راپور: ايران کې تر ۳۰۰۰ زيات کسان وژل شوي
۱۴۰۴ دی ۲۷, شنبه
په ايران کې تر پراخو لاریونونو وروسته د اوضاع په هکله او په لاریونونو کې د اعتراض کوونکو د وژل کیدو د شمیر په هکله زيات خبرونه خپاره شوي، خو د ځينو دغو معلوماتو خپلواکه تصديق کول ممکن نه دي.
په دې ترڅ کې د شنبې په سهار (د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ ۱۷مه) د بشري حقونو يوې ډلې راپور ورکړ چې په ټول ایران کې د لاريونونو پر مهال د وژل شوو کسانو شمېر تر ۳۰۰۰ اوښتی دی. په امريکا کې د HRANA په نوم دغه سازمان د شنبې په ورځ وويل چې د ۳۰۹۰ کسانو د وژل کېدو تصديق ترلاسه کړی. د دغه سازمان په وينا په وژل شویو کې ۲۸۸۵ لاريون کوونکي هم شامل دي.
دغه هم ولولئ: ترمپ وايي تهران ورته د اعتراض کوونکو د نه وژلو ډاډ ورکړی دی
د پلازمېنې تهران په ښار کې له څلورو ورځو راهيسې وضعيت نسبتا ارام دی. په دې تړاو د تهران څو اوسېدونکو د رويټرز خبري آژانس سره د معلوماتو شريک کولو پر وخت ياد معلومات ورکړی.
په ايران کې احتجاجونه د ډسمبر په ۲۸مه په دغه هیواد کې د خراب اقتصادي وضعیت او د پولي واحد د ارزښت د بې ساري لویدو له امله پيل شوي وو او وروسته په سراسري مظاهرو بدل شول. په زياتو دغو مظاهرو کې، ګډون کوونکو کې د اسلامي جمهوريت د مذهبي واکمنۍ د پای غوښتنه کوله او د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای پر ضد یې هم شعارونه ورکول.
دغه هم ولولئ: د ايران قضايه قوه: ژر به د لاريون کوونکو محاکمه پيل سي
په ایران کې وروستي لاریونونه او ناکرارۍ د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب راهيسې په دغه هیواد کې تر ټولو سختې نا ارامۍ ګڼل کېږي. د مخالفو ډلو او د ايران د حکومت يوه استازي د لاریونونو په ترڅ کې تر دې وړاندې د ۲۰۰۰ څخه د زياتو وژل شويو کسانو خبره کړې وه. له دې سره هم مهاله، په ایران کې د اتو ورځو له انټرنټ بنديز وروسته د انټرنېټ په فعاليتونو کې د لږ زياتوالی راپور ورکړل شوی دی. د انټرنېټ د څارنې ځانګړې ډلې NetBlocks پر اېکس (X) پلاتفورم ويلي چې بيا هم د شبکې نښلېدنه لا هم د عادي کچې شاوخوا دوه سلنه ده.