د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو (سپاه پاسداران) د یکشنبې (د ۲۰۲۶ کال د نومبر ۱۵مه) په ورځ ویلي چې یو ځل بیا یې د خلیج په بحرین هېواد کې د امریکا یوه پوځي اډه په نښه کړې ده. سپاه پاسداران ویلي چې د بحرین د پلازمېنې منامې سوېل ته د الرفاع د هلیکوپټرو اډې د رادار سیستم د شپږو بې پیلوټه الوتکو په وسیله ویشتل شوی دی.
خو د بحرین د دفاع وزارت ویلي چې د ایران د بې پیلوټه الوتکو برید یې په بریالیتوب دفع کړی دی. د دواړو لورو ادعاوې تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
دغه هم ولولئ: امريکا د ایران اړوند ترهګریزو طرحو په تړاو درې کسان تورن کړل
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) په لومړیو ساعتونو کې د دې پېښې په اړه کومه څرګندونه نه ده کړې.
د بحرین د کورنیو چارو وزارت تر دې مخکې دوه ځله په ایکس ټولنیزه شبکه کې ویلي وو چې د توغندیو د خبرداري زنګونه فعال شوي او له خلکو یې غوښتي وو چې خوندي ځایونو ته ولاړ شي.
د خلیج هېوادونه او په ځانګړي ډول ځلېدونکې ښار دوبۍ، د لوکس ژوند او امنیت سمبول وو. خو په منځني ختیځ کې د جګړې له پیل سره، سيلانيتوب سقوط کړی او د سیمې اعتبار له ګواښ سره مخ دی. انځور: Fatima Shbair/AP/dpa/picture alliance په عادي حالت کې به سیلانیانو د دوبۍ په «السیف» بازار کې ګڼه ګوڼه جوړوله. خو د امریکا، اسراییلو او ایران جګړې له پیل راهیسې، په دې مشهور خلیجي ښار کې سياحت په شدیده توګه راکم شوی دی.
انځور: Fatima Shbair/AP/dpa/picture alliance د لسیزو لپاره په دوبۍ کې یو نالیکل شوی قانون موجود و: که په منځني ختیځ کې هر ډول شخړې روانې وې، هغه به د دې امارت تر پولو نه اوښتې. خو دا باور اوس د جګړې له پیل سره مات شوی دی. د خلیج په سیمه کې د امریکا د متحدینو پر وړاندې د ایران غچ اخیستونکي بریدونو بهرنیان تښتولي دي.
انځور: Amr Alfiky/REUTERS د فبرورۍ له ۲۸مې وروسته چې د امریکا، اسراییلو او ایران جګړه پیل شوه، څو خلیجي هېوادونو د توغندیو او ډرونونو تکراري بریدونه راپور کړي دي. په دغو کې د تېلو تاسیسات، د امریکا سفارتونه او ملکي سیمې لکه هوټلونه په نښه شوي دي. په دوبۍ کې د دوشنبې په ورځ د ډرون یو برید د هوايي ډګر ترڅنګ د تېلو یو ډیپو ته اور واچاوه او ښار یې په لوګي کې پټ کړ.
انځور: AFP دوبۍ هوايي ډګر د نړیوالو الوتنو لپاره د سیمې تر ټولو بوخت مرکز دی. خو د جګړې له امله ډېر ځله الوتکې پر ځمکه پاته کېدو ته اړې دي. د خلیج نور هوايي ډګرونه هم یا جزوي تړل شوي یا په محدود ظرفیت کار کوي، ځکه د ایران د ډرون او توغندیو بریدونه ادامه لري.
انځور: AFP/Getty Images مرغان د دوبۍ د نوي لوکس هوټل «جمیرا مرسا العرب» مخې ته لوبې کوي او ساحل یوازې د هغوی په واک کې دی. د نړیوال ګرځندوی شورا اټکل کوي چې د سفرونو د کمېدو له امله د خلیج سیمه هره ورځ لږ تر لږه ۶۰۰ میلیونه ډالر له لاسه ورکوي. ګرځندویي د متحده عربي اماراتو د اقتصاد مهمه ستنه ده او په ۲۰۲۵ کال کې یې شاوخوا ۱۲ سلنه ناخالص کورنی تولید جوړاوه.
انځور: Fatima Shbair/AP Photo/picture alliance دا وضعیت د هوټلونو، رستورانتونو او دوکانونو لپاره هم يوه سخت ضربه ده. لکه د «السیف» بازار دغه کارکوونکی، چې عموماً د دوبۍ له مهمو سیاحتي سیمو څخه دی. له ایران سره جګړه نه یوازې مالي زیانونه رامنځته کوي، بلکې د سیمې اعتبار هم سخت زیانمنوي.
انځور: Fatima Shbair/AP/dpa/picture alliance د کلونو لپاره، د خلیج سیمه، په ځانګړي ډول دوبۍ، ځان د پانګه والو، سوداګرو او نړیوالو شتمنو لپاره د خوندي ځای په توګه معرفي کړی و او د تېلو وروسته راتلونکي ته یې تیاری نیوه. یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۹۸۰۰ میلیونران متحده عربي اماراتو ته کډه شوي چې د نړۍ له هر بل هېواد څخه ډېر دي.
انځور: Fatima Shbair/AP Photo/picture alliance دوبۍ د نړۍ له شتمنو ښارونو څخه ده: د مالیې پراخ معافیتونه، ساده بيوروکراسي او د «طلایي ویزې» پروګرام دا ښار د شتمنو بهرنیانو او شرکتونو لپاره جذاب کړی دی. خو اوس د «جمیرا بیچ ریزیدنسي» کوڅې، چې د فارس خلیج پر غاړه د استوګنې او هوټلونو لوی کمپلکس دی، تشې پرتې دي.
انځور: Fadel Senna/AFP/Getty Images د صنعت شنونکي باور لري چې د جګړې موده به ټاکي چې د اعتبار زیان به څومره وي او پانګه وال به څومره ژر ووځي. د «رایس» پوهنتون د بیکر انستیتوت جیم کرېن رویټرز ته وویل: «د دوبۍ د اقتصادي ماډل لپاره خطر ډېر لوی دی.» هغه زیاته کړه: «هر څومره چې جګړه اوږده شي، هومره به د بدیلو ځایونو لټون زیات شي.»
انځور: Fatima Shbair/AP Photo/picture alliance «سیلانیان لنډه حافظه لري» خو ځینې بیا باور لري چې هر څه له لاسه نه دي وتلي. د آلمان د ګرځندوی مطالعاتو ټولنې مشر یورګن شموده عامه ټلویزیون زېډ ډي اف ته وویل: «سیلانیان لنډه حافظه لري.» هغه زیاته کړه که جګړه ډېره اوږده نه شي، نو دغه هدف هېواد به له جدي زیان سره مخ نه شي.
انځور: Fadel Senna/AFP/Getty Images
دغه برید څو ورځې وروسته له هغه ترسره شوی چې ایران د نږدې دوو میاشتو په موده کې د لومړي ځل لپاره پر بحرین، چې د واشنګټن متحد هېواد ګڼل کېږي، برید کړی و.
په وروستیو میاشتو کې امریکايي ځواکونو په وار وار د ایران د ساحلي سیمو د رادار تاسیسات او د توغندیو د توغولو مرکزونه په نښه کړي دي. څو ورځې وړاندې د هرمز تنګي په قشم ټاپو کې هم ورته بریدونه شوي وو.
دغه هم ولولئ: ترمپ: که مذاکرات مخکې ولاړ شي نو د نویو بريدونو احتمال لږ دی
اسرائیل او متحده ایالاتو د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې د ایران پر ضد جګړه پیل کړه. د غبرګون په توګه، ایران د ګواښونو او بریدونو له لارې د اوږدې مودې لپاره د هرمز تنګي له لارې سمندري تګ راتګ په اغېزمن ډول محدود کړی و.
د څو میاشتو راهیسې د امریکا سمندري ځواک هڅه کوي چې د ملکي بېړیو د بدرګې کولو له لارې د نفتو او مایع ګازو سوداګریزه لاره بېرته عادي کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اشاره کړې چې نه غواړي بېرته پراخو پوځي عملیاتو ته ستون شي.
خو د ایران له اسلامي جمهوریت سره شخړه لا هم نه ده حل شوې او د دواړو خواوو ترمنځ خبرې اترې له څو میاشتو راهیسې په ټپه ولاړې دي.
۲۰۲۵م کال کې پوځي لګښتونه ریکارډ کچې ته لوړ شول. د ستاکهولم د سولې تحقیقاتو نړېوال انستیتوت (سېپرې) خبرداری ورکوي چې دغه وضعیت به ظاهراً همداسې ادامه ولري چې له ځانه سره به اضافي خطرونه ولري. انځور: Ben Bloker/US Air Force/dpa/picture alliance د نړېوالو کړکېچونو تشديد؛ اروپا کې بېساري لوړ پوځي لګښتونه د ستاکهولم د سولې تحقیقاتو نړېوال انستیتوت (سېپرې) د نوو معلوماتو له مخې حکومتونو په ۲۰۲۵ کې د بل هر وخت په پرتله پر وسلو ډېرې پیسې مصرف کړي دي. اروپا او آسیا د بیو لوړېدا کې رول لوبولی او امریکا بیا هم د نړۍ د تر ټولو لوی پوځي مصرفونکي په توګه پر خپل ځای پاته دی.
انځور: Russian Defense Ministry Press Service/AP Photo/picture alliance نوی لوړ نړېوال پوځي لګښت
۲ اعشاریه ۹ تریلیونه ډالر په ۲۰۲۵ کې په اوکراین کې د روسیې جګړه اروپا اړ کړه چې خپل دفاعي لګښتونه لوړ کړي. اروپا او آسيا د لوړو پوځي لګښتونو د اصلي عاملانو په توګه ياد شوي دي.
انځور: Serhii Chalyi/REUTERS آلمان خپله دفاعي بودجه لوړه کړې آلمان په مالي قوانینو کې د آسانتیا په رامنځ ته کولو، خپله دفاعي بودجه تر ۲۴ سلنې لوړه کړه. په دې ترتيب آلمان اوس د نړۍ څلورم لوړ پوځي بودجه لرونکی هېواد دی.
انځور: Philipp Schulze/dpa/picture alliance د چین پوځي بودیجه د ۳۱م پرله پسې کال له پاره لوړه شوې د سېپري له خوا د چین په څېر بل هېڅ هېواد له دومره اوږدې مودې لوړې بودیجې سره ندی لیدل شوی. په ټوله آسیا کې د چين ودې ته د هېوادونو له خوا غبرګون ډېر شوی.
انځور: Vitaliy Belousov/SNA/imago د امریکا پوځي لګښتونه لږ راکم شوي په ۲۰۲۵م کال کې د امریکا پوځي لګښتونه يو څه کم شوي دي. اوکراین سره په نوو مرستو کې کموالی، مجموعي لګښت کم کړ. خو لګښتونه بیا هم لوړيږي (یوازې د ایران جګړې په لومړيو شپږ ورځو کې ۱۱ اعشاریه ۳ میلیارډه ډالر)
خو امریکا په ۹۵۴ میلیارډ ډالرو لګښت سره د تر ټولو لوړ لګښت لرونکي هېواد په توګه پاته دی.
انځور: Robert Ghement/EPA/dpa/picture alliance هند پنځم لوړ پوځي لګښت لرونکې هېواد هندوستان د نړۍ پنځم لوړ پوځي لګښت لرونکی هېواد دی چې ستر عوامل ېې چین سره شخړې او پاکستان سره نښتې دي.
انځور: Nasir Kachroo/NurPhoto/picture alliance سيپرې خبرداری ورکوي چې د جګړو دوام او اوږدمهاله دفاعي پلانونه ته په کتو، د دفاعي لګښتونو لوړېدا به همداسې ادامه ولري. شنونکي وايي په نړېواله کچه د تسلیحاتو عصري کول، له امنيت ورهاخوا ناوړه عواقب لرلی شي.
انځور: Mustafa Ciftci/AA/picture alliance پر وسلو د ځان سمبالولو د سيالۍ عواقب سيپري له یوې نوې نړېوالې تسلیحاتي سیالۍ او د ناسمې محاسبې د لوړ خطر په اړه خبرداری ورکوي. د سيپرې څېړونکی شیاو لیانج وايي: «دا پر نورو عامه لګښتونو خپل اغیز کوي. حکومتونه ممکن اړ شي چې ټولنیز خدمات یا پراختیايي پروګرامونه ودروي. نو دا یوازې په جګړو او وسلو کې نه خلاصه کیږي، بلکې پر ټولنو هم ژور اغیز لري.»
انځور: DW