1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيایران

ایراني رسنۍ: په سیستان او بلوچستان کې څلور وسله وال وژل شوي

۱۴۰۳ آبان ۱۵, سه‌شنبه

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد امنيتي ځواکونو د ایران په سویل ختيځ کې پر یوې لرې پرتې امنيتي پوستې د خونړۍ حملې په تړاو څلور جنګیالي وژلي دي. دې سره د یادې حملې په تړاو د وژل شوو جنګیالیو شمېر ۸ کسانو ته لوړ شوی.

آرشیف - د ایران سرحدي ځواکونه
آرشیف - د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې د ایران امنيتي ځواکونو او وسله والو ډلو ترمنځ په کراتو نښتې رامنځ ته کيږيانځور: Farhikhtegan

د جیش العدل ډلې جنګیالیو چې مقر ېې په پاکستان کې دی، د اکتوبر په ۲۶مه د سیستان او بلوچستان ایالت په تفتان سیمه کې پر یوه امنيتي پوسته حمله کې لس پولیس ووژل. دا په وروستیو میاشتو کې په ایران کې یوه تر ټولو خونړۍ حمله وه.

د ایران رسمي خبري آژانس ایرنا د ایران د سپاه انقلاب د یوه قوماندان احمد شفائي، له قوله لیکلي دي: «په مجموع کې اته تروریستان وژل شوي دي.»

د ایران دغه پوځي چارواکي ويلي دي چې «۱۴ نور تروریستان نيول شوي» چې د تفتان په حمله کې ښکيلې کليدي څېرې دي. هغه زياته کړې چې امنتيي ځواکونو دغه راز په ډېر مقدار وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

د ایران د سپاه پاسداران د ځمکنیو ځواکونو قوماندان محمد پاکپور، د دوشنبې په ورځ ناوخته ایرنا، ته وویل چې هغه جنګیالي چې د اکتوبر په ۲۶مه یې حمله کړې وه، «ایرانیان نه ول»، خو پاکپور د هغو د ملیت په هکله معلومات ور نه کړل.

د ایران سیستان او بلوچستان ولایت چې له افغانستان او پاکستان سره ګډه پوله لري، د ایران د تر ټولو بې وزلو سیمو په ډله کې شمېرل کیږي.

دغه سیمه له اوږدې مودې راهیسې له پولې ورهاخوا د سني افراطیانو او بېلتون غوښتونکو د حملو شاهده پاته شوې او دغه راز پکې د امنيتي ځواکونو او وسله والو ډلو ترمنځ هم په کراتو نښتې رامنځ ته کیږي.

په دغه ولایت کې د اکتوبر میاشتې په سر کې هم په دوو جلا حملو کې د پولیسو په ګډون لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي ول. د دغو حملو مسئولیت هم د جیش العدل ډلې منلی وو.

دغه بلوچ بيلتون غوښتونکې ډله چې په ۲۰۱۲ کال کې جوړه شوې، ایران او امریکا متحده ایالات ېې د یو «تروریستي سازمان» په توګه پېژني.

Mks/sr/Af/si (AFP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب