1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ډېر زر به د سوخو-۳۵ جنګي الوتکې ایران ته ورسیږي»

۱۴۰۱ دی ۲۵, یکشنبه

د ايران د استازو مجلس غړي تائیده کړې چې ایران روسیې ته د سوخو الوتکو فرمایش ورکړی او زر به یي ترلاسه کړي. مخکې تر دې دا خبر اسرائیلي منابعو ورکړی و او امریکا په روسیه کې د ایراني پیلوټانو د روزنې خبر ورکړی و.

Chinesische Luftwaffe patrouilliert in südchinesischem Meer
انځور: Liu Rui/Xinhua/AP/dpa/picture alliance

سپاه پاسداران يعنې د ايران د انقلابي ساتونکي ځواک ته نږدې د تسنیم خبري آژانس د ايران د استازو مجلس (پارلمان) د ملي امنیت او بهرني سیاست کمیسیون د یوه غړي په حواله په نږدې راتلونکي کې ایران ته د روسیې د سوخو-۳۵ ډوله جنګي الوتکو د سپارل کیدو خبر تائید کړی دی.

روسيه ایران ته «په لسونو سوخوی سو-۳۵ ډوله جنګي الوتکې ورکوي»

تسنیم د یکشنبې په ورځ په یوه اختصاصي رپوټ کې د شهریار حیدري له قوله لیکلي دي: «د سوخو-۳۵ ډوله الوتکې چې ایران يې روسیې ته فرمایش ورکړی و، د راتلونکي کال په لومړیو کې هیواد ته واردیږي.»

د اسلامي شورا د مجلس دغه استازي همدارنګه ویلي دي چې ایران دې ورته نور فرمایشونه هم ورکړي دي، د بیلګې په توګه د هوایي دفاع او توغندیو ضد سیستم، چورلکو او «اکثره دغه وسلې به ډیر زر هیواد ته وارد شي».

په تیرو کلونو کې هم څو څو ځله لږ تر لږه د سوخو د دوو ماډلونو د خریدارۍ په هکله جعلي خبرونه او اوازې خبرې شوې وې.

د ایران او روسیې مخ پر ډیریدونکي دفاعي مشارکت امریکا انديښمنه کړې

 د تیر کال په فیبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته د روسیې او ایران ترمنځ د نظامي همکاریو د ډیریدو په هکله ډیر شمیر رپوټونه خپاره شوي دي.

د شواهدو په اساس روسیه په اوکراین کې پر ښارونو او غیر نظامي زیربناو بریدونو کې له ایراني بی پیلوټه انتحاري الوتکو څخه استفاده کوي او روسیې ته په ایران کې د جوړ بالستیک توغندیو د لیږدول کیدو احتمال هم موجود دی.

د ملي امنیت کمیسیون دغه غړي روسیې ته د ایران له خوا د فرمایش شوو وسلو او د هغو له ډلې څخه د سوخو-۳۵ جنګي الوتکو په هکله نور جزویات نه دي ورکړي.

د اسرائیلي رسنیو رپوټ

شاوخوا دری اونۍ مخکې د (اسرائیلي تلویزون ۱۲) شبکې د لویدیځو استخباراتي سرچینو په نقل رپوټ ورکړ چې روسیه ۲۴ د سوخو جنګي الوتکې چې پخوا ټاکل شوې وه پر مصر یې ؤپلوري، ایران ته سپاري.

اسرائیلي رسنیو همدارنګه ویلي دي چې ایراني پیلوټانو له روسي جنګي الوتکو سره د پرواز کولو روزنه هم ترلاسه کړې ده. دا خبر د امریکا د لوړپوړو چارواکو له خوا هم تائید شوی دی.

روسیه او ایران غواړي خپل اقتصادي روابط پراخ کړي

د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د دسمبر میاشتې په ۹ نیټه د یوه خبري کنفرانس پر مهال خبرداری ورکړی و چې روسیه پر اوکراین د برید له پاره د انتحاري بې پیلوټه الوتکو په بدل کې، له ایران سره په بې سارې ډول پوځي او تخنیکي مرستې کوي.

دغه امریکایي لوړپوړي چارواکي د روسیې او ایران د پوځي همکاریو ابعاد بې ساري وبلل او زیاته یې کړه چې د دې احتمال شته چې روسیې تر اوسه پورې ایران ته نظامي چورلکې او د هوایي دفاع وسایل سپارلي وي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب