د ایران یوې دولتي تلویزوني شبکې د حماس ترهګرې ډلې له لوړپوړو مشرانو سره د ایران د مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي، د لیدنې کتنې او خبرو اترو خبر ورکړی دی. په دې ملاقات کې د حماس ترهګرې ډلې موقت مشر خلیل الحیا او د دغې ډلې دوو نورو مشرانو هم حضور درلود.
خامنه اي د دوی په مخاطب کولو سره وویل «تاسې د اسرائیل رژیم ته ماته ورکړې ده چې دا په حقیقت کې د امریکا ماته وه. تاسې اجازه ورنکړه چې دوی خپل هیڅ کومې موخې ته ورسیږي.»
ایراني تلویزون ویلي چې فلسطیني مشران خامنه اي ته د ۱۹۷۹ کال د ایران انقلاب د کلیزې مبارکۍ ورکولو له پاره تهران ته راغلي ول. د دې رسنۍ په وینا، ګواکې دوی د ایران د اغیزمن ملاتړ ستاینه کړې ده.
خامنه اي ته د غزې او اردن سیند لویدیځې غاړې د اوسني وضعیت او «خپلو لاسته راوړنو او بریالیتوبونو» راپور ورکړی.
نوموړي دولتي تلویزون د الحیا په نقل، د خامنه اي په مخاطب کولو سره ویلي دي: «مونږ نن په ویاړ سره ستاسې لیدو ته راځو». خامنه اي زیاته کړې ده: «د ایران پر وړاندې د امریکا متحده ایالاتو ګواښونه زمونږ د ملت پر ذهنیت هیڅ تاثیر نه لري.»
د ایران او حماس د لوړپوړو چارواکو ترمنځ دغه لیدنه کتنه په یوه داسې وخت کې ترسره کیږي چې حماس او اسرائیل د اوربند د یوې موافقتنامې په اساس بندیان تبادله کوي.
په تر ټولو وروستي مورد کې حماس د ۱۸۳ فلسطیني بندیانو په بدل کې نن د شنبې په ورځ دری اسرائیلي یرغمل شوي خوشې کړل.
په غزې تړاډه کي د حماس د جنگیالانو پر ضد د اسرائیلي پوځ د عملیاتو په ترڅ کي له تیرو دوو اونیو راهیسي د ډیر ماشومانو او ښځو ترڅنگ په سونو فلسطینیان وژل شوي دي. انځور: DW/Shawgy el Farra د خپلي کورنۍ او دوستان پر مرگ ویر د غزې تړاډي په جنوبي سیمه رفاه کي د اسرائیلي يرغلونو په ترڅ کي د وژل شویو کسانو خپلوان او دوستان د خپلو عزیزانو پر مرگ ژاړي. د اسرائیلي ټانکونو پر مرمیو سربیره د دغه هیواد د هوايي ځواک له خوا هم د حماس پر مرکزونو بمبار روان دی.
انځور: Reuters د غزې د اوسیدونکو بې وسي او ناتواني د غزې ټول نظام د پرله پسي يرغلونو له امله کډوډ شوی دی. د غزې په ۷۰ سلنه برخه کي بریښنا نشته او د پاکو اوبو د نشتوالي له امله وضعیت ورځ تر بلي خرابیږي. د غزې بې وسه خلکو ته یوازي دا چي د خپلو عزیزانو پر مرگ ویر وکړي بله هیڅ لاره پاته نه ده.
انځور: DW/Shawgy el Farra په خپل هیواد کي در په دره د اسرائیلي بریدونو له امله د غزې په شمال کي ډير خلک د خپلو کورونو پرېښوولو ته اړ شوي دي. ډیرو ښځو او ماشومانو د ملگرو ملتونو له خوا جوړ شویو مرکزونو او یا هم ښوونځیو ته پناه وړې ده.
انځور: DW/Shawgy el Farra په معصومو سترگو کې له ورایه د بيري نخښي لیدل کیږي یو فلسطینی کوچنی چې د خپل کور یو څه پاته شوی سامان ورسره دی، د یوې داسي ودانۍ تر څنگ تیريږي چې د پولیسو په خبره د اسرائیلو د هوايي يرغلونو په نتیجه کې ویجاړ شوی دی.
انځور: Reuters اور زېږوونکي اسرائیلي ټانکونه له غزې تراډي سره نژدې د اسرائیلو له سرحد څخه د توپونو ۱۵۵ ملي متري مرمۍ په غزه کې د حماس جنگیالانو پر مرکزونو باندي توغول کیږي. اسرائیل وايي چي دوی د دې ترمخه لا فلسطینیانو ته خبرداری ورکړی وو چي د غزې له شمالي برخو څخه ووځي، په داسې حال کي چي فلسطینیان بیا وايي چي د غزې هیڅ یوه سیمه له اسرائيلي يرغلونو څخه خوندي پاته نه ده.
انځور: J.Guez/AFP/Getty Images تر ځمکې لاندي تونلونو د ويجارولو عمليات اسرائیلي ټانکونه د غزې په شمالي برخه کي مصروف ښکاري. په غزه کي د ځمکنیو بریدونو په پيلیدو سره اسرائیل وايي چي دوی غواړي یوازي هغه تونلونه په نخښه کړي چې د حماس جنگیالي پکښې پټیږي او له دې لاري ځانونه د اسرائیلو خاوري ته رسوي.
انځور: Reuters «له چا څخه د انصاف تمه کیږي» یوه فلسطینۍ د خپل یو عزیز د ویجاړ شوي کور تر څنگ ناسته ده او ویر کوي. پولیس وايي چې د خان یونس د کډوالو کمپ ته نژدې دغه کور اسرائیلي توغندیو ویجاړ کړی دی.
انځور: Reuters یو فلسطینې کارپوه د خپل ویجاړ شوې کور له خاورو څخه د یوې کوربچې د را ايستلو هڅه کوي. دا کور د غزې په جنوبي برخه خان یونس کې موقعیت لري. د دوو اونیو راهیسې د اسرائیلو په برید کې د کمښت هیڅ څرک نه لیدل کیږي.
انځور: Reuters د غزې په ختیځ کي د«شجائیه»سیمي اوسیدونکو له پاره د یکشنې ورځ(د جولای ۲۰) ډیره خونړۍ ورځ وه. په دغه ورځ د اسرائیلو له خوا تر ډیرو سختو بریدونو وروسته پر سړکونو هر لور ته د مړو جسدونه پراته ول. د سختو فيرونو له امله امبولانسونو هم نه وشوای کولای چې د خلکو مرستي ته ور ورسيږي.
انځور: M.Abed/AFP/Getty Images د دوو اونیو پرله پسې عملیاتو په ترڅ کې د غزې تراډې ډیري سیمي په کڼوالو بندلي شوي دي. د دغو بریدونو په ترڅ کې تر ټولو ډیر مالي او ځاني زیان عام خلکو ته اووښتی دی.
انځور: DW/Shawgy el Farra