1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران ډېره درنده محموله فضا ته استولې ده

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، رويترز
۱۴۰۳ آذر ۱۶, جمعه

ايران ويلي دي چې د خپل يوه توغندي په کارولو سره یې فضا ته د خپل تاريخ تر ټولو درنده محموله استولې ده. د ايران د فضايي وړتياو لوړېدو د لوېديځ انديښنې ډېرې کړي دي.

د ايران فضايي راکټ
د ايران فضايي پروګرام په دې وروستيو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.انځور: Iranian state television/AP/picture alliance

ايران وويل چې د جمعې په ورځ یې (۲۰۲۴م کال د ډسمبر ۶) په هېواد کې د جوړ شوي یوه راکټ په مرسته د دغه هيواد په تاريخ کې تر اوسه تر ټولو دروند بار فضا ته په برياليتوب سره ليږدولی دی.

دا سپوږمکۍ په داسې حال کې ليږدول کيږي چې د ایران او لوېديځ ترمنځ په منځني ختیځ کې د شخړو او د ایران د لانجمن اتومي پروګرام پر سره ترنګلتياوې مخ پر ډېرېدو دي.

د هېواد د تاريخ د درنې محمولې ليږدول

دغې محمولې کابو ۳۰۰ کيلوګرامه وزن درلود او يوه مخابراتي سپوږمکۍ او فضايي بار وړونکې وسيله پکې شاملې ده. دا سپوږمکۍ د ایران د سمنان ولایت د امام خميني له فضايي اډې څخه وليږدول شوه.

کومې خپلواکې سرچېنې په سملاسي توګه د دې ستېلايت د کاميابي تجربې تائيد نه دی کړی.

ايران په دغه هېواد کې جوړ د سيمرغ ستېلايټ ليږدونکی توغندی د دې عملياتو له پاره کارولی دی. دا راکټ چې د ایران د دفاع وزارت جوړ کړی دی، تر دې دمخه څو ځله له ناکامۍ سره مخامخ شوی دی.

لویدیځ ولې د ايران د فضايي پروګرام په اړه اندیښمن دی؟

امريکا متحده ایالاتو، اسرائيل او د اروپايي هېوادونو حکومتونو په کراتو ايران ته د فضايي پروګرام د پرمختګ په تړاو خبرداری ورکړی وو. دغو هېوادونو استدلال کاوه چې ایران د ستېلايتونو د جوړولو او ليږد له پاره کاريدونکي تکنالوژي د باليستيک ميزايلونو په جوړولو کې کارولی شي چې د اتومي سرګلولو وړتيا لرونکي میزايلونه هم پکې شامل دي.

تهران دا خبره ردوي چې ګني د اتومي وسلو د جوړولو هڅه کوي او وايي چې فضايي پروګرام یې لکه اتومي پروګرام، د ملکي موخو له پاره دی.

پر سپوږمۍ د تجارت له پاره لارې پرانيستي دي

04:02

This browser does not support the video element.

د ايران فضايي ظرفيت څومره پرمخ تللی دی؟

د ايران فضايي پروګرام په دې وروستيو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

د دغه هېواد فضايي ادارې په روان کال کې څو سپوږمکۍ په برياليتوب سره فضا ته استولي دي.

په جنورۍ مياشت کې ايران ويلي ول چې د سيمرغ راکټ په کارولو سره یې په لومړي ځل درې ستېلايټونه په يو ځل فضا ته ليږدولي دي.

په سپتمبر میاشت کې ايران د چمران ۱ په نوم څيړنيزه سپوږمکۍ په هېواد کې د جوړ شوي قايم ۱۰۰ توغندي په مرسته ۵۵۰ کيلومتره وړاندې مدار ته داخله کړه.

د دې سپوږمکيو ليږدول د فضايي تکنالوژۍ په برخه کې د دغه هېواد پرمختللې وړتياوې منعکسوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب