1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران او اسرائيل شخړه؛ آيا ترکيه به پکې ور شامله شي؟

۱۴۰۳ مهر ۱۷, سه‌شنبه

ترکيه د فلسطينيانو ملاتړی هيواد دی او پر اسرائيل باندې تل نیوکې کوي. دا په داسې حال کې ده چې له ایران سره یې اړيکي ډېرې ژورې نه دي. خو په مخ پر وده سيمه ایزو شخړو کې به د ترکیې نقش څه وي؟

د ترکیې ولسشمر رجب طيب اردوغان
اردوغان په کراتو پر دې هم ټینګار کړی دی چې دی حماس ته د يوه ترهګریز سازمان په توګه نه ګوري او د فلسطينيانو يادونه تل د خپلو «فلسطيني ورونو» په توګه کوي.انځور: DHA

له تېرو څو میاشتې راهېسې يو شمير هېوادونو په منځني ختیځ کې د جګړې د لمن د پراخېدو په اړه خبرداري ورکړي. پر اسرائيل باندې د ايران تر تازه بريدونو وروسته اوس دا اندېښنه نوره هم ډېره شوې ده.

ايران د منځني ختيځ له قدرتونو څخه يو دی. دويم ځواک ترکيه دی او په انقره کې حکومت د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر د ۷مې نیټې د حماس د ترهګریزو بريدونو په ځواب په غزه تړانګه کې د اسرائيل تر بريد وروسته د فلسطينيانو ملاتړ کړی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان، په څو ځلي پر اسرائيل باندې د «نسل وژنې» تور لګولی دی. نوموړي په کراتو پر دې هم ټینګار کړی دی چې دی حماس ته د يوه ترهګریز سازمان په توګه نه ګوري او د فلسطينيانو يادونه تل د خپلو «فلسطيني ورونو» په توګه کوي.

په هېواد کې دننه د سياسي موخو له پاره د بهرنۍ تګلارې کارول

اردوغان، په دې وروستيو کې د خپل هېواد خلک هغه وخت وبيرول چې د اکتوبر پر لومړۍ نیټه یې د ترکیې پارلمان ته په خپله وينا کې پر اسرائيل تور ولګاوه چې غواړي پر ترکیې بريد وکړي.

هغه ويلي ول: «د اسرائيل حکومت چې ليونی شوی دی، تر فلسطين او لبنان وروسته ممکن زموږ وطن هم د خپل مذهبي جنونيت يا ليونتوب هدف وګرځوي.»

ولسمشر اردوغان، زياته کړه چې د اسرائيل لومړی وزیر بنيامين نتانياهو، د اناطوليه د نیولو خوبونه ويني او «په يوه خوب پسې ځغلي.»

خو د «لندن سکول آف اکنامکس» څخه د سياسي چارو کارپوهه سيلين ناسي، د ولسمشر اردوغان څرګندونې غير حقيقي ګڼي. هغې وويل: «زما په آند دا ښکل شوې صحنه ناسمه ده. ترکيه د ناټو غړی هېواد دی او پر ترکیې بريد پر ناټو د بريد په معنا او له امريکا سره مقابله ده. پر دې سربیره اسرائيل پر ترکیې باندې د بريد هیڅ دليل نه لري.»

ناسي، وويل چې اردوغان د خپل بنسټ د قوي کولو او له فلسطينيانو سره د يووالي ښوولو هڅه کوي. له ترکيې سره په ناټو کې دويم ستر پوځ دی چې دا هېواد نه يوازې په پوځي توګه قوي کوي بلکې د اسرائيل په څېر د امريکا نږدې متحد هم دی.

د اسرائيل د «ایرون دوم» په نوم دافع هوا سیسټم د ايران د توغنديو ډېره برخه خنثی کړل.انځور: Amir Cohen/REUTERS

د نړيوالو اړيکو پروفيسور متقاعد پروفيسور او د استانبول د بلجي پوهنتون پخوانی مشر التر توران، وايي چې د اردوغان د څرګندونو اهداف نور دي: «ولسمشر اردوغان بهرنۍ تګلاره د خپل هېواد د سياسي موخو له پاره د يوه ابراز په توګه کاروي. اسرائيل مطمئناً داسې اراده نه لري.»

هغه وويل چې انقره په هېواد کې دننه د سياسي ناکاميو له کبله نورو مسئلو ته د پام اړولو هڅه کوي. نوموړی زياتوي چې ترکيه د اقتصادي بحران ښکار ده او اردوغان له تېرو سيمه ایزو ټاکنو راهېسې وار په وار سياسي ملاتړ له لاسه ورکوي.

ترکيه به مداخله وکړي؟

د التر توران، په حواله په جګړه کې د یوه اړخ د جوړېدو د ترکیې امکانات صفر دي. نوموړې پر دې خبره ټینګار وکړ: «ترکيه به په دې شخړه کې په فعاله توګه ونډه وانخلي ځکه چې په انقره کې حکمت نه غواړي چې د جګړې برخه شي.»

انقره به د اسرائيل له لوري پر ايران د غچ اخیستنې د عملياتو منظوري ور نه کړي، ځکه ترکيه غواړي له ایران سره له لېرې دوستي وپالي. توران، وايي که څه هم چې د ترکيې حکومت تهران ته ممکن د اخلاقي مرستې وړاندیز وکړي خو تر دې به وړاندې ولاړ نه شي.

کارپوهه سيلين ناسي، په دې اړه داسې توضیحات ورکوي: «د ترکیې د حکومت فلسطين پلوه او اسرائيل ضد دريځ دا ناسم تصور رامنځته کړی دی چې ترکيه د ايران او د هغه د مليشو ملاتړ کوي. دا ناسمه خبره ده.»

ناسي په خپلو خبرو کې زياته کړه چې ترکيې د خپل اقتصاد پياوړي کولو ته پام اړولی دی او سيمه ایز ټکر به د بې ثباتۍ د ډيرېدو باعث وګرځي. ناسي وويل: «ترکيه به د اسرائيل له پوځ سره مخامخ نه شي.»

سيال خو له خپل منځني درناوي سره

په قطر کې د ترکیې پخواني سفير مدحت رېندې، چې د سيمې پر جغرافيايي حرکاتو نظر لري، وويل چې ترکيه، ايران او سعودي عربستان به «د ماضي په څېر له يو بل سره سيالۍ ته دوام ورکړي.» هغه وويل: «ترکيه له ايران سره په احتياط او د درناوي پر بنسټ ولاړې» اړيکي پالي، ګني دا په داسې حال کې ده چې کله د سيمه ایزو شخړو خبره وي نو د تهران او انقره دريځ اکثره وخت مختلف وي.»

ولې د ایران اتومي پروګرام بیا د توجه وړ ګرځیدلی؟

02:45

This browser does not support the video element.

رېندې، وويل: «ترکيه نه غواړي ايران په سيمه کې خپل نفوذ د هغو غيرو دولتي عناصرو له لاري چې دغه هېواد یې ملاتړ کوي او وسلې ورکوي، پراخ کړي. پر دې سربيره ترکيه د سيمې د نورو هېوادونو سره په هغه هلو ځلو کې هم شريکه ده چې د ايران پر يوه اتومي ځواک د بدليدو د مخنيوي په موخه یې کوي.»

ترکيه حزب الله ته په کومه سترګه ګوري؟

د دې دواړو سيمه ایز قدرتونو [ايران او ترکيې] ترمنځ بنسټیز اختلاف له اسلام څخه د دوی د بېلا بېلو تشريحاتو پر اساس ولاړ دی. ترکيه يو سني هېواد دی او د اردوغان حکومت په اصل کې د حماس په څېر سني ډلو ملاتړ کوي، هغه ډله چې اروپايي اتحادیې او امريکا د يوه ترهګر سازمان په توګه درجه بندي کړې ده.

برعکس د ايران د نفوس اکثريت یې بيا شعيه مذهبه دي. همدا علت دی چې د ايران او د شعيه ډلو، يعني په لبنان کې د حزب الله او يمن کې د حوثي ياغيانو ترمنځ ژورې اړيکي موجودې دي.

همدا مذهبي او سياسي توپيرونه د دواړو هېوادونو ترمنځ جغرافيايي سياسي اتحاد تشکيلوي.

دا ډول توپيرونه د انقرې له خوا د تسليت په پېغام کې هم منعکسيږي. يعني کله چې د حماس مشر اسماعيل هنيه، ووژل شو نو اردوغان يوه ورځې رسمي وير اعلان کړ. خو د حزب الله د مشر حسن نصرالله، پر وژل کيدو یې که څه هم چې د لبنان له خلکو سره يووالي څرګند کړ، خو د نصر الله نوم یې ياد نه کړ. التر توران، وايي: «دا د درک وړ ده او حیرانوونکې خبره نه ده چې د خواخوږۍ په ښکاره کولو کې مقايسه ونه ليدل شوه.»

ب. ص/ ن. ز (بوراک اونويرين)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل