د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې د رپوټ پر بنسټ، ایران د بشارالاسد رژیم د پلوي ملیشه و په جذبولو سره د سوریې په خاوره کې د خپل حضور د پیاوړي کولو او همدارنګه د دغه هیواد د رژیم تر کنترول لاندې سیمو کې د خپل نفوذ د زياتېدو هڅه کوي.
د دغه رپوټ پر بنسټ چې د فبرورۍ میاشتې پر ۱۴ نیټه د نوموړي سازمان (SOHR) په انټرنټ پاڼه کې خپور شوی دی ایران په دې برخه کې له فاطمیون لښکر څخه استفاده کوي چې له افغان ملیشه وو څخه جوړ دی. د دغي ادارې سرچینو ویلي دي چې ایران په ځانګړي توګه د قامشلي او حسکه په سیمو کې خپل نفوذ پراخوي.
ویل کیږي چې د ایران پلوي ځواکونو د جنورۍ میاشتې په منځ کې کله چې د اسد رژیم تر کنترول لاندې سیمې د کُردي ځواکونو په محاصره کې وې، د جنګیالو په جذبولو لاس پورې کړی دی.
د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې لیکلي دي، د ایران دا اقدام د روسیې د حکومت د خفګان سبب شوی دی، ځکه د دغه هیواد نظامي ځواکونه په هغو سیمو کې موجود دي چې ایران پکې خپل فعالیتونه زیات کړي دي.
همدارنګه نوي ځواکونه د ځانګړې روزنې ترلاسه کولو له پاره د قامشلي سویل کې د طرطب ډلو ته انتقالیږي او بیا له هغه ځایه لویدیځو سیمو ته استول کیږي.
د بشري حقونو د څار سازمان د راپور له مخي ايران په زرونو افغان مهاجر د سوريې جنگ ته لېږلي دي. خو د ايران اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت دغه ادعا «ساختگي او تبليغاتي» گڼي.
انځور: Tasnimد بشري حقونو د څار سازمان چي مقر ئې په نيويارک کي دئ، د جمعې په ورځ راپور ورکړ چي ايران په زرونو افغان مهاجر د سوريې جنگ ته لېږي. د دغه راپور له مخي ايران نه يوازي د هغوی د رضايت له پاره تشويقي هڅي کوي، لکي په ځينو برخو کي ئې گواښي هم.
انځور: Tasnimد ايران ايسنا خبري آژنس د ايران د بهرنيو چارو وزارت د يوه چارواکي په حواله چي نوم ئې نه دی ښوول سوی لیکي «د سوريې جنگ ته د افغان مهاجرو د لېږلو په اړه وروستۍ څرگندوني ساختگي او تبليغاي اغراض پکښي نغښتي دي.» هغه زياته کړې ده «دا هغه افغانان دي چي په سوريه کي مېشت ول يا له افغانستان څخه ورغلي دي يا د ايران له لاري ترانزيت سوريې ته تللي دي.»
انځور: ISNAدغه چارواکي هغه ادعا وي نه مني چي گويا تقريباً هره ورځ په سوريه کي د وژل سوو افغانانو د جنازې مراسم پر ځای کيږي. (په انځور کي هغه دوه افغان مهاجر ښکاري چي د جنازې په مراسمو کي ئې گډون کړی. د دوی دواړو چمپلان پر پښو دي.»
انځور: ISNAڅه موده دمخه د ايران د سينما کارگردان په يوه غونډه کي ويلي ول: «کله چي د سوريې خبره کيږي د مهاجرت مفهم، في سبيل الله مطرح دئ، هغه هم افغاني عزيزان چي هيواد ئې سخت شرايط گالي. د حرم د دفاع شهيدان او کورنۍ ئې زموږ مېلمانه دي او د سوريې پر لور د هغوی مقدسه کډه د ستايلو ده.»
انځور: Tasnimد ايران د بهرنيو چارو وزارت په داسي حال کي سوريې ته د افغان مهاجرو د لېږلو خبرونه نه مني چي څو ورځي د مخه د ايران سپاه پاسداران انقلاب ته نژدې رسنيو کي داسي انځورونه خپاره سوه چي د «فاطميون» پوځي روزنه پکښې ښکارېده.
انځور: MEHRد ايران د وسله وال پوځ خبري آژنس «دفاع مقدس» څو ورځي دمخه خبر ورکړ چي «تيپ فاطميون ډله د عملياتي توان په ډېرېدو او جنگيالو په ډېرښت سره لښکر سوی دئ.» په دغه راپور کي راغلي دي چي تيپ فاطميون هغه غونډ دئ چي له هغو افغانانو جوړ سوی چي همدا اوس په سوريه کي د دمشق په لوېديځ کي د حضرت زينب حرم ساتي.
انځور: MEHRڅو مياشتي وروسوته له هغه چي «دفاع مقدس» آژانس اعلان وکړ چي «د فاطميون ډلي عملياتي توان اوس د لښکر توان ته رسېدلی» په سوريه کي د دغي ډلي جنگيالو په مرگ ژوبله کي هم ډېرښت راغلی.
انځور: Tasnimفاطميون لښکر يوه وسله واله ډله ده چي په «سپاه مقدس» پوري اړه لري او جنگيالي ئې د افغانستان شيعه گان دي. دغه ډله په افغانستان کي د شوروي د يرغل، طالبانو د واکمنۍ پرمهال او ايران او عراق جنگونو کي جنگېدلې ده. دوی اوس د خپل ماموريت اصلي موخه په سوريه کي د «حضرت زينب» د مقبرې دفاع ښوولې ده.
انځور: Tasnimد «دفاع مقدس» خبري آژنس د راپور له مخي د عراق او ايران په جنگ کي د «گردان ابوذر» نژدې ۲۰۰۰ افغان جنگيالي ووژل سول.
انځور: Sassan Moayediفاطميون ډلي په سوريې کي د جنگ له پيل سره خپل موجوديت اعلان کړ او اوس د تيپ يا فاطميون لښکر په نوم ياديږي چي عربي نوم ئې «لوا فاطميون» پيژوندل کيږي. د دغي ډلي بنسټگر عليرضا توسلي چي په ابوحامد مشهوره وو په ۱۳۹۳ کال کي د سوريې په جنوب کي د سرائيلو له اسرائيلو سره په سرحد کي ووژل سو.
انځور: Mashreghnews.irپه انځور کي په ترتيب سره له ښی خوا مصطفی صدرزاده (سيد ابراهیم)، سيد امين حسيني (عقيل)، سيد مصطفی موسوی (ورک دی) او رضا بخش (فاتح) دي، چي ټول د سوريې په جنگ کي وژل سوي دي.
انځور: Mashreghnews.irد جرمني خبري آژانسونه په ايران کي د افغان مهاجرو شمېر درې ميليونه ښوولی دئ. ويل سوي دي د دوی يو ميليون ئې غير قانوني هلته ژوند کوي.
انځور: MEHRد بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په راپور کي راغلي دي چي ايران افغان مهاجر گواښلي دي چي د سوريې جنگ ته ولاړ نه سي له هيواده به ئې وباسي. په سوريه کي د افغان جنگياليو له خوا ويل سوي دي چي دوی په ايران کي بې کاره وه او دوی ته ۲۰۰ ډالره د مياشتي معاش ورکوي.
انځور: MEHRله بلي خوا اوس په افغانستان کي داعش هم په فعاليت پيل کړی دئ او هلته د جنگياليو جلب او جذب کوي، څو عراق او سوريې ته ئې د جنگ له پاره ولېږي.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibiد ايران چارواکو په وروستيو کلونو کي په وارو وار اعلان کړی دئ چي د سوريې په جنگ کي د سلا کارانو په توگه حضور لري او د بشار اسد له رژيم سره مرسته کوي.
انځور: Fararu شپږ برابره تنخوا
د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې په وینا، ایران د دغو کسانو میاشتنۍ مزد یا تنخوا له ۵۰ زرو څخه څه دپاسه ۳۰۰ زرو سوریایي پونډو ته رسولی دی چې په دې کړکیچنو شرایطو کې د ځوانانو د لا زیات جلب او جذب سبب کیږي.
د نوموړي سازمان د معلوماتو له مخې ایران په دې وروستیو کې په قامشلي او حسکه سیمو کې د «حاج علي» په نوم یوه ایراني په مشرتوب ۲۰۵ کسان د سوریې د ملي دفاع ځواکونه او شاوخوا ۳۵ ملکي کسان د ملیشه وو په توګه استخدام کړي دي.
د نوموړي رپوټ پر بنسټ، په دې سیمه کې د ملي دفاع ځواکونو شمیر شاوخوا ۸۰۰ وو چې ویل کیږي په اوس وخت کې یوازې ۳۰۰ یې باقي پاتې دي. د هغوی ډېری د الاسایش او فاطمیون لښکر ډلو سره یوځای شوي دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان د رپوټ پر بنسټ د سوریې په سویل کې د هغو داوطلبانو مجموعي شمیر چې له ایراني ځواکونو او دغه هیواد ته له وفادارو ملیشه ډلو سره یوځای شوي دي تر ۹۶۰۰ هم اوښتی دی.
سربیره پر دې په ایران پورې د تړلو ځواکونو یوې برخې خپل جنګي وسایل هغو نوو ډېپوګانو ته انتقال کړي دي چې ځنې یې غیر نظامي مرکزونه دي. دغه مرکزونه د عراق او سوریې سرحد ته نږدې د دیرالزور ولایت میادین او ابوکمال ښارونو ته نږدې موقعیت لري.
د اسرائیل حکومت په وار وار ټینګار کړی دی چې په هر قیمت به په سوریې کې د ایران د لازیات نفوذ مخه ونیسي. په دې وروستیو اونیو کې د په ایران پورې تړلو ځواکونو پر سنګرونو هوایي بمبارۍ شوي دي. ویل کیږي چې دغه بریدونه اسرائیل کړي دي.
دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز