د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سعید خطیبزاده د شنبې (د اګست ۲ نیټه) په ورځ له «فونیکس» چینایي تلویزوني شبکې سره په مرکه کې وویل چې ایران اراده نه لري چې د نړیوال اټومي انرژۍ له سازمان سره خپله همکاري قطع کړي.
هغه وویل چې د اټومي انرژۍ (IAEA) څارونکي به په راتلونکو اونیو کې هیواد ته ستانه شي. د خطیبزاده په خبره دغه څارونکي اخراج شوي نه دي او په داوطلبانه شکل له ایران څخه وتلي دي، د جکړې له کبله «هغوي احساس کړه چې باید لاړ شي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال همدارنګه ټینګار وکړ چې امریکایان ډیر پیغامونه استوي چې مذاکراتو ته د ستنیدو له پاره تیار دي، خو د امریکا برید په صحنه کې ډیر شیان بدل کړل.
عراقچي: څارونکي د اګست په نیمایي کې بیرته راځي د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم له «فایننشل ټایمز» ورځپاڼې سره په مرکه کې، چې بشپړ متن یې د شنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپور شو خبر ورکړ چې د اټومي اژانس څارونکي د اګست په نیمایي کې بیرته ایران ته را ستنیږي.
عراقچي د ۴۰۰ کیلوګرامه یورانیمو چې ۶۰ سلنه غني شوي دي د ساتل کیدو ځای په هکله وویل: «ريښتیا وایم نه پوهیږم. دقیق معلومات نه لرم، دقیق ارقام هم نه لرم، خو په ټوله کې پوهیږم چې دغه مواد په تاسیساتو کې ول چې بمبار شول.»
انځورونه: تر اتومي تړون وروسته د ایرانیانو خوښي
د ایران او نړیوالې ټولنې تر منځ د ایران د اتومي پروگرام پر سر یوه جوړ جاړي ته تر رسیدو وروسته د ایران په ډیر شمیر ښارونو کې خلک سړکونو ته راووتل، نڅاوې یې وکړي او خپله خوښي یې څرگنده کړه. د نړیوالو خبري آژانسونه انځورونه انځور: picture-alliance/dpa/A. Taherkenareh له نړیوالې ټولنې سره د ایران د اتومي پروگرام پر سر یوه توافق ته د رسیدو د رپوټونو وروسته د ماښام شا او خوا ډیر شمیر ایرانیان سړکونو ته راووتل او خپله خوښي یې څرگنده کړه.
انځور: Getty Images/AFP/A. Kenare د «ایرنان» خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې د تهران پرته، ایرانیانو په ډیر شمیر ښارونو لکه بوشهر، بروجرد، مشهد او ... کې خپله خوښي څرگنده کړه.
انځور: Getty Images/AFP/A. Kenare د ایران د اتومي پروگرام پر سر د توافق وروسته د سړکونو پر سر د ایرانیانو خوشحالي
انځور: picture-alliance/dpa/A. Taherkenareh تر دې دمخه د ایران د ا«نتظامي ځواکونو» ویاند سعید منتظر المهدي «د احتمالي اتومي توافق په جشن کې د خلکو تر څنگ د حضور» په هکله د دغو ځواکونو د چمتووالي خبره کړې وه.
انځور: Getty Images/AFP/A. Kenare د ایران د ۱۳ کلن شخړه ییز اتومي پروگرام پر سر د مذاکراتو وروستۍ دوره د ۵+۱ هیوادونو او ایران تر منځ د اتریش د پلازمینې ویانا په کوبورگ نومې هوټل کې یوه جوړجاړي ته په رسیدو ختمه شوه.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Taherkenareh ایرانیان د اتومي توافق په هکله خپل جشن لمانځي
انځور: Getty Images/AFP/A. Taherkenareh په دغه انځور کې هم دوه ځوانان لیدل کیږي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف انځور یې په لاسونو کې دی او خپله خوښي ښيي.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Taherkenareh ایرن او د نړۍ شپږ قدرتونه (امریکا متحده ایالات، روسیه، چین، فرانسه او آلمان) چې د ۵+۱ په نامه هم یادیږي د خبرو اترو د یوې اوږدۍ دورې وروسته د ایران د اتومي پروگرام د شخړي د هواري پر سر توافق ته ورسیدل.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Taherkenareh د ایران د اتومي پروگرام پر سر یوه توافق ته د رسیدو وروسته د اروپا د پارلمان مشر مارتین شولتڅ، له دغه تړون څخه د هرکلي په ترڅ کې هغه «د یوه نوي دور د پیلیدو» په توگه یاد کړ او روښانه یې کړه چې دا د ایران، سیمې او نړۍ د امنیت له پاره يو ښه توافق دی.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Taherkenareh په ایران کې خلک اتومي پروگرام پر سر توافق ته د رسیدو وروسته خلک خپله خوښي ښيي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Taherkenareh په ایران کې د سړکونو پر سر د اتومي جوړ جاړي په هکله د خلکو خوښي.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Taherkenareh د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اتومي تړون په هکله توافق وستایه او ویې ویل چې اوس نړۍ کولای شي «د راحت سا» واخلي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Kenare د اورپايي ټولنې د بهرنیو چارو مسوولې فدریکا موگرینی، د ایران د اتومي پروگرام پر سر د جوړجاړي هرکلی وکړ او هغه یې «د ټولې نړۍ له پاره د هیلې نښه» وبلله. موگریني روښانه کړه چې دغه توافق به «په نړیوالو اړیکو کې نوی فصل» پرانیزي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Kenare په ایران کې د سړکونو پر سر د اتومي پروگرام پر سر د جوړ جاړي په هکله د خلکو خوښي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Kenare په ډیر شمیر ښارونو کې تر ماښام ناوخته پورې خلکو د سړکونو پر سر خپله خوشحالي څرگندوله.
انځور: Getty Images/AFP/A. Kenare د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل د نړیوال سیاست او دیپلوماسۍ په برخه کې د ایران د اتومي پروگرام په هکله توافق د یوه اساسي بریا په توگه عنوان کړی دی.
انځور: Getty Images/AFP/A. Kenare په دغه انځور کې هم دوې میرمنې لیدل کیږي چې د ایران بیرغ یې په لاسونو کې دی او خپله خوښي څرگندوي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Kenare د نړیوالو قدرتونو او ایران تر منځ د خبرو اترو وروستي دور کابو ۱۸ ورځې دوام وکړ او بالاخره د جولای میاشتې پر ۱۴مه نېټه د مذاکراتو ښکیل اړخونه د ایران د شخړه ییز اتومي پروگرام پر سره توافق ته ورسیدل.
انځور: Getty Images/AFP/A. Kenare
نوموړي زیاته کړه چې د ایران اټومي تاسیسات د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې سخت زیانمن شول او له همدې امله ایران نه شي کولی په اسانۍ سره مذاکراتو ته ستون شي او داسې ښکاره کړي چې هر څه سم شوي دي، ځکه نو دا وار به مذاکرات «ډیر سخت» وي.
د غني کړای شوو یورانیمو د ساتل کیدو ځای په هکله د اټومي آژانس انديښنه ایران د غني کړای شوو یورانیمو د ساتل کیدو ځای په اړه تر اوسه پورې توضیحات نه دي ورکړي. دې موضوع د نړیوال اټومي آژانس انديښنه را پارولې ده او له ایران څخه یې په دې هکله د شفافیت رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.
د نړیوال اټومي اژانس عمومي مشر رافایل ګروسي ویلي دي چې د امریکا له هوایې برید وروسته د ۴۰۰ کیلوګرامه غني کړای شوو یورانیمو د ساتل کیدو ځای نامشخص دی.
ایران له غني شوو یورانیمو سره د څه په لټه کې دی؟ ایران په وار وار ادعا کړې ده چې له غني شوو یورانیمو څخه علمي استفاده کوي. د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لمي، له ګارډین ورځپاڼې سره په خبرو کې په صراحت سره له ۶۰ سلنې غني شوو یورانیمو څخه د علمي استفادې په هکله د ایران ادعا رد کړله.
هغه وویل چې د ایران رهبران نه دي توانیدلي چې ماته وضاحت راکړي چې ولې په دې کچې غني شوو یورانیمو ته اړتیا لري. ډیویډ لمي وویل که د بریتانیې تاسیساتو ته د بیلګې په توګه سلافیلډ یا په چشر کې یورنکو ته لاړ شئ، هیڅ کله تر ۶ سلنې پورته غني کول نه وینئ.
خو ایا ایران د اسرائیل او امریکا له بریدونو وروسته په اوسنیو شرایطو کې د یورانیمو د غني کولو توان لري؟
عراقچي په دې اړه د «فاکس نیوز» خبري شبکې ته ویلي دي چې ایران اوس هم په کافي اندازه اټومي کارپوهان، تخنیک او د اړتیا وړ تجهیزات په اختیار کې لري او د خپل اټومی پروګرام د هغې له جملې څخه د یورانیو د غني کولو د بهیر بیا پیلولو توان لري.
ولې د ایران اتومي پروګرام بیا د توجه وړ ګرځیدلی؟This browser does not support the video element.