امریکا: ایران روسیې ته بې پيلوټه الوتکې استوي
۱۴۰۱ تیر ۲۱, سهشنبهد امریکا متحده ایالاتو د اطلاعاتو پر بنسټ ایران غواړي د اوکراین پر وړاندې د روسیې په تعرضي جګړې کې د استفادې له پاره مسکو ته په سلګونو بې پیلوټه الوتکې (ډرون) په اختیار کې ورکړي.
د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د ملي امنیت سلاکار جک سالیون، له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي دي چې ایران غواړي «څو سوه» بې پيلوټه الوتکې روسیې ته واستوي. د هغه په خبره وسلې لرونکي بې پیلوټه الوتکې به هم په دغو مرستو کې شاملې وي.
سالیوان زیاته کړې ده: «زمونږ اطلاعات ښيې چې ایران له دغو الوتکو څخه د استفادې له پاره ځان د روسي سرتیرو روزنې ته اماده کوي. لومړنۍ روزنیزه دوره احتمالاً د جولای په میاشت کې پيل شوې ده.»
اړونده مطالب: ډرونونه د جګړو په څرنګوالي کې ژور بدلون راوستی دی
د سالیوان د څرګندونو په اساس تر اوسه معلومه نه ده چې آیا ایران مخکې تر دې روسیې ته بی پيلوټه الوتکې استولي دي او که نه.
بې پيلوټه الوتکې د اوکراین په جګړه کې مهم رول لري. له دغو الوتکو څخه په توغندیزو بریدونو، د کوچنیو بمونو په غورځولو او له مقابل لوري څخه د پټو اطلاعاتو د را ټولولو په برخه کې استفاده کیږي.
اوکرایني سرتیري د «بیرقدار» په نامه د ترکیې له بې پیلوټه الوتکو څخه د روسیې د نظامي ځواکونو پر وړاندې په بریالیتوب سره استفاده کوي. امریکا متحده ایالاتو او نورو هیوادونو هم اوکراین ته بې پيلوټه الوتکې استولي دي.
آژانسونه: ش.ن/ ا. و.ا