1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

امریکا:اسرائیل د ایران اټومي ګواښ پر وړاندې داقدام آزادي لري

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۶, شنبه

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان ویلي، واشنګټن اسرائیلو ته د ایران د اټومي ګواښ پر وړاندې د اقدام آزادي ورکوي. اسرائیلو په وار وار ګواښ کړی چې که اسلامي جمهوریت د اټوم بم د جوړولو هڅه وکړي پوځي اقدام به وکړي.

آرشیف: جک سالیوان د سيپیني ماڼي د ملي امنیت سلاکار
آرشیف: جک سالیوان د سيپیني ماڼي د ملي امنیت سلاکار انځور: Oliver Contreras/ZUMA/imago images

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان ویلي، واشنګټن اسرائیلو ته د ایران د اټومي ګواښ پر وړاندې د اقدام آزادي ورکوي. اسرائیلو په وار وار ګواښ کړی چې که اسلامي جمهوریت د اټوم بم د جوړولو هڅه وکړي پوځي اقدام به وکړي.

د پنجشنبې په ورځ (د مۍ ۴مه) د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان د «واشنګټن انسټیټیوټ» په فکري مرکز کې د وینا پر مهال اعلان وکړ چې ایران ته به هیڅکله د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنکړي. هغه وویل: «متحده ایالات د دیپلوماټیکو حل لارو د کارولو هوډ لري "مګر په ورته وخت کې دا د اسلامي جمهوریت د اټومي ګواښ پر وړاندې د اسرائیلو د عمل آزادي پیژني."

بلنکن د ایران اتومي پروګرام پر وړاندې د پوځي اقدام امکان نه ردوي

سالیوان بیا هم د اټومي وسلو د ترلاسه کولو څخه د ایران د مخنیوي لپاره ترټولو غوره لاره "اغیزمن تړون" ګڼلی او ویلي یې دي "د ایران اټومي پروګرام پرته له موافقې پرمختګ کوي، په داسې حال کې چې یو تړون کولای شي محدود کړي."

دا خبرې په داسې حال کې شوي چې اسرائیلو تر دې مخکې هم څو ځله ګواښ کړی چې که اسلامي جمهوریت د اټومي بم د جوړولو هڅه وکړي، پر وړاندي به ېې پوځي اقدام وکړي.

په همدې اړه د اسرائیلو د دفاع وزیر چې د پنجشنبې په ورځ د می پر څلورمه يې له آتن څخه لیدنه وکړه، د ایران د اتومي پرمختګ او د یورانیمو د ۹۰ سلنې بډاینې په اړه ېې خبرداری ورکړ او ویې ویل: »دا د ایران له لوري یوه لویه تېروتنه ده چې کولای شي سیمه نوره هم جګړه ییزه کړي.«

د ایران په اټومي تاسیساتو کې یوه حادثه رامنځته شوې

سالیوان هم په "واشنګټن انسټیټیوټ" کې په خپله وینا کې دې موضوع ته اشاره وکړه او ویې ویل: »د ایران اټومي پروګرام د پام وړ پرمختګ کړی دی.« نوموړي زیاته کړه: »دا د سیمې، نړۍ او امریکا د امنیت لپاره یو رښتینی خطر دی. له همدې امله، موږ به د اټومي وسلو د ترلاسه کولو څخه د ایران د مخنیوي لپاره اقداماتو ته دوام ورکړو.«

هغه په ​​دې لړ کې په روان کال کې د امريکا او اسرائيلو ترمېنځ د تر ټولو لوی ګډ فوځي تمرین ترسره کېدو ته په اشارې سره وویل چې واشنګټن په مينځني ختيځ کې له خپلو ملګرو سره د ايران د اټومي پروګرام د مخنيوي لپاره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل