1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاآسیا

ايران وايي د داعش ډلي نهه جنګيالي یې اعدام کړي

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس
۱۴۰۴ خرداد ۲۰, سه‌شنبه

ايران ويلي دي چې د «اسلامي دولت» ډلې هغه نهه غړي یې اعدام کړي دي چې په ۲۰۱۸م کال کې تر يوه بريد وروسته نیول شوي ول. په همدې حال کې د ایران عدلي او قضايي ادارې په غلا د تورونو دوو کسانو د لاسونو پرې کولو خبر هم ورکړی دی.

آرشيف انځور: په ايران کې اعدامونه
ايران د مرګ سزا د تورنو په ځړولو سره عملي کوي.انځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopress/picture alliance

په ایران کې د «اسلامي دولت» يا داعش ډلې د نهو غړو د عدامیدو خبر د ایران د قضايي قوې خبری آژانس «میزان» د سې شنبې په ورځ ورکړ.

آژانس زياته کړې ده چې دغه وسله وال د ایران د سپاه پاسداران نيمه مليشو سره په نښتو کې تر ښکيل کيدو وروسته نيول شوي ول. د دغه نښتو په ترڅ کې درې ایراني عسکر وژل شوي ول.

ايران د مرګ سزا د تورنو په ځړولو سره عملي کوي.

اړونده موضوع: امنستي انترنيشنل: په نړۍ کي د اعدامونو شمېر اوج ته رسېدلی

د «اسلامي دولت» ترهګره ډله چې يو وخت یې د سوریې او عراق ډېرې برخې کنترولولی او په ۲۰۱۴م کال کې یې خلافت اعلان کړی وو، د امريکا په مشرتوب ځواکونو له خوا وځپل شوه.

دغه ډله که څه هم چې په دې وروستيو کلونو کې منظمه نه ده خو سره له دې یې هم ستر بريدونه ترسره کړي دي. داسې انګیرل کيږي چې په افغانستان کې د لوېدیځ له ملاتړه د برخمن حکومت تر ړنګېدو او د طالبانو له واکمنېدو راهېسې د دغي ډلي ځواک وده کړې ده.

په ایران کې یې بيا په ۲۰۱۷م کال کې په تهران کې پر پارلمان او د ایران د پخواني روحاني مشر آيت الله روح الله خامنه اي، پر مزار باندې د بريد پړه منلې وه. د خامنه اي، پر مراز د بريد په ترڅ کې ۱۸ کسان ووژل شول او تر ۵۰ ډېر ټپيان شول.

دغي ډلې همدا راز په ایران کې د نورو بريدونو پړه هم منلې وه چې په ۲۰۲۴م کال کې ترسره شوي دوه بريدونه هم پکې شامل دي. دا بريدونه په ۲۰۲۰م کال کې د امريکا په ډرون بريد کې د وژل شوي يوه جنرال په ياد غونډه کې شوي ول. په دغه بريد کې ۹۴ کسان ووژل شول.

په ایران کې د اعدامونو لوړه کچه

د ایران د بشري حقونو سازمان د اپريل میاشتې په سر کې د يوه رپوټ په خپرولو سره ويلي ول چې د ۲۰۲۵م کال په لومړیو درو میاشتو کې په ایران د اعدامونو شمیر دوه برابر ډېر شوی دی.

د دغه سازمان په حواله د روان میلادي کال په لومړیو درو میاشتو کې ۲۳۰ کسان اعدام شوي چې په دوی کې ۸ ښځې هم شاملې دي.

په ایران کې اعدامونه عموماً په قتل او د مخدره موادو په تورونو پورې اړوندو جرایمو په برخه کې ترسره کیږي. د هغو ارقامو له مخکې چې د بشري حقونو دغه سازمان خپاره کړي دي، د تیر کال په ورته موده کې په دغه هیواد کې ۱۱۰ کسان اعدام شوي دي.

د لاسونو پرې کول

د ایران قضايي قوې سره د تړاو لرونکې انترنت پاڼې «میزان» نن، سه شنبه ويلي دي چې د دوو هغو نارينه وو لاسونه پرې کړل شوي چې په پرله پسې توګه په غلا تورن شوي ول.

زياته شوې ده چې دغه سزاوې تر هغه وروسته عملي شوي چې د اصفهان د يوې محکمې حکمونه د ایران د سترې محکمې له خوا تائيد شول.

د اصفهان قاضي القضات اسدالله جعفري، د «میزان» خبري آژانس ته وويل: «د لاس پرې کولو دغه سزا دوو مسلکي غلو ته ورکړل شوې چې د غلا، ګډوډۍ رامنځته کولو او قصدي جسمي زيان رسولو په ګډون په يو شمیر جرمونو کې ښکيل ول.»

اړونده موضوع: د ایران د بشري حقونو سازمان؛ د کال په لومړیو ۷ میاشتو کی ۳۰۰ کسان اعدام سوي دي

د روانې میاشتې په پېل کې د ايران د پوليسو مشر احمد رضا رادان، ويلي ول چې د بټوو او ګرځنده تليفونو د غلا پر ضد مبارزه به «لومړيتوب ولري او دا چې پولیس به کلک چلند وکړي.»

د شريعت پر بنسټ ولاړ د سزا قوانين په ایران کې د ۱۹۷۹م کال تر اسلامي انقلاب وروسته معرفې شول چې د ځانګړو جرمونو د جزا په توګه د بدن د غړيو پرې کول په نظر کې لري.

خو د بشري حقونو ټولنې دغه جزاوې د «ظلم» او «غېر انساني» سزاو په توګه غندي. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب