني مذهبه بلوڅان د ايران د ټول نفوس د ۲ څخه تر ۶ فيصدو پورې برخه تشکيلوي، خو په ۲۰۲۲م کال د عملي شوو اعدامونو دريمه برخه قربانيان بلوڅان ول.

د ياد سازمان په وينا د جولای مياشتې د ۳۰ او د اګست د لومړۍ نېتې تر منځ ۸ بلوڅان د زاهدان په مرکزي زندان کې د مخدره توکو د قضيو په تور اعدام شوي دي. زاهدان د سيستان بلوچستان ولايت مرکزي ښار دی.

د ايران هيومن رايټس سازمان په وينا يو بل بلوڅ د جولای مياشتي پر ۳۱ نېټه د ورته تورونو په ترڅ کې د خراسان ولايت په مرکزي ښار کې اعدام کړل شوی دی.

زياته شوې چې د محمد ارباب په نوم ۳۰ کلن او د اسدالله اميني په نوم ۳۲ افغان تابعيت لرونکي بلوڅان د جولای په ۳۰ او ۳۱ نېټه د زابل په زندان کې په مخفي توګه اعدام شوي دي. ياد زندان په سيستان بلوچستان ولايت کې واقع دی.

په ۲۰۱۸ کال د مخدره توکو په تړاو قوانينو کې د تغير وروسته په ايران کې په دغو قضيو کې د اعدامونو شمېر په لوړه اندازهراکم شول. خو له ۲۰۲۱ کال راهيسي بېرته په اعدامونو کې زياتوالی راغلی دی.

د بشري حقونو ياد سازمان وايي چې په ۲۰۲۲ کال په ټول ايران کې د مخدره توکو سره په تړاو اعدام شوو  ۲۵۶کسانو څخه تقريبا نيمه برخه يې بلوڅان ول. د هغه وروسته چې د مهسا اميني پر مړينه احتجاجونه راوپارېدل، نو د بلوچستان سيستان په زاهدان کې هم په پراخه اندازه اعتراضونه وشول.

د ياد سازمان په وينا دغو اعتراضونو له دې کبله هم زور واخيست ولې چې بلوڅان په ايران کې ځان د تبعيض سره مخامخ احساسوي. زياته شوې چې بلوڅان د هغه وروسته هم ډېر په غوسه شول کله چې په دغه سيمه کې د يو پوليس له خوا پر يوې نجلۍ د جنسي تېري خبرونه خپاره شول.

د بخښنې نړيوال سازمان وايي چې ايران تر چين وروسته د اعدام په برخه کې دوهم هيواد دی.

آ./ا.ا./ن.ز.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل