1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران-اسرائیل کړکېچ؛ د افغانستان له فضا د الوتنو ډېرېدل

۱۴۰۳ مهر ۱۹, پنجشنبه

په منځني ختیځ کې د کړکېچ زیاتېدو له امله تېره اونۍ هوايي شرکتونو خپلې ډېرې الوتنې د افغانستان د هوايي قلمرو څخه کړي دي. په دې ورځو کې ډېر هوايي شرکتونه د ایران پر فضا له الوتنو ډډه کوي.

د ایران او اسرائیل کړکېچ؛ د افغانستان پر هوايي قلمرو د الوتنو زیاتېدل
د ایران او اسرائیل کړکېچ؛ د افغانستان پر هوايي قلمرو د الوتنو زیاتېدلانځور: Martin Wagner/IMAGO

د معلوماتو له مخې، تېره اونۍ هوايي شرکتونو په زیاتېدونکي ډول د خپلو الوتنو لوري ته بدلون ورکړی او تېره اونۍ ډېرې الوتنې د ایران پر ځای د افغانستان پر هوايي قلمرو شوي دي. دا مسیر د وخت او لګښت له اړخه هوايي شرکتونو ته ګران پرېوځي. دا چاره په منځني ختیځ کې د کړکېچ له امله د اسیا او اروپا تر منځ هوايي مسیر کې د ګډوډۍ له امله رامنځته شوې ده.

که څه هم په وروستیو میاشتو کې د افغانستان پر فضا الوتنې زیاتې شوي؛ خو د «فلایت رادار ۲۴» په نوم د یوه سویډني ویبسایټ د معلوماتو له مخې، پر اسرائیل د ایران له توغندیزو بریدونو او په مقابل کې یې پر ایران د اسرائیل د ممکنه برید له امله، د افغانستان پر فضا دا پروازونه لا زیات شوي دي. «فلای رادار ۲۴» ویب ‌پاڼه د مسافر وړونکو الوتنو موقعیتونه په ژوندۍ بڼه خپروي.

د اروپا د هوايي چلند د خوندیتوب ادارې EASA تېره اونۍ هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړی دی چې د ایران پر فضا له الوتنو ډډه وکړي.

«فلایټ رادار ۲۴» د سیپټمبر پر ۲۹ نېټه د افغانستان پر فضا د ۱۳۲ نړیوالو الوتنو خبر ورکړی و، خو د اکتوبر پر دویېمه پر اسرائیل د ایران له توغندیزو بریدونو یوه ورځ وروسته دا شمېر ۱۷۶ ته لوړ شو. په همدې ترتیب د اکتوبر له شپږمې څخه تر دې دمه د افغانستان له هوايي قلمرو څخه ۲۲۲ نړیوالې الوتنې شوي دي.

طالب چارواکیو ویلي دي، چې په وروستیو کې د افغانستان له هوايي قلمرو څخه د نړیوالو الوتنو شمېر د فلای رادار ۲۴ ویب‌ پاڼې تر ورکړل شویو شمېرو ډېر دی.

درې کاله مخکې چې طالبان په دویم ځل پر افغانستان واکمن شول، د افغانستان پر هوايي قلمرو د هوايي ټرافیک کنټرول له منځه تللی.انځور: Flightradar24.Com/Handout via REUTERS

اړوند: د ایران د هوايي حریم په محدودیدو سره د افغانستان پر سر پروازونه ډیر شوي

د طالبانو ادارې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي ویلي:«په ځانګړې توګه په تېرو پنځو شپږو ورځو کې په ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۳۵۰ ترانزیتي پروازونه د افغانستان له فضا څخه شوي دي، په داسې حال کې چې دا شمېر تېر کال ایله تر ۱۰۰ رسېده.»

«فلای رادار ۲۲» د سې ‌شنبې په ورځ د افغانستان له هوايي قلمرو څخه د «بریتیش ایرویز» او «سینګاپور ایرلاینز» الوتنې وښودلې، خو دغو شرکتونو د رویټرز خبریال ته په دې اړه جزئیات ور نه کړل.

اړوند: د منځني ختيځ کړکېچ؛ هوايي شرکتونه د افغانستان له مسيره پروازونه کوي

په ۲۰۲۲م کال کې د روسیې او اوکراین هوايي کرښې د اوکراین د جګړې د پیلېدو له امله وتړل شوې، ډېرو هوايي شرکتونو خپلې الوتنې د ایران او منځني ختیځ له هوايي قلمرو پیل کړې. اوس د نوي مسیر په تغیر سره ښکاري، چې هوايي شرکتونه له محاسبوي ستونزو سره مخ دي، ځکه چې د منځني ختیځ فضايي امنیت ورځ تر بلې خطرناک کېږي او د حماس او اسرائیل د جګړې له پيل یو کال وروسته د یوې سیمه‌ ایزې جګړې خطر لا زیاتېږي.

بریتیش ایرویزانځور: Bayne Stanley/Zuma/picture alliance

د الوتنو په اړه د ممکنه خطرونو د تبادلې سازمان یا (OPSGROUP) بنسټ ایښودونکی مارک زی، وايي:«هغه کرښې چې له پخوا تړل شوې وې، اوس لا محدودېږي. له همدې امله افغانستان د لوړ هوايي ټرافیک شاهد دی.»

درې کاله مخکې چې طالبان په دویم ځل پر افغانستان واکمن شول، د افغانستان پر هوايي قلمرو د هوايي ټرافیک کنټرول له منځه تللی. له همدې امله هوايي کرښې د خپلو تنظیموونکیو په لارښوونکو متکي دي.

مارک زی، وايي:«ګومان کوم چې د ایران او ښايي د عراق پر فضا له الوتنو ځان ساتنه به څو اونۍ دوام ولري، تر څو یا اسرائیل څه اقدامات وکړي او یا حالت عادي شي.»

(Reuters) si, af,od,nj

سترې بوینګ الوتکې بیا الوتنې پیلوي

01:15

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل