1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمایران

ایران: داعش پر شاهچراغ زیارت د برید مسئولیت منلی دی

۱۴۰۱ آبان ۵, پنجشنبه

د چهارشنبې په ورځ د شیراز ښار پر شاهچراغ حرم د وسله وال برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي او لسګونو نور ټپیان شول. ایراني چارواکي هڅه کوي چې شاهچراغ کې ترور ته په ایران کې له روانو اعتراضونو سره ارتباط ورکړي.

Iran | Terroranschlag in der Großstadt Schiras
انځور: Iranian Students' News Agency, ISNA/AP/dpa/picture alliance

د داعش یا «اسلامي دولت» ترهګریزې ډلې په تلګرام شبکه کې د یوه پيغام په خپرولو سره په شاهچراغ زيارت کې د وسله وال برید مسئولیت منلی دی.

دغه وسله وال برید چې د چهارشنبې (د اکتوبر میاشتې ۲۶ نیټه) په ورځ د مهسا امنیتي د مړينې د څلویښتۍ په مناسبت د مراسمو له اعتراضونو سره هم مهاله ترسره شو، په پایله کې د وروستیو رپوټونو په حواله لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي. د فارس خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ په وژل شوو کې یوه ښځه او دوه ماشومان هم شامل دي.

د عیني شاهدانو په وینا بریدګر د چهارشنبې ورځې د مازدیګر په ۵ بجې او ۴۵ دقیقو د « ۹ ډي سړک» له لارې د شاهچراغ حرم ته ننوت او پر زیارت کوونکي یې ډزې وکړې.

اړوند: د مهسا امیني د وژنی ۴۰ مه ورځ؛ په ایران کي د پراخو مظاهرو غوښتنه

 په لومړي سر کې ایراني رسنیو رپوټ ورکړی وو چې امنیتي چارواکو په دې ارتباط دوه تنه نیولي، او یو تن په تيښته بریالی شوی دی.

خو د ایران د صدا و سیما رسنۍ د فارس ولایت مشر قاضي کاظم موسوي په نقل رپوټ ورکړی دی چې په دې برید کې «یوازې یو کس» ښکیل و.

د فارس ولایت د انتظامي ځواکونو قوماندان هم ویلي دي چې د دې برید اصلي عامل چې یو تن وو، نیول شوی دی. د هغه په وینا بریدګر پخپله هم په پيښه کې ټپي شوی دی او اوسمهال در درملنې او پوښتنو او ګرویږدنو لاندې دی. ایراني رسنیو په یوې «تکفیري ډله» يا تندلارې ډله کې د دې کس د غړیتوب خبر ورکړی دی.

اړوند: ایران: د داعش ډلې لس غړي مو نيولي

پر شاهچراغ زيارت برید د مهسا امنیتي د مړينې په غبرګون کې د اعتراضونو په دوام او هغې د څلويښتۍ په مراسمو کې د خلکو د پراخ ګډون پر مهال رامنځته شوی دی. دا کار د دې سبب شو چې ایراني چارواکي دغو اعتراضونو ته د دا ډول بریدونو له رامنځته کیدو سره ارتباط ورکړي.

ایراني چارواکي د دغه هیواد د اخلاقي پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني د مړينې په غبرګون کې روان اعتراضونه اغتشاش یا ګډوډۍ رامنځته کول بولي، په داسې حال کې چې حکومت د دولت مخالفینو ته د دا ډول را ټولیدنو او مظاهرو اجازه نه ورکوي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب