1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران خپله نوې ځانمرګې بې پلوټه الوتکه ښکاره کړه

۱۴۰۳ شهریور ۳۱, شنبه

له نړیوالو نیوکو سره سره ایران خپلو بې پیلوټه الوتکو او توغندیو جوړیدو ته دوام ورکړی. اوس دغه هیواد، ځانمرګې بې پیلوټه الوتکه او د بالستیک توغندیو یو بل ماډل معرفي کړی، چې ظاهرا زرګونه زرګونه کیلومتره واټن وهي.

.ویل کیږي د ایران له خوا جوړه دغه الوتکه  په نړۍ کې یو له پرمختللو الوتکو څخه ده.
.ویل کیږي د ایران له خوا جوړه دغه الوتکه په نړۍ کې یو له پرمختللو الوتکو څخه ده.انځور: Atta Kenare/AFP/Getty Images

ایران په تهران کې په پوځي پریډ کې د خپلې ځانمرګې بې پیلوټه الوتکې  وروستۍ نسخه معرفي کړه. د «صدا او سیما» خبري آژانس د راپور له مخې بې پیلوټه الوتکه «شاهد ۱۳۴بي» ۴۰۰۰ کیلومترو پورې واټن وهلی شي او ویل کیږي چې په نړۍ کې یو له پرمختللو الوتکو څخه ده.

د ایران دولتي خبري اژانس «ایرنا» راپور ورکړی چې په دې پوځي پریډ کې د ایران سپاه پاسدارن  وروستی بالستیکتوغندیچې له جامد تیلو څخه په کې کار اخیستل کیږي، هم نندارې ته وړاندې شو.دغه خبري آژانس ویلي دي چې د «جهاد» په نوم د تیلو دغه توغندی د سپاه پاسدارن  د هوايي ځواک له خوا ډیزاین او جوړ شوی او عملیاتي واټن یې ۱۰۰۰ کیلومتره دی.

ایران وايي، په وروستیو کلونو کې یې د بې پیلوټه الوتکو په تولید کې ډېر پرمختګ کړی دی.انځور: Atta Kenare/AFP/Getty Images

ویل کیږي چې دغه توغندي د ۱۵۰ کیلو ګرامه په وزن د چاودیدونکو توکو د لیږدولو وړتیا لري او کولای شي تر ۳۰ مترو پورې په احتمالي ځیرتیا سره خپل هدف په نښه کړي.

ایران وايي، په وروستیو کلونو کې یې د بې پیلوټه الوتکو په تولید کې ډېر پرمختګ کړی دی. د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په  یوه نظامي نندارتون کې چې له عراق سره د اته کلنې جګړې په یاد جوړ شوی، وویل:« نن سبا زمونږ دفاعي او نظامي شتمنیو توان دومره ډیر شوی دی  چې هیڅ شیطان زمونږ په ګران هیواد ایران د یرغل په اړه حتی فکر هم نه شي کولی.»

هغه په ​​منځني ختیځ کې جګړې ته په اشارې سره زیاته کړه:« د اسلامي هېوادونو تر منځ په یووالي او همغږي سره موږ کولای شو چې غاصب او نسل وژونکی اسرائیل چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پر هیچا هم رحم نه کوي په خپل ځای کینوو.»


د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو  پروګرامونو په تړاو لویدیځ  بیا  بیا نیوکې کوي او دغه هیواد  تحریم شوی هم دی.

ویل کیږي چې روسیې ته د ایران لیږدول شوې بې پیلوټه الوتکې د اوکراین په جګړه کې مهم رول لوبولی دی. خو تهران دا خبره په کلکه ردوي.د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هېواد یې له مسکو سره په پوځي برخه کې همکاري کوي، خو دا د اوکراین له جګړې سره هېڅ تړاو نه لري.تهران دغه راز ادعا کوي چې تل یې په اوکراین کې د جګړې د ژر پای ته رسولو او د دیپلوماتیکو خبرو ملاتړ کړی دی.

 

Rsh/Aj/zn/aa (dpa,AFP)

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل