1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران د خلیج جنجالي ټاپوګانو په سر اماراتو ته خبرداری ورکړ

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۵ فروردین ۱, شنبه

د ایران پوځ متحده عربي اماراتو ته په دې هکله خبرداری ورکړی چې له خپلې خاورې ېې هرمز تنګي ته نژدې د دوی پر ټاپوګانو بریدونه ته اجازه ورکړې. ایران ويلي د نورو حملو په صورت کې به د اماراتو پر راس الخیمه درانه بریدونه وکړي.

د متحده عربي اماراتو د دوبۍ نړېوال هوايي ډګر څخه لوږی پورته کیږي - نېټه د ۲۰۲۶م کال د مارچ ۱۶مه
ایران ويلي د نورو حملو په صورت کې به د اماراتو پر راس الخیمه درانه بریدونه وکړي. انځور: AFP

د ایران تسنیم خبري آژانس د رپوټ په حواله، متحده عربي اماراتو ته دغه خبرداری د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۶م کال د مارچ ۲۱ ) د ایران پوځ عملیاتي قوماندانۍ (خاتم الانبیا) ورکړی دی. دغې قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې داسې ویلي دي: «موږ متحده عربي اماراتو ته خبرداری ورکوو که ېې د ایران پر خلیجي ټاپوګانو ابوموسی او تنب بیا هر ډول تهاجمي برید وکړ په هغه صورت کې به د متحده عربي اماراتو راس الخیمه د ایران د ځواکمن پوځ د درونو حملو هدف وي.

نور ولولئ: د ایران جګړه: اسرائیل په تهران کې زېربناوې ویشتلي

د ابو موسی او لوی تنب (تنب بزرګ) ټاپوګان د ایران له خوا کنټرولیږي، خو د مالکیت دعوا ېې متحده عربي امارات کوي چې پر سر ېې له اوږدې مودې راهیسې د دواړه هېوادونو تر منځ اختلاف موجود دی.یاد ټاپوګان په فارس خلیج کې د هرمز مهم تنګي په مخه کې پراته دي، هغه تنګی چې په نورماله توګه د نړۍ يو پر پنځمه برخه تیل پرې تېریږي.

خو د ایران جګړې له پیل راهیسې په دغه سیمه کې د کشتیو ترافیک مختل شوی او ورسره په بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوي دي. روانه جګړه د فبروري په ۲۸مه پر ایران د امریکا-اسرائیل له حملو سره پیل شوه چې اوس ېې لمن په ټول منځني ختیځ کې خپره شوې ده.

نور ولولئ: د منځني ختیځ کړکېچ؛ پاپ لیو د جګړې د پای او اوربند غوښتونکی شو

ایران پر خلیجي هېوادونو تور لګوي چې امریکايي قواو ته ېې د دې اجازه ورکړې چې له خاورې ېې د ایران پر ضد حملې وکړي. ایران د روانې جګړې په جریان خليجې هېوادونه چې د امریکا منافع ېې ګڼي، د ډرونونو او توغنديو بریدونه کړي.

خلیجي هېوادونو بیا په کراتو د ایران دغه ادعا رد کړې حتی له جګړې مخکې هم، چې دوی به اجازه ورنه کړي چې هوايي فضا څخه ېې د ایران ضد جګړې کې وکارول شي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب