«د ایران او طالبانو ترمنځ سرحدي شخړه د سوء تفاهم نتیجه وه»
۱۴۰۰ آذر ۱۱, پنجشنبهد ایران خبري آژانس «تسنیم» په حواله د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په نیمروز ولایت کې د «سوء تفاهم» په پایله کې د ایران د سرحدي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې وه. دغه خبري آژانس ویلي دي چې د طالبانو له خوا د ایران د دوو پوستو د نیول کیدو خبر هم ناسم دی.
د یو شمیر نورو رسنیو په حواله په دغو نښتو کې د ایران له خوا له درنو وسلو څخه کار اخیستل شوی دی، په داسې حال کې چې طالبانو بیا امریکایي هموې موټرې کارولي دي. د دغو نښتو یو شمیر ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې هم لاس په لاس کیږي.
د تسنیم خبري آژانس په حواله له افغانستان سره په پوله ایراني سیمه کې د قاچاق د مخنیوي له پاره یو دیوال درول شوی دی. یو شمیر ایرانیان له دغه دیواله اوښتي و، البته د ایران له سرحد څخه نه و تیر شوي، خو طالبانو فکر وکړ چې دغه خلک له سرحد څخه تیر شوي دي، نو پر دوی یې ډزې وکړې.
د تسنیم په حواله د چهارشنبې په ماښام نښتې بندې شوي او ایراني چارواکو له طالب مشرانو سره د وضعیت په اړه خبرې پيل کړي دي.
نښتې د سوء تفاهم نتیجه وه
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده، د چهارشنبې په ماښام د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل چې په سرحد کې د موجودو کسانو ترمنځ د«غلط فهمۍ» په نتیجه کې نښته رامنځته شوې ده. نوموړي په دې بیانیه کې د طالبانو نوم نه دی اخیستی.
خطیب زاده زیاته کړه: «ستونزه حل کړای شوې ده. د دواړو هیوادونو د سرحدي ساتونکو ترمنځ تر اړیکې وروسته ډزې بندې شوې.»
د تلوع نیوز تلویزوني شبکې د طالبانو د ویاند بلال کریمي په حواله پيښه تائیده کړې، خو نور جزئیات یي نه دي ورکړي. طلوع نیوز په یوه ټویټ کې لیکلي دی: «هغه[کریمي] ویلي دي چې نښتې دریدلي دي، خو د نښتو د پيلیدو په اړه هیڅ معلومات نشته.»
د سیستان بلوچستان امنیتي مرستیال محمد مرعشي د ایران دولتي تلویزون ته وویل چې نښتې شدیدې نه وې، هیڅ ډول ځاني او مالي زیان نه دی رامنځته شوی او اوس جګړه ختمه شوې ده.
د ایران او طالبانو اړیکې
که څه هم ایران تر اوسه پورې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی، خو دغه هیواد له طالبانو سره ښې اړیکې لري. د افغانستان له پاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د نومبر میاشتې په نیمایي کې په کابل کې د طالبانو له مشرانو سره لیدلي و او په مختلفو برخو کې یې خپل نظرونه تبادله کړي و.
تهران په اکتوبر میاشت کې د روسیې په شمول د ګاونډیو هیوادونو د یوې غونډې کوربه توب کړی و. خو په دغه غونډه کې طالبان نه و وربلل شوې. د اکتوبر په وروستیو کې تهران له افغانستان سره د شپږو ګاونډیو هیوادونو یوه کنفرانس ور بللې و او په دې غونډه کې یې له طالبانو څخه له ګاونډیو هیوادونو سره د «دوستانه اړیکو» غوښتنه کړې وه.
خو د دواړو هیوادونو ترمنځ کشمکش موجود دی. د دواړو هیوادونو د سرحدونو ترمنځ قاچاقبران ډیر فعاله دي او هره ورځ په زرګونو پناه غوښتونکي هم له دې لارې تګ راتګ کوي.
آژانسونه: ش.ن/ ب.ص