1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

مکرون: ایران دې روسیې ته د بې پيلوټه الوتکو استول بند کړي

۱۴۰۲ خرداد ۲۱, یکشنبه

د فرانسې ولسمشر له خپل ایراني سیال سره په تلیفوني اړیکه کې غوښتنه کړې ده چې ایران دې د وسلو په برخه کې د روسیې ملاتړ ته د پای ټکی کیږدي. مخکې تر دې سپينې ماڼۍ د مسکو او تهران د پوځي همکاریو د پراخیدو خبر ورکړی و.

Kombobild Emmanuel Macron - Ebrahim Raisi
انځور: Ludovic MARIN/Iranian Presidency Office/AFP/picture alliance

د الیزې ماڼۍ د شنبې (د جون میاشتې ۱۰ نیټه) په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړی دی چې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون له خپل ایراني سیال ابراهیم رئیسي سره د تلیفوني اړیکې په ترڅ په عاجل ډول د اوکراین په جګړه کې د مسکو نظامي ملاتړ ته د پای ټکي ايښودلو غوښتنه کړې ده.

امریکا: روسیه د ایران په مرسته په خپله خاوره کې د بې پیلوټه الوتکو د جوړولو هڅه کوي

نوموړي په تلیفوني خبرو کې له رئیسي څخه وغوښتل چې روسیې ته دې د بې پیلوته الوتکو له استولو څخه ډډه وکړي.

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

د فرانسې ولسمشر په دې برخه کې له ایران څخه روسیې ته د بې پيلوټه الوتکو د استول کیدو د درنو سیاسي او امنیتي پایلو او بشري عواقبو څخه خبرداری ورکړ. نوموړي همدارنګه د وسلو په برخه کې له مسکو څخه د تهران د ملاتړ پای ته رسولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د مکرون او رئیسې ترمنځ دغه تلیفوني اړیکه په داسې یو وخت کې صورت نیسې چې یوه ورځ مخکې تر دې یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي د اوکراین پر وړاندې جګړه کې د مسکو او تهران د پوځي همکاریو په اړه اسناد او شواهد وړاندې کړل. دغه اسناد ښيي چې روسیه په خپله خاوره کې د ایران په همکارۍ د بې پیلوټه الوتکو د تولید د یوې کارخانې د جوړولو په حال کې ده.

اوکراین ته به اف-۱۶ ډوله جنګي الوتکې ورکړل شي؟

02:10

This browser does not support the video element.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو د همغږي کوونکي جان کربي په خبره، روسیې تر می میاشتې پورې په سلګونو یو طرفه (انتحاري) بې پيلوته الوتکې او د ډرونونو د تولید له پاره تجهیزات ترلاسه کړي دي.

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

کربي همدارنګه په روسیه کې د بې پيلوټه الوتکو د تولید د یوې کارخانې د جوړولو په برخه کې د مسکو او تهران د همکاریو خبر ورکړ چې د هغه د ارزونې له مخې کیدای شي د راتلونکي میلادي کال (۲۰۲۴) تر لومړیو پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د ایران د بې پيلوټه الوتکو ځینې پرزې د اوکراین د متحدینو دي

نوموړي د روسیې په ځانګړي اقتصادي سیمه آلابوګا کې د سپوږمکۍ په وسیله له دې کارخانې څخه د اخیستل شوو انځورونو په وړاندې کولو سره اندیښنه څرګنده کړه او وویل چې مسکو له تهران څخه د اړینو اطلاعاتو او تجهیزاتو د ترلاسه کولو په حال کې دی.

کربي ټینګار وکړ چې امریکا به د دغو فعالیتونو د مختل کولو له پاره له ټولو ابزارو څخه استفاده وکړي او په دې برخه کې لا زیاتو اقداماتو ته اماده ده.

ایران او روسیې په اوکراین کې د جګړې له پیلیدو وروسته خپلې پوځې همکارۍ لا زیاتې کړي دي. یو شمیر رپوټونه وایي چې ایران په تیر دوبي کې روسیې ته د بې پيلوټه الوتکو استول پیل کړي دي.

اوکراین ته د جنګي الوتکو ورکړه د ناټو د ښکیلیدو په معنی ده؟

ایران په پیل کې دا خبر رد کړ، خو وروسته یې ومنله چې د شاهد ۱۳۶ بې پيلوټه الوتکې د اوکراین پر خاوره د دغه هېواد د پوځي برید له پیلیدو مخکې روسیې ته استول شوې وې.

د لویدیځ د امنیتي سازمانونو او اوکرایني چارواکو اطلاعات او ارزونې بیا د ایراني چارواکو د څرګندونو برخلاف ثابتوي.

د اوکراین په مختلفو برخو کې د روسیې په هوایي بریدونو کې چې په تیرو میاشتو کې یې شدت موندلی دی، په پرله پسې ډول د ایران جوړ بې پيلوټه انتحاري الوتکو څخه استفاده شوې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب