پوتین او محمد بن سلمان پر کومو موضوعاتو خبرې کړي دي؟
۱۴۰۱ تیر ۳۱, جمعهد کرملین له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې د روسیې ولسمشر ولایدیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره چې عملاً د دغه هیواد مشري کوي، تلیفوني خبرې کړي دي.
د دواړو مشرانو ترمنځ د تیلو د نړیوال بازار په اړه تفصیلي خبرې شوي او د نفتو تولیدونکو هیوادونو ډلې اوپيک پلس ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ پر اهمیت ټینګار شوی دی.
په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې دواړو مشرانو د سیمه ایزې او نړیوالې سولې او ثبات او د اړیکو پر عصري کولو مفصلې خبرې کړي دي.
دغه تلیفوني خبرې په داسې یو وخت کې شوي دي چې ۶ ورځې مخکې د امریکا ولسمشر د سعودي عربستان په سفر تللی و او له محمد بن سلمان سره یي خبرې اترې کړې وې.
د شنونکو په باور د پوتین او محمد بن سلمان ترمنځ خبرې اترې د دې خبرې ښکارېندویي کوي چې واشنګټن او مسکو دواړه د سعودي عربستان له پاره مهم دي، په ځانګړي توګه په داسې یوه وخت کې چې په اوکراین کې د روسیي د جګړې له امله د انرژۍ نړیوال بازار له ستونزو سره مخامخ دی.
د کرملین په حواله پوتین او محمد بن سلمان ویلي دي چې روسیه او سعودي د انرژۍ په نړیوال بازار کې د اړینې انرژۍ او ثبات ساتنې په خاطر خپل رول لوبوي او په دې لړ کې په پرله پسې ډول خپل مسئولیتونه ادا کوي.
د سعودي عربستان دولتي خبري آژانس اس پي ای ویلي دي چې دواړو مشرانو د سیمه ایز او نړیوال امنیت او ثبات په اړه خبري کړي دي.
دواړو مشرانو د سیمې پر وضعیت هم خبرې کړي دي او ولسمشر پوتین د ایران او ترکیې له ولسمشرانو سره د جولای پر ۱۹ نېټه په تهران کې د خپل ملاقات پایلې د سعودي له ولیعهد سره شریکې کړي دي.
ولادیمیر پوتین په تهران کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره درې اړخیزې خبرې اترې کړي وې. دوی په سوريه کې د روانې جګړې او هلته د امنیت د ثبات په هکله خپل نظرونه شریک کړل. دغه درې واړه هیوادونه له ۲۰۱۱م کال راهیسې د سوریې په روانه شخړه کې شامل دي.
د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې پوتین په تهران کې د ایران له ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه یي سره لیدلي و. د ایراني رسنیو په حواله په دې ترڅ کې آیت الله خامنه ایي ویلي ول چې ایران او روسیه باید د لویدیځو هیوادونو د فریبونو په وړاندې هوښیار اوسي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز