1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران: دمشق کې د سفارت بیا پرانیستنې لپاره شرایطوته منتظر یو

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۳ آذر ۲۷, سه‌شنبه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وويل چې په سوریه کې به ېې سفارت د «لازمو شرایطو» موجودیت په صورت کې بېرته پرانیزي. تهران د اسد رژیم تر نسکوریدو وروسته په سوریه کې خپل ديپلوماتيک ماموریت درولی.

په دمشق کې د ایران د سفارت ودانی
په دمشق کې د ایران سفارت وروسته له هغې لوټ شو چې تهران د بشار الاسد د مخالفینو د چټکو پرمختګونو وروسته هغه تخلیه کړانځور: OMAR HAJ KADOUR/AFP/Getty Images

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، وويل: «په دمشق کې د سفارت بېرته پرانیستنه یو لړ مقدماتي امادګیو ته اړتیا لري، چې تر ټولو مهم ېې د سفارت او د هغه د کارکوونکو امنیت دی.»

بقايي زیاته کړه چې په دې ارتباط کارونه به «د هر څومره ژر د لازمو شرایطو په برابرېدو سره» تعقیب شي خو په دې هکله ېې یو مشخص وخت ونه ښود.

په دمشق کې د ایران سفارت وروسته له هغې لوټ شو چې تهران دبشار الاسد د مخالفینود چټکو پرمختګونو وروسته هغه تخلیه کړ. د اسد مخالفینو د دغو پرمختګونو په جریان کې د سوريې مهم ښارونه ونیول. مخالفینو د ډسمبر پر ۸ دمشق هم ونیو، چې ورسره د اسد خاندان د څو لسیزو واکمني پای ته ورسېده.

په دمشق کې د ایران سفارت په یوه دفتري خونه کې ګډوډي، دغه سفارت په وروستیو تحولاتو کې لوټ شویانځور: OMAR HAJ KADOUR/AFP/Getty Images

ایران د سوريې په کورنۍ جګړه کې چې په ۲۰۱۱م کال کې پیل شوه، د بشار الاسد له رژيمه ملاتړ کاوه او د هغه په غوښتنه ېې هلته خپل «پوځي مشاورين» وراستول.

بقايي هم د سې شنبې په ورځ وويل چې په سوریه کې د «ایراني مشاورینو» حضور «د حکومت په بلنه وو.»

هغه زیاته کړه: «موږ هېڅکله د دې له پاره په سوریه کې نه وو چې له یو مشخص شخص، ډلې یا ګوند ملاتړ وکړو.»

داسې ښکاري چې تر سقوط وروسته تهران اوس په دې هڅه کې دی چې له پرزول شوي رهبر فاصله ونیسي او پر ځای ېې د دواړو هيوادونو پر تاريخي دوستۍ ټينګار کوي.

په سوریه کې جنګیدونکي یاغیان څوک دي؟

01:54

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب