1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران په اټومي تاسیساتو کې یوه حادثه رامنځته شوې

۱۴۰۰ فروردین ۲۲, یکشنبه

د ایران د اټومي انرژۍ سازمان د یوارنیمو د غني کولو تاسیساتو «نطنز» د بریښنا د ویش په شبکه کې د یوې پيښې د رامنځته کیدو خبر ورکړی دی. د چارواکو په خبره د پيښې د رامنځته کیدو علت په اړه یې څیړنې پيل کړي دي.

Irans Atomanlage in in Isfahan
انځور: Maxar Technologies/​REUTERS

د ایران د  اټومي انرژۍ سازمان ویاند بهروز کمالوندي، د یکشنبې په سهار د «نطنز» غني سازۍ تاسیساتو د بریښنا د ویش په برخه کې د یوې حادثې د رامنځته کیدو خبر ورکړی دی. خو په خبره یې دغې پيښې ځاني زیان او د هوا ککړتیا نه ده رامنځته کړې او د پيښې د رامنځته کیدو لامل تر ارزونې لاندی دی.

کمالوندي، د فارس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې پيښه د شهید احمدي روشن نطنز د غني سازۍ تاسیساتو د بریښنا د ویش په برخه کې رامنځته شوي ده او نور جزویات به وروسته اعلان شي.

د ایران د «اټومي اوبتلونو» خطر څومره جدي دی؟

تر دې پيښې یوه ورځ مخکې د نوموړي سازمان مشر علي اکبر صالحي په یوه تلویزوني مرکه کې ویلي وو: «دښمن څو میاشتې مخکې زمونږ د سانتریفیوژ د مونتاژ سالون منفجر کړ، خو دې کار زمونږ مخه ونه نیوله او داسې یو مؤقت سالون یا تالار مو جوړ کړ چې د لمنځه تللي سالون جبران کونکی دی.»

د شنبې په ورځ (د اپریل میاشتې ۱۰ نیټه) د ایران ولسمشر حسن روحاني د «اټومي ټکنالوژۍ د ملي ورځې» په مناسبت، د IR-9 په نوم د نویو سانتریفیوژنونو د تولید پيلولو خبر ورکړی وو. روحاني وویل چې ایران کولی شي د دغو پرمختللو سانتریفیوژنونو په مرسته خپل د یورانیمو د غني کولو پروګرام ګړندی کړي.

په نطنز کې د پرمختللو سانتریفیوژونو د مونتاژ خبر په داسې یو وخت کې اعلان شو، چې د تیر کال په جولای میاشت کې په همدې ځای کې یوې چاودنې د سانتریفیوژونو مرکز ویجاړ کړی وو. مخکې تر دې ویل شوي وو چې په نطنز کې نوی مرکز د ځمکې لاندې جوړیږي، تر څو د ورته پيښې له ګواښ څخه وژغورل شي.  

ایراني چارواکو ویلي دي چې دغه چاودنه د یوې تخنیکي ستونزې له امله رامنځته شوې ده او د «امنیتي ملاحظاتو» له امله یې نور جزویات نه دي ښکاره کړي.

پر ورته موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل